!ځوانان او فتنه

حسان مجاهد

86

په نن زمانه کې له یو لړ هغو فتنو څخه چې مسلمان ځوانان ورسره مخ دي، يوه هم د ښځو فتنه ده او دا تر ټولو سخته او زيانمنه فتنه ده؛ رسول الله ﷺ فرمايي: ما له ځانه وروسته د ښځو له فتنې پرته بله هيڅ داسي فتنه نه ده پرېښې، چې د نارينه وو لپاره ډېره زیانمنه وي.[البخاري کتاب النکاح]
هغه أسباب چې ځوانان یې د ښځو په فتنه کې ښکېل کړي دي
١_په ټولنيزو رسنيو، تلویزیوني چینلونو، سريالونو، ډرامو او بېلابیلو خپرونو کې د لوڅو ښځو عکسونه او فلمونه.
٢_په مجلو، اخبارونو، مهالنيو، تجارتي اعلاناتو او ښاري لوحو باندي د ښکلو او جالبو ښځو عکسونه.
٣_ په بازارونو او سړکونو باندي د بې حجابه ښځو آزادانه او عامه ګرځیدل.
٤_د ټليفوني تماس په ذريعه د پرديو نجونو او هلکانو ترمينځ پټې او نامشروع اړیکې ساتل.
٥_په سیاحتي پارکونو، تفريحي ځايونو او دکال په مختلفو لمانځل غونډو او مېلو کې د ښځو او نارينه وو اختلاط(ګډون).
٦_ساز، موسیقي او د ډمو سندرغاړو سندرې اورېدل. ٧_په ښوونځيو، مؤسسو، کارخونو، مارکیټونو، هوټلونو او ترانسپورتي شرکتونو کې د نارینه وو او ښځو ترمينځ اختلاط.
٨_ عشقي او افسانوي کتابونه، ناولونه او کيسې لوستل.
د يادې فتنې دنیوي او اخروي زيانونه
١_ کفر او له خپل دينه انحراف: د تاريخ په اوږدو کې دا په یوځل نه په ځلونو پېښه شوې ده چې د يو چا له کافرې ښځې سره علاقه پيدا شوې، په نتیجه کې یې خپل دين پريښى او کفر يې قبول کړی دی؛ إبن جوزي رح په خپل کتاب(ذم الهوا) کې په دې بحث مستقل باب ايښى دی، چې کوم کسان د مجازي عشق له امله کافران شوي دي. نن سبا زیات شمېر مسلمانان ځوانان د کافرو ښځو فتنه کې ولويږي، بالآخره له خپل اسلامي هیواد څخه کډه شي او هملته له خپلې ښځې سره یا یهودي شي او یا هم نصراني شي.
٢_ تریخ ژوند: ډېر ځوانان چې کله خپله معشوقه له لاسه ورکړي، نو سمدستي د ژوند له ترخو تجربو او کړاونو سره مخ شي او ډېر وخت له خپل ژونده تردې کچې تنګ شي چې ځان وژنه وکړي.
٣_له الهي احکامو سرغړونه: کوم ځوانان چې د ښځو په فتنه او ناروا عشق کې را ګير وي، ټول وخت يې له الهي احکامو په سرغړونه کې تیریږي لکه: پرديو ښځو سره خبرې، هغوی سره يوازيتوب، هغوى ته کتل او هغوی سره د زړه تعلق ساتل.
٤_ ناروغۍ: دوی په ډول ډول رواني او روحي ناروغيو اخته وي.
٥_بې کاري: داسي ځوانان تل په فکرونو او غمونو کې ډوب وي، له ديني او عصري زدکړو او ددنيا له بل هر ډول کسب څخه زړه توری او بې برخي پاتي وي.
٦_خپل هدف له یاده ایستل: داسي ځوانانو د ژوند تر ټولو ستر ارمان او هدف خپلې معشوقې ته رسېدل وي او هغه پاک او سپيڅلى هدف یې له پامه غورځولی وي، چې دهغه لپاره دی پيدا شوی دی.
٧_د خلګو په زړونو کې منفور کېدل: دا ډول ځوانان د خلګو په زړونو کې منفور او د هغوی پر وړاندي داسي سپک او بې قدره وي چې څوک د سړي په سترګه نه ورته ګوري.
٨_ د مور او پلار نافرماني: دا ډول ځوانان ډېر وخت د مور او پلار نافرمانه وي او د کورنۍ دغړو تر مينځ شخړې او اختلافات رامنځته کړي.
٩_نعمتونه ضايعه کول: دوی خپل قیمتي عمر، ورځنی ژوند، خدای ورکړي سالم حواس/اندامونه، مال او سامان ټول د ناچیزه نفسي غوښتنو په مينه کې مصرفوي.
١٠_ له حق څخه ړوندوالی: ددوی زړونه سخت شي، د عبادت ذوق او خوند له لاسه ورکړي، د مخلوق په مينه کې تر دې کچې ډوب شي چې غوږونه يې د حق له اوريدلو کاڼه او سترګې یې د حق له ليدلو ړندې شي، هره ناروا ورته ښايسته ښکاري او له خالق او مخلوق څخه د حیا ماده پکې ختمه شي.

