ایران کې ۵۰ سلنه بهرني شرکتونه د افغانانو دي

73
هجرت الله کاکړ(پژواک) — د ایران د اسنادو او ځمکو ثبت سازمان وایي چې دغه هېواد کې ۵۰ سلنه ثبت شوي بهرني شرکتونه د افغانانو دي.
د تسنیم خبري اژانس په نوم یوې ایراني رسنۍ پرون په یوه راپور کې د ایران د اسنادو او ځمکو د ثبت سازمان د ویاند صفدر کشاورز له قوله لیکلي چې په دغه هېواد کې ۵۰ سلنه ثبت شوي شرکتونه د افغانستان د خلکو دي.کشاورز ویلي، په دغه هېواد کې ۲۵ سلنه شرکتونه د عراقیانو او ۲۵ سلنه نور بیا د کویټ، پاکستان، چین، سعودي عربستان، بحرین، هند او د ترکیې په اوسېدونکو پورې اړه لري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ۱۳۸۱ کال کې د بهرنۍ پانګونې د ملاتړ او هڅونې قانون له تصویب راهیسې تر اوسه په ایران کې ټولټال ۸۲۴۱ بهرني شرکتونه ثبت شوي دي.

ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده جواد وویل، له تېرو څلورو لسیزو راهیسې ایران د زرګونه افغانانو کوربه دی او له شک پرته افغانان په هغه هېواد کې د پانګونې او سوداګرۍ خاوندان شوي دي.

هغه وویل، په داسې حال کې چې زیات شمېر پانګوال بېرته هېواد ته راستانه شوي، خو لاهم راپورونه وایي چې په ایران کې د افغانانو پانګونه میلیونونو ډالرو ته رسېږي.

نوموړي په ایران کې افغان پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هغوی ملاتړ کوي او په ایران کې افغان سفارت او نورې اتشې تل د هغوی په خدمت کې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.