الکوزی: د ایران د بهرنیو پانګو لویه برخه د افغانانو ده

94

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي تاییدوي چې د ایران د بهرنیو پانګو لویه برخه د افغانانو ده.

په ایران کې د افغان پانګه‌والو د پانګونې کچه تر درېیو میلیاردو ډالرو ښودل شوې او لویه برخه یې د هغو پانګه‌والو ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ایران ته تللي دي.

د ایراني چارواکو په خبره چې د پانګې اچونې اندازه هر کال د بدلون او زیاتېدو په حال کې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال خان جان الکوزي د یکشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې د طالبانو په بیا واکمنېدو د افغانستان ګڼو پانګه‌والو په تېره بیا له لوېدیځو ولایتونو خپل شرکتونه او پانګې ایران ته منتقل کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال خان جان الکوزی

هغه وویل: “په ایران کې شرایط ښه دي، هلته برق دی، هلته سهولتونه دي. دویم دلته چې افغانستان کې دا تغییر راغی یو تعداد خلک له ډېرو مشکلاتو سره په اول سره کې مخامخ وو نو یو حالت و په روحي لحاظ باندې دوی هم هلته تللي. که څه هم اوس افغانستان کې شرایط بېرته ښه شوي اما دوی ځکه اوس هلته تللي چې کورنۍ، تعلیم او تربیه او ځینې سهولتونه شته. دوی اوس هلته کاروبار کوي. دا سمه خبره ده چې په ایران کې افغانانو ډېره پانګونه کړې ده.”

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو په بیا واکمنېدو د نږدې اکثرو بهرنیو پانګه‌والو په وتلو سربېره ګڼو افغان پانګه‌والو هم خپلې پانګې او شرکتونه له افغانستانه وایستل چې لویه برخه یې په ایران، متحده عربي اماراتو او څه ناڅه په ترکیه کې فعاله دي.

د ایران د اسناد او املاکو سازمان دا اوونۍ ویلي چې دمګړی څه باندې نیمايي بهرني شرکتونه د افغانانو دي.

د ازادي راډیو فردا څانګې د دغه سازمان د ویاند صفدر کشاورز په حواله لیکلي چې په ایران کې له ۸زره او ۲۴۱ بهرنیو شرکتونو نیمايي په افغانانو پورې اړه لري او دوی ورته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د ایران د بهرنۍ پانګونې د خونې رییس حسین سلیمي هم تېره میاشت رسنیو ته ویلي چې په تېر یو نیم کال کې د افغان پانګه‌والو د پانګونې کچه دوه برابره شوې ده.

د هغه په خبره افغان پانګه‌وال له وړو درې لکه ډالري پانګونې نیولې تر شل میلیون ډالرو پورې پانګونې په ایران کې کړي دي.

ارشیف: په افغانستان کې د رومیانو د پروسس یوه فاریکه. اوس ویل کېږي چې ګڼ شرکتونه ایران ته تللي او هلته یې په بېلابېلو برخو کې پانګونې کړې دي.
ارشیف: په افغانستان کې د رومیانو د پروسس یوه فاریکه. اوس ویل کېږي چې ګڼ شرکتونه ایران ته تللي او هلته یې په بېلابېلو برخو کې پانګونې کړې دي.

دا پانګونې اکثر د غذايي موادو د بسته بندۍ په برخه کې دي چې حبوبات او د بانجانو رُب یې لویې بېلګې یادېږي.

د پانګونو بله برخه هم د ساختماني موادو ته که څه هم دا برخه په افغانستان کې د ودانیزو شرکتونو د کاروبار په کمېدو لږ څه کم رنګه شوې ده.

افغانان تېر کال په ایران کې د بهرنیو پانګه والو په سر کې وو او ورپسې چینایان او عراقیان د یادولو دي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویلي چې دوی افغان پانګه‌والو ته د کار او فعالیت زمینه برابره کړې او ورنه غواړي چې خپلې پانګې بېرته افغانستان ته منتقل او هلته یې په کار واچوي.

که څه هم ایران د افغان شتمنو او پانګه‌والو لپاره د اوسېدو او کاروبار ښې زمینې برابرې کړي او د خپل هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ترې کار اخلي، خو د لکونو هغو عامو افغانانو د ایستلو پروسه یې جاري ساتلې چې پخوا کلونه او یا د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بېوزلۍ او تحولاتو په خاطر ایران ته کډوال شوي.

16x9 Image

صفي‌الله ستانکزی/ ازادی رادیو

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.