سنځله، ونه او مېوه – ۱ برخه

ګل آغا احمدي وردګ

199

سنځله یوه سورمخې، اشتها آوره، ښایسته او په زړه پورې وچه مېوه ده چې د نړۍ د پنځو سترو وچو په یو شمېر هېوادونو کې یې د ونو کرونده دود ده او دغه ښایسته مېوه حاصلات لري. سنځله مېوه له داسې ونې څخه لاسته راځي چې ډېره لوړه نه وي، په خپلو څانګو کې تېره اغزي، زېړ ګلان او نقریي پاڼې لري، د نړۍ په سړو او معتدلو سیمو کې زرغونېږي او ونې یې له پسرلي څخه تر مني پورې خپله مېوه پوخوالي ته رسوي. سنځله د انسانانو تر منځ د مېوې او درمل په توګه د استعمال ګڼ شمېر موارد لري،  له ګل څخه یې په زړه پورې عطر جوړېږي او سنځلې نوم پښتو ادب ته لار موندلې ده.  سنځله مېوه د افغانستان په وردګ، لوګر، پکتیا، پروان، کاپیسا، خوست، غزني او داسې نورو سیمو کې تولید کېږي. په دې لیکنه کې د سنځلې په هکله معلومات وړاندې شوی دی.

عمومي معلومات

سنځله د افغانستان د خوندورو او طبي وچو مېوو له جملې څخه ده. دغه مېوه چې غالبا سور، نارنجي یا ژېړ بخن رنګونه لري، د نړۍ په ځینو نورو هېوادونو سربېره په افغانستان کې هم تولید کېږي او له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته صادرېږي. د سنځلې ونه ځنګلي او اغزي لرونکې ونه ده، غالبا د مېوه دارو باغونو د حفاظتي دېوالونو سره څېرمه، د کرنیزو ځمکو ګرد چاپېره، سېل راوتونکو معبرونو او داسې نورو ځایونو کې کرل کېږي. د سنځلې ګلان چې زېړ رنګ لري داسې خواږه عطر تولیدوي چې له لرې لرې څخه یې د انسان دماغ حس کولی شي. سنځله نوم او د سنځلې ښکلاییز انځور د پښتو ادبیاتو نثري او شعري کلام ته د استعمال لاره میندلې او د نوم په اورېدو سره یې د انسان ذهن ته د سنځلې ونه، زېړ ګلان، سپين چکې پاڼې، الواني رنګه مېوه او اشتها لرونکی خوند نېغ په نېغه ودرېږي. سنځله نه یوازې دا چې په افغانستان کې یوه ښکلې ونه او په زړه پورې مېوه ګڼل کېږي، بلکي سنځله نوم د افغانستان په پښتني سیمو کې په ځینو ښځینه انسانانو اېښودل کېږي. پر دې سربېره د افغانستان ځینې سیمې لکه ۱.د وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ (سنځله کلی)، ۲.د کابل ولایت د ماهیپر په سیمه کې (سنځله کلی)، ۳.د کوزې پښتونخوا په چمن سیمه کې (سنځله رېل سټشن) چې په ۱۸۹۵ زېږدیز کال جوړ شوی، ۴.د خوست ولایت د موسی خېلو په ولسوالۍ کې (سنځلۍ کلی)، ۵.په ننګرهار ولایت کې (سنځلۍ) سیمه، ۶.د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ (سنځلۍ سیمه) او داسې نور چې ژورې تاریخي ريښې لري. همدارنګه ځینې رسنۍ هم د سنځله په نوم فعالیت کوي لکه په کابل کې پخوانۍ (سنځله مجله) او په کندز کې معاصره (سنځله مجله). د سنځله په نوم څو ادبي ټولنې هم شته او لوګر ولایت د (سنځل ګل) په نوم کلنۍ مشاعره لري. سنځله نوم همدارنګه د پښتو ژبې په لنډیو، سندرو، غزلونو، شعرونو، نثرونو او مینه ناک کلام کې د استعمال ځانګړی مقام لري. له بلې خوا سنځله داسې لفظ دی چې په نورو ژبو کې نشته ځکه چې د (ځ) توری چې په نورو ژبو کې نه موندل کېږي او دا لفظ د پښتو ژبې د ځانګړو کلمو څخه دی.