د ښځو له فتنې څخه د خلاصون لارې
١_ د نظر ساتنه: پرديو ښځو ته کتل یو ډول زنا ده؛ ځکه رسول اللهﷺ فرمايي: د سترګو زنا (پرديو) ته کتل دي. [بخاري]
علامه شنقیطي رح ليکي: دا څرګنده خبره ده چې نظر د زنا لامل دی؛ ځکه څوک چې د ښځې ښايست ته ډېر ګوري، هغه ددې لامل شي چې په زړه کې یې دهغې ښځې مينه پيدا شي او په پایله کې دا ناروا مينه د هلاکت(زنا) سبب وګرځي، ځکه نو ناروا نظر د زنا یو استازی دی.[تفسير اضواء البيان]
ابن قيم رح ليکي: حرام نظر په زړه کې داسي اغېز کوي، لکه غیشی په ښکار کې، غیشی که ښکار ونه وژني، زخمي کوي يې خامخا.
٢_ د ښځو له فتنې وېره: ستر تابعي سعيد ابن مسیب رح( په داسې حال کې چې عمر يې تر اتيا کاله اوښتی و او په يوه سترګه ړوند و) وايې : زه دښځو له فتنې ډير ويريږم. ابو مليح رح وايي: که یو څوک د پيسو ډک کور راته امانت کړي؛ نو په ځان باور لرم خو که يوه ښځه راته امانت شي؛ په ځان باور نه لرم. میمون بن مهران رح وايي: هيڅ کله له پردۍ ښځې سره مه يوازي کیږه؛ که څه هم نفس درته وايي چي قرآنکریم ور زده کړه. ځينو سلفو به ويل: د زمري او مار شاته ځه، خو په ښځه پسي مه ځه!. حضرت عبدالله بن عمر رض په هغه دروازه تر مرګه پوري نه ده داخل شوی، کومه دروازه چې د ښځو لپاره ځانګړې شوې وه.
٣_ ژر تر ژره نکاح کول: رسول اللهﷺ فرمايي: ای ځوانانو! په تاسو کې چې څوک پر نکاح قدرت لري، نکاح دي وکړي؛ ځکه نکاح د سترګو او شرمګاه لپاره غوره ساتونکی دی او څوک چې پر نکاح قدرت نه لري، هغه دي روژه ونيسي؛ ځکه روژه دده لپاره د خصي کيدلو په څېر ده(يعني له ناروا يې را ګرځوي)[رواه الشيخان]
٤_ په ګټه ترلاسه کولو کې حرص کول: کوم ځوانان چې د ژوند قیمتي ورځې او شپې فارغې تېروي، ډېر وخت یې نفس او شيطان په ډول ډول فتنو او ګناهونو کې را ګير کړي، ددې لپاره لازمه ده چې ځوانان له خپل قیمتي وخته ګټه پورته کړي، په دیني او دنیوي امورو کې کمال او مهارت ترلاسه کړي.
٥_ښځو ته له ورتګه ځانه ساتل: رسول اللهﷺ فرمايي: تاسو(نارينه)ښځو ته مه ور ننوزئ! یو چا ترې وپوښتل: آیا د خاوند ورور، وراره، پلار او یا بل قريب ښځې ته ور تلای شي کنه؟ رسول اللهﷺ وفرمايل: دوی خو د ښځې لپاره مرګ ده(يعني تر پرديو ددوی فتنه قوي ده؛ ځکه پردي خو ښځې ته نشي ورتلای او دوی زړور ورتلای شي)[بخاري او مسلم]
داشان رسول اللهﷺ فرمايي: کله چې سړی او ښځه سره يوازي شي، نو دريم يې شيطان ده، يعني شيطان ته ددې ښه موکه برابره شي چې دوی دواړه په فتنه کې واچوي.[احمد او ترمذي]
الله تعالی دي زموږ ټول ځوانان له فتنو وژغوري. پای
ماخذونه: [السير٢٣٧/٤]
[الشباب والفتن المعاصرة ص ٣١]

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.