!د ذ والحجې د لومړيو لسو ورځو فضايل

لیکنه او ترتيب: محمد حسن اسلامي

245

د ذوالحجې لس اولنۍ ورځې په اسلام کې د عظيمو، معتبرو او مبارکو ورځو څخه شميرل شوې دی، په دې ورځو کې د الله د قرب، نږدېوالی، د هغه د رحمت او برکت د راجلبولو او زياتوالی په خاطر څو نیک، صالح او مهم کارونه او عبادتونه پکې را غونډ شوي دي، نو د همدې په خاطر ضروری ده چې د درنو مسلما نا نو توجه د هغو فضايلو او ښيګڼو ته را واړوو.
دا دې دا غوره ورځې را نږدې دي، تر څو دا زرین فرصت غنيمت وګني سمه او درسته استفاده ترې وکوي،
ذوالحجه د هجري قمري مياشتو دولسمه مياشت ده، دا له اشهر الحرم څخه ده، اشهر الحرم د رجب، ذوالقعدې، ذوالحجې او محرم الحرام له مياشتو څخه عبارت دي. په دې مياشتو کې جنګ او جګړه ناروا ده، لا له پخوا څخه ذوالحجې په تاريخي لحاظ يو اهميت درلود او څو نومونه يې درلودل، لکه: مسبل، نعس او بُرک. پدې میاشت کې به د ذوالمجاز او ورپسې د عکاظ بازار او ميلې کیدلې، اوس د حج ستره او عظیمه فریضه په دې کې ادآء کیږي، د ذوالحجې په اتمه ورځ قدرمن حاجيان منی ته خیژي، په نهم يې عرفات ته ځې چې له زوال څخه تر ماښام پورې هلته درېدل د حج دوهم فرض دی چې هلته ادآء کیږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: الحج العرفه، حج همدا په عرفات درېدل دي، د عرفات د درېدلوته د هغه د اهميت له خاطره د ټول حج نسبت شوي دی، لکه چې رکوع باندې د لمانځه اطلاق شوي دی: (وارکعوا مع الراکعين) يعنې له لمونځ کوونکو سره لمونځ په جمعه وکړئ.
د عرفات څخه بيا مشعرالحرام ( مزدلفې شریفې) ته را ګرځې هلته شپه کوي او بيا منی ته راځي او د حج نور مناسک ادآء کوي.
په منی کې شپې او ورځې تیرول په همدې ذوالحجه کې دي حجاج کرام جمرات په همدې ورځو کې ولی، شیطانانو سره د کرکې او نفرت اظهار کوي، بيا ابراهيمي قرباني په همدې کې ترسره کیږي، ورپسې حاجي صاحبان د ګناهونو د پاکوالی په خاطر سر، نوکان او نور ظاهري خيري او باطني خيري په همدې کې له ځانه لرې کوي. یعنې سر خريې او ورپسې د بیت الله هغه فرضي طواف چې د حج ورستني او مهم رکن دی کوي او ورپسې د صفا او مروه ترمنځ سعی يعنې د بې بي هاجرې د سويو منډو ترړو يادګار همدلته تازه کوي.
دا هغه ارزښتي ورځې دي چې الله تعالی په خپل عظيم کلام کې قسم ورباندې خوړلی دی. چې فرمايي:
: ((وَالْفَجْرِ، وَلَيَالٍ عَشْرٍ)): په ګهيځ قسم او په لسو ورځو قسم) ابن کثیر صیب وايي چې مراد له دې لسو څخه همدا د ذوالحجې لس اولنۍ ورځې مراد دی. بل ځای الله تعال فرمايي: (وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَّعْلُومَاتٍ) او په شميرل شويو او معلومو ورځو کې الله يادوي. ابن عباس صیب وايي چې له دې معلوماتو څخه همدا د ذوالحجې لس ورځې مراد دي. محققين علماء وايي په ورځو کې د ذوالحجې لس اولنۍ ورځې غوره دی، او په شپو کې د رمضان المبارک لس آخرني شپې غوره دی چې لیلة القدر هم پکې ده. د والفجر څخه مراد د اختر ورځ ده چې لسم دی، او له الوتر څخه د عرفې ورځ مراد ده چې نهم او طاق ده.
. حدیث شریف کې راځي:
:ـ قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “ما من أيام العمل الصالح فيها أحب إلى الله من هذه الأيام قالوا: یارسول الله ولا الجهاد في سبيل الله؟ قال: ولا الجهاد في سبیل الله! الا رجل خرج بنفسه وماله ثم لم يرجع بشيئ ) رواه البخاری.
داسې هيڅ نورې ورځې نشته چې عمل صالح پکې الله ته تر دې ورځو ډير محبوب او خوښ وي. د پيعمبر صلى الله عليه وسلم يارانو پوښتنه وکړه چې تر في سبیل الله جهاد هم د دې ورځو عمل غوره ده ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل بلې تر هغې هم غوره ی مګر دا چې يو څوک په ځان او مال جهاد ته لاړ شي او بيا هيڅ شيئ هم سلامت رانه وړي.
