پلاره! درځه (لنډه کیسه)

ژباړه: عابد لويال

215
د بس په تم ځای کښې زاړه سړي او يوې اميدوارې ښځې د بس انتظار کاوه
زاړه سړي ډېر په غور د ښځې ګېډې ته کتل، هغه ورته وويل  څويمه مياشت دې روانه ده؟
ښځه پرېښانه شوله، هغې خو اول د زاړه سړي و سوال ته هيڅ ارزښت ور نه کړ، خو لږ وروسته يې جواب ورکړ:
درويشتمه اوونۍ مې ده.
زاړه سړي بیا وپوښتل: ايا دا دي لومړۍ لنګون دی؟
ښځې ورته وويل: هو
زاړه سړي ورته وويل خفه کېږه مه هر څه به سم شي.
ښځې له يو عالم غمونو باوجود هم  په ګېډه لاس کښېښود. اوښکې يې تم کړې، او د ده خوا ته يې ور وکتل.
زاړه سړي ورته وويل: کله کله داسې کېږي چې د انسان د پرېښانۍ احساس ځينې وخت په داسې شيانو هم زياتېږي، چې د هغه له پاره د ډېر  فکر کولو هيڅ ضرورت نه وي.
اميدوارې ښځې په خفګان سره جواب ورکړ: “ممکن”
زوړ سړی نور هم په تجسس کښې ښکارېدی، داسې مالومېږي چې وخت ډېر په کړاو درباندې تېرېږي،  خاوند دې ولې نشته درسره؟
هغې جواب ورکړ:  څلور مياشتې مخکښې هغه زه پرېښودلم.
زاړه سړي ترې وپوښتل: ستا د کورنۍ غړي يا نور خپلوان هم له تا سره نشته؟
ښځې يو اوږد اسويلی وکيښ او ويې ويل:
زه صرف له خپل رنځور پلار سره اوسېږم
زاړه سړي ورته وويل: باوري يم چې هغه به ستا له پاره کلکه تکيه وي.
د ښځې تر سترګواوښکې وبهېدې هغې وويل: هو! چې تر کومه هغه په دغه حالات کښې وي.
زاړه سړي پوښتنه ترې وکړه: هغه له کومه رنځه ډېر سر ټکوي؟
ښځې جواب ورکړ: هغه ته دا نه ور يادېږي، چې زه څوک يم.
هغه خپله دا اخري جمله د هغه بس تر راتګه لږ له مخه وويله چې دوی به په کښې تللو هغه ولاړه شوله، او ويې ويل زموږ بس راغی
هغه دويم ځل شاته را وګرځېده او هغه زوړ سړی يې تر لاس ونيو، او ورته ويې ويل:
پلاره! درځه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.