په ورځني ژوند کې د شعر اړین‌والی

لیکوال: شاه محمد بشیر

350

نړۍ کې هر شی؛ مادي او معنوي یا فزیکي شتون ولري او که یې ونلري. هر څه زموږ په ژوند کې دخیل دي. په نړۍ کې هر څه چې زموږ په پنځه‌ګونو حواسو حس کېږي او که نه حس کېږي، زموږ لپاره ګټه لري.که د نړۍ ادب تاریخ ته لاړ شو، هلته د نثر په پرتله د نظم/ شعر تاریخ اوږده مخینه لري. هر وخت کې د یو شي پیدایښت د انساني ټولنې د اړتیاوو له مخې پیدا کېږي. شعر ته هم له پخوا وختونو نه خلکو اړتیا درلوده او دا یې ایجاد کړ. پخوا وختونو کې د نثر په پرتله د شعر یادول او په ذهن کې د ژر ځای نیول په خاطر شعر ویلو او زده کولو ته مخه کړه.

شعر د انساني ټولنې لپاره په هر وخت کې د انسان په ژوند کې خپل رول لوبولی. دا چې څنګه زموږ په ژوند کې شعر اړین دی او زموږ په ورځني ژوند کې ګټور تمامېږي، غواړم د څو برخو یې لنډه یادونه وکړم.

که د شعر په لیکلو، ویلو او اورېدلو باندې د مادي عوایدو د راټولولو لپاره فکر وکړو، د اوس ټکنالوژیکې نړۍ په دور کې کولای شو، د ځان لپاره د مالي عواید راټولول سرچینه وګرځوو. دا چې څنګه په دې باندې اوږد بحث کېږي.

زموږ په ورځني ژوند کې لومړنۍ اړتیا دا دی چې زموږ د شخصیت جوړونه او ذهني وده مو د راتونکي ښه او بریالي ژوند یو اصل دی. که غواړو زموږ خپل او د ماشومانو ذهني وده مو چټکه او تېزه وي؛ نو ادبیات ورته ولولئ/‌واوروئ. په ادبیاتو کې دوه لوی برخې د داستان او شعر دي. د شعر ویل او لوستل مو د ژبې قوت پیاوړی کوي. د کلماتو د ذخیرې په پیاوړتیا او د کلمو په ښه تلفظ سره مو د ژبې د فصاحت او بلاغت برخه پیاوړې کېږي؛ له دې سره مو د ویناوالۍ هنر قوي کېږي. د ډېرو بریالیو اشخاصو په بریا کې د ویناوالۍ هنر ډېر رول لوبولی؛ نو اړ یو چې خپلو خبرو د قوت لپاره، په مخاطبانو باندې د اغېزې او مخاطبانو د ستړیا د ختمه‌ولو لپاره له ادب نه ګټه واخلو. بیا هم ادب شعر، کیسه، ټوکه، خاطره، لنډۍ… شاملې دي.

که کاروبار کوو. استاد یو، هټیوال یو، بازاریاب یو، ډاکټر یو… دا ټول ژبې ته اړتیا دی. د خپل هنر او کار د خرڅلاو لپاره، لومړنی شرط مشتري ته قناعت ورکول دي. کله چې ژبې نزاکت باندې پو شو، شعر مو د لا ډېر تاثیر لپاره په خپلو خبرو کې وکاروو؛ مقابل جانب ته مو تر پنځوس سلنې پورې قناعت ورکړی.

د ادبیاتو د برخې زده کړیالان د ادبي فنونو په اړه باندې یو مضمون وایي چې په هغه کې ویل کېږي؛ ادبي فنون درې برخې لري. بدیع، بیان او معاني. بدیع کې دوه ډوله صنعتونه دي. لفظي او معنوي. بله برخه یې د بیان دی. بیان یوه خبره په بېلابېلو بڼو باندې څرګندول یا واضح کولو ته بیان وایي. بیان کې تشبیه، کنایه، مجاز؛ اوس وخت کې اسطوره، پراډوکس، حس‌امیزي… هم راوج شوي. کله چې موږ په بیان علم کې د تشبیه برخه وایو، هلته اړیو چې مشبه، مشبه به، وجه شبه، ادات تشبیه… پیدا کړو. د دې رکنونو پیدا کول فکر او دقت ته اړتیا دی. کله چې موږ د دغو برخو د پیدا کولو لپاره فکر وکړ؛ نو موږ د ژوند په ټولو برخو کې فکر کوو. له ستونزې سره د مخ کېدلو په وخت کې یې حل لارې باندې فکر کوو. دا مضمون مو په شعر کې په فکر کولو باندې روږدی کوي. د دې ترڅنګ د شعر لوستل مو د هغه مانا او په شعر کې پروت پیام ته متوجې کوي. کله چې موږ شعر تحلیل او تفسیروو؛ نو بیا هم فکر کوو.

د تخیل په روزول کې ټول ادبیات ونډه لري. کله مو چې تخیلي قوه قوي شوه؛ نو موږ کولای شو، لوړ فکر وکړو، په ورځني ژوند کې یې تطبیق کړو، له هغې نه په برداشت سره نورو ته مشورې ورکړو. د تخیلي قوي روزل، بیا هم د ادب او شعر کار دی.

د شعر نه لرې خلک او هغه کسان چې شعر نه لولي. له ژوند نه خوند نه اخلي. تخیلي قوه یې کمزورې وي. په خبرو کې تاثیر نه وي. خبرې یې ګډوډې وي. په ټوله کې هغه مهارت چې په شعر لوستلو باندې پیاوړی کېږي، نورو برخو کې یې ممکن کم ووسي.

که نور هېڅ نه کوئ؛ نو د ذهني سکون او ادبي تندې د خړوبولو لپاره شعر لوستل ترسره کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.