نوم

سنځلې ته په دري ژبه کې (سنجد)، په عربي ژبه کې (الغبیرا) په ترکي ژبه یې (ایګده) او په انګلیسي ژبه کې روسي زیتون، الیسر، روهمین، ډیزرټر، بکټورن Russian Olive, Rohemian Oleaster, Deaster, Buckthorn  ویل کېږي.

ونه

د سنځلې ونه چې غالبا په سړو او معتدلو سیمو کې راشنه کېږي، پسرلی مهال د وري په میاشت کې غوزې کوي، د غوایي په میاشت کې پاڼې کوي، د غبرګولي په میاشت کې ګل کوي او زېړ ګلونه یې تر تویېدو وروسته د سنځلې په مېوه بدلېږي. د سنځلې د سپين چکو نقریي پاڼو په منځ کې تیاره شنې ردې تېرې شوې وي او مېوه یې د مني د موسم د لړم په میاشت کې پخېږي. د سنځلې ونه د علمي او تخصصي نظره د Elaeagnus Angutifolia  په کورنۍ پورې اړه لري او د Dicotyledon بوټی دی. دغه ونه د خپلې ودې زیاته برخه د پسرلي او مني په موسمونو کې اخلي او د ګل بوی یې داسې جادویي خاصیت لري چې آن د سنځلې د ونې په سل مترۍ کې هم احساس کېږي او د انسان زړه په ناببره توګه په خپلو پستو وږمو کې ورنیسي. د دې ونې مېوه په اوړي کې منځته راځي، تر مني پورې دوام کوي او د مني په وروستیو کې پخېږي. د سنځلې ونه ډېره لوړه نه وي، اوږدوالی یې تر ۱۰ متره او سور یې ۳۰ متره پورې رسېږي، دا ونه ګڼې څانګې کوي او په څانګو کې اغزي هم لري. د سنځلې ونه د ریښې، تخم او په قلمي توګه تکثیر کېږي، لرګی یې ډېر کلک وي او د وچکالۍ په مقابل کې له ځانګړي مقاومت څخه برخمنه وي. کله چې د سنځلې ونه وکرل شي نو له دریو کلونو څخه وروسته د دې جوګه کېږي چې مېوه ونیسي، له ۴ څخه تر ۵ کلونو پورې تولیدات پیل کړي او تر ۲۵ کلونو پورې عمر لري. د دې ونې ریښې د Nitrogen Fixing root  Nodules موادو درلوونکې وي او دغه مواد له سنځلې سره مرسته کوي چې په ډېره غریبه خاوره کې هم د ودې وړتیا پيدا او له هغې سره توافق ترلاسه کړي. د افغانستان په زیاترو سړو او معتدلو سیمو کې سنځله ونه شنه کېږي او مېوه تولیدوي. یو شمېر علمي څېړنې دا خبره جوتوي چې سنځله اصلا په چین او جاپان پورې اړه لري او په ۱۹۰۰مه زېږدیزه پېړۍ کې شمالي امریکا دغه ونه پېژندلې ده. د سنځلې له ونې څخه د امریکا د متحده ایالاتو په هېواد کې د ځمکې د تخریب د مخنیوي، د ځمکو د احیاء، د وحشي ژوو د محیط جوړولو او ښکلا په موخه کار اخیستل کېږي او په مسلکي توګه کرل کېږي. د دې بوټي کرونده په غربي او منځنۍ آسیا کې هم دود ده او د روسیې له قفقاز څخه تر ترکیې پورې د دې بوټي اصلي وطن دی. د سنځلې ونې ته په افغانستان کې د زیات اهمیت په سترګه نه کتل کېږي، د دې لپاره چې څانګې یې اغزي او ځنګلي شکل لري نو له ژوو او انسانانو څخه د باغونو د ساتنې په موخه ترې کار اخلي او ونې یې له مېوه لرونکو باغونو یا کروندو څخه یوه دفاعي ـ ځنګلي لیکه تشکیلوي. د دې سنځلیزې اغزي لرونکې لیکې موخه دا وي چې باