ته شه راز دار د مينې

هاجره شاجان حرکت

180

د وطن پيغله وايې:

زه سـتـا د مـينې شاتریـنـه تـه خشـکيار د مينې
جـانـانـه  مـيـنه کـوه سپـينه شـه مالـيار د مـينې

پـــه درنــاوي زمــا د مــيــنــې ارزونــه وکــړه
پـوه  شــه  په راز  د نزاکت  او په  اسرار د ميـنې

تــه سنــدريـز غـزل شـه پـورتـه ولـولـې راولــه
د محـبـت فـضـا کـړه جـوړه تـابـعـدار د مـيـنـې

په پـټـو سترګو په نادودو پـسـې مـه زغــله نـور
ورستو دودونو تـه کړه شا په سمه لار د ميــنـې

تر څـو خپرې بـه وي ټولـنه کـي د ظـلم تـيـارې
له تـورتـمو نـه رابـهر، شـه مشعـل دار د مـيـنې

د عشق رڼا دې خپل مالت کې لکه لمر خپـره کړه
رغـوه کـور پـه محـبـت ته شــه رازدار د مــيـنـې

د ژونـد مـلګــرې پـر سـپـيـڅـلي درشــل ودروه
دریځ بدل که دې کړ شي به ته تاجدار د ميـنې

د ښـځو کار او پوهـه کـړي هـره  ټـولـنـه بـسـیا
د نـاروا مـخ تـه شـه خـنـډ علــمبـردار د مـيــنې

روښـنايې سـپينه د عـلومو دې د کور رڼـا کــړه
مور چې عالمه وي اولاد شـي پوهـنيار د ميـنې

چې سليمان (ع) يې د خـرد لوړوالې و مـنــلو
بـيا مـلکه د ســبا راغـلـه پـه اقــرار د مـيـنـې

ويده ذهـنو ته روښـنايې د اسـلامـيت ورکـړه
له جهالت  لـري  واټن کړه شه سردار د ميـنې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.