جرمني افغانستان ته د خطرناکو او قانون ماتونکو کډوالو د بېرته استولو امکانات څېړي

152
د جرمني د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزر

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې پرېکړه کړې چې افغانستان ته د خطرناکو او قانون ماتونکو کډوالو د بېرته استولو امکانات وڅېړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر د هغو امکاناتو په اړه د څېړنې پرېکړه کړې چې له مخې یې وکړای شي افغانستان ته د مجرمینو او خطرناکو کډوالو د بېرته ستنول پیل کړي.

د جرمني دولتي رسنۍ دويچه ويله د رويټرز د يوه راپور په حواله ليکلي چې د دغه هېواد د کورنيو چارو وزیرې ويلي چې په داسې مواردو کې بايد د جرمني امنيتي ګټو ته په ښکاره ډول د ایستلو له پروسې د اغېزمنو کسانو د ګټو په پرتله لومړيتوب ورکړل شي.

دغې رسنۍ د رویټرز خبري اژانس د راپور په حواله لیکلي چې د هغو سوريایي وګړو د ایستلو د بیا پیل امکان هم تر څېړنې لاندې دی چې درانه جرمونه یې کړي او یا هم خطرناک بلل شوي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې ټینګار کړی، هغې ته څرګنده ده هغه کسان چې د جرمني امنیت ته احتمالي ګواښ پېښوي، باید ژر تر ژره وایستل شي.

نوموړې زیاته کړې، دوی د هغو مسلمانانو ترمنځ چې په خبره یې، له دوی سره تړاو لري او د هغو اسلامپالو تر منځ چې د دوی پر ضد جنګېږي، توپیر په نظر کې نیسي.

دا پرېکړه د جرمني په مانهایم ښار کې د چاقو په وسیله د یوه افغان وګړي له حملې وروسته د خطرناکو او قانون ماتونکو کډوالو د ایستلو په اړه د تقاضاوو له ډېرېدو سره شوې ده.

په ورته وخت کې د جرمني ښي اړخی ګوند هم له افغانستانه د کډوالو د منلو د بهیر د بندېدو او د هغو افغان او سوريایي کډوالو د ایستلو غوښتنه کړې چې په خبره یې د جرمني داخلي امنیت ته ګواښ پېښوي.

د جرمني د ښي اړخي ګوند مشرانو ایلیس ویدیل او ټینو کروپالا ویلي چې د دې اقدام لپاره باید د جرمني دولت د طالبانو له حکومت سره دیپلوماتیکې اړیکې پیل کړي.

د جرمني ښي اړخی ګوند په دغه هېواد کې یو له مهمو او ځواکمنو ګوندونو او د کډوالو ضد ګونډ بلل کېږي.

دې مسئلې یو شمېر هغه افغان کډوال اندېښمن کړي چې تازه جرمني ته کډوال شوي دي.

دوی وايي چې د یوه کس جرم نه باید د هغه ټول هېوادوال اغېزمن کړي.

له دې ډلې افغان کډوالو احمد وايي چې د خپل پلرني کور د پېرلو، په ترکیه کې د حد اقل درېیو کلونو تېرلو او په قاچاقي لاره کې له درېیو میاشتو زیاتې مودې مزل وروسته څو اوونۍ مخکې جرمني ته رسېدلی دی.

هغه دې هېواد ته یې د کډوالۍ موخه د روښانه راتلونکې درلودو او خوندي ځای کې اوسېدل بولي.

جرمني کې افغان کډوال احمد وايي: دا شخصاً زما او زما په شان د نورو افغان کډوالو د اندېښنې لامل شوي چې د یو افغان اعمال پر موږ ټولو افغان کډوالو باندې څومرې اغېزې درلودلی شي.

هغه زیاتوي: “له بده مرغه د نن ورځې خبرونه ښیي چې د المان ښي اړخی ګوند او یو شمېر الماني وګړي د افغان کډوالو د ایستلو غوښتونکي دي، دا شخصاً زما او زما په شان د نورو افغان کډوالو د اندېښنې لامل شوي چې د یو افغان اعمال پر موږ ټولو افغان کډوالو باندې څومرې اغېزې درلودلی شي.”

یو بل افغان کډوال په خبره یې د پناه غوښتنې د نه منل کېدو له وېرې یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو سره خبرو کې ږرته اندېښنه مطرح کړه.

هغه وايي: “د المان ښي اړخي ګوند ویلي چې پر افغان کډوالو دې محدودیت وضع شي، د هغو کسانو لپاره د اندېښنې وړه ده چې نوي المان راځي، دا هغو نورو افغان کډوالو لپاره هم د اندېښنې لامل شوې چې ۶ میاشتې یا یو کال وړاندې دلته راغلي دي.”

دا په داسې حال کې ده چې د جرمني په مانهایم ښار کې د اسلام ضد ډلې پر غونډې یوه افغان د چاقو په برید کې یو جرمن پولیس وژلی او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.

دا غوښتنې او اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته زرګونه افغانان د امنیتي ګواښونو په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله د جرمني په ګډون ګڼو هېوادونو ته کډوال شوي او یا یې پناه غوښتنه کړې ده.

اوسمهال د دغو کسانو یوه لویه برخه د جرمني په ګډون د دغو هېوادونو له لوري د پناه ورکولو په اړه مثبت ځواب ته انتظار دي.

ازادی رادیو

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.