ملګري ملتونه: افغان سېلاب ځپلي د اوږدې مودې لپاره لاسنیوي ته اړتیا لري

139

د ملګرو ملتونو دوه بنسټونه وايي، په افغانستان کې سېلاب ځپلي د اوږدې مودې لپاره لاسنیوي ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دوو بنسټونو ویلي، په افغانستان کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو زیانونه درانه دي او سېلاب ځپلي کسان د اوږدې مودې لپاره لاسنیوي ته اړتیا لري.

د غويي یا ثور له ۲۱مې د افغانستان شمال ختیځ، شمال او لوېدیځ ولایتونه د سختو اورښتونو او سېلابونو شاهدان وو، چې سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او خلک یې په مالي لحاظ ډېر زیانمن کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا “ډبلیوایف‌پي” مرستیال ویاند ضیا الدین صافی وايي، ګڼو ولایتونو ته د سېلاب ځپلو لپاره لومړنۍ مرستې لېږل شوي دي.

صافي وویل: “د ارزونې ډلې مو د غور، فاریاب، هرات او بلخ ولایتونو په سېلاب ځپلو سیمو کې دي، د هغوی راپور زموږ سره مرسته کوي چې سیمې ته لازمې مرستې ولېږو. په داسې حال کې چې موږ تر سېلابونو سم د لاسه وروسته د بغلان، بدخشان او تخار لپاره اضطراري مرستې چې په هغو کې غني شوي بسکېټونه او ځانګړي غني شوي خوراکونه شامل دي، پر ټولو سېلاب ځپلو کورنیو وېشلې دي.”

تېره جمعه هم په بدخشان او نورستان ولایتونو کې اورښتونه وو او نن یکشنبه بیا د افغانستان په لوېدیځ کې د سختو بادونو، دوړو او ګردونو اټکل شوی دی.

ارشیف: بدخشان کې سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.
ارشیف: بدخشان کې سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه اطلاعیه کې ویلي: “په لوېدیځو ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل شته، چې سرعت به یې په ساعت کې له ۶۰ تر ۸۰ کیلومتره وي.”

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ مرستیال ویاند فرامرز برزین وايي، وروستیو سېلابونو د ځاني تلفاتو تر څنګ خلکو ته نور زیانونه هم اړولي دي.

فرامرز وویل: “عمده ګواښونه چې موږ موندلي دا دي چې ښځو ته وړ صحي خدمات نه رسېږي، د خلکو څاروي تلف شوي، خلکو خپل مدني اسناد له لاسه ورکړي، لکه تذکره او نور. زیات نور کسان کالي نه لري، سېلابونو هرڅه ترې وړي. د تشنابونو او د څښاک پاکو اوبو نه لرل بله ستونزه ده، چې په سېلاب ځپلو سیمو کې یې شاهدان یو. یواین‌ایچ‌سي‌آر UNHCR د ملګرو ملتونو له نورو ادارو سره یوځای تر خپله وسه خپلو مرستو ته دوام ورکړی دی.”

بغلان کي وروستیو سېلابونو ځايي اوسېدونکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.
بغلان کي وروستیو سېلابونو ځايي اوسېدونکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.

افغانستان ته په وروستیو اوونیو کې اقلیمي بدلونونو زیات زیانونه اړولي او لا هم د دغو منفي بدلونونو زیانونه ګالي.

تر دې مخکې د نږدې درېیو کلونو وچکالۍ د افغانستان زیاتې برخې ځپلې وې چې عام خلک، په ځانګړي ډول کروندګر یې زیانمن کړي وو.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.