اوزاعي صیب وايي: ماته دا خبره معلومه شوې ده چې د لسو ورځو نیک عمل د هغې فی سبیل الله د غزا په څير قدر لري چې د ورځې روژې پکې نیسي او د شپې پيرې پکې کوي. ”
• هغه کسان چې الله تعالی يې حج په برخه کړې ده، هغوی به هلته په طواف، تکبیر، تهلیل، تلبیه ، تکبیر، تسبيح، تحميد، درود، تلاوت ‌ذکر اذکارو نفل لمنځونواو نورو نيکيو په ترسره کولو وخت تیروي. ، د عرفات اوښکې، د مزدلفې زاری، د منې هيلې، د جمراتو له شیطان سره کرکه، د ابراهيمي قربانياو سرښندنې قدرداني، د ابرهه د لښکر د تباهی کیسې، د هاجر د هجرتونو او يوازېتوب داستانونه، د شعب ابي طالب کې د رسول الله محاصره، د طایف د سفر ناهیلې برګشت، د بلال د احد احد فرياد، د سميې مظلومانه شهادت و آل ياسر د صبر داستان، د ابوجهل او امیيه ظلمونه د عتبه او شیبه او مغیره دسیسې، او بالآخره په بیعت عقبه د شيطان په سر خاورې بادول او نامرادي، او د عرفات په ورځ د شیطات ذلت، خواري او سپکتيا، لکه چې رسول الله فرمايي: شيطان د عرفې د ورځې په شان بل هیڅ وخت زيات ذلیل او خوار نه دی لیدل شوی.
• .په دې ورځو کې مهم عباداتونه سره راټول دي، لمونځ اذکار توبه، روژې، صدقات، حج او ايثار، عاجزي، تر څو د الله د جنت مستحق شي له جهنم څخه نجات ومومي، او د ګناهونو مغفرت او بښنه ورته وشي.
• درنو او عزتمنوخويندو او قدرمنو وروڼو! دا ورځې او فضايل يې يوازې تر حج او حجاجو کرامو پورې خاص نه دی. د الله تعالی د وسیع رحمت او ستر حکمت په بنا د دې ورځو فضیلت عام دی هغو خوارانو ته هم له فضايلو څخه پوره برخه پکې شته چې د حج په سفر نه دی، او خپلو کورونو او وطنونو کې اوسیږي.او د دې ورځو قدرداني کوي. په دې ورځو کې ذکر او اذکار کوي، تلاوت کوي، مأثورات وايي درودوايي او دعا کوي، نوافل صدقات او خیراتونه کوي، تکبیرات ا لتشريق: (الله اکبر الله اکبرلا اله الا الله والله اکبر ولله الحمد وايي ، سبحان الله وايي حمد او ثنا وايي، استغفار وايي، توبه وباسي، په خپلو تیرو کميو او کمزږريو پښيمانتيا ښيي، د هغو د عفوې او بښنې هیله او ارزو کوي. قرباني کوي، روژې نیسې، صله رحمي پالې د نادارو او ناچارو سره ښيګڼه کوي، او نور د خیر او معروف کارونه کوي او د شر او منکر څخه ځان ساتي او ټولنه!
بل حدیث کې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: ما من عمل ازکی عند الله ولا اعظم اجرا من خیر یعمله فی عشر الاضحي.
هيڅ يو د خیرعمل چې انسان يې تر سره کوي د الله په وړاندې د لوی اختر د لسو ورځو له عمل څخه پاک او لوی نشته دی. د عرفې د ورځې روژه خو رسول الله وايي چې د تیريو کالاو راتلونکي يو کال ( دوه کالو) ګناهونه معاف کوي.
په دې شپو ورځو کې په پاکو زړونو د الله تعالی سره اړيکه ټینګول د زړونو د ناروغيو له پاره غوره درملنه ده، د خپل رب سره په صالحو اعمالو د تقرب يو غوره فرصت دی، د هغه د محبت د ترلاسه کولو ښه زمينه ده.په دې ورځو کې خپلې غوښتنې تر الله ورسوي، په خپلو ګناهونو وژاړئ، اوښکې تويې کړي، خپل د سوال لاسونه هغه ته لپه کړئ، په کړيو ګناهونو پښیمانتيا وښیئ. خپل دنيوي او آخروي ضرورتونه له الله وغواړئ، غوښتنه کې اصرار او شلګي وکوي، په همدې اصرار الله خوښیږي! الله غوښتونکي او سوال کوونکي خوښوي چه نه يې غواړي هغوی متکبرين، غافلین او بدبختان وي. الله داسې خلک نه خوښوي.
الله ارزقنا خیر الدارین واحفظنا من شر الدارین. اللهم تقبل دعائنا وصلاتنا و قیامنا و رکوعنا و سجودنا و جمیع عباداتناو وتقبل شهاد شهدائنا و شهداء اهل غزه، اللهم ایدهم اهل غزه وانصرهم علی اعدائهم و اعدء جميع المسلمين الصهاينة الظالمین والغاشمين. اللهم اهلک الیهود الحاربین .و لاترفع لهم راية . و خذهم اخذ عزیز مقتدر.آمين يا رب العلمين.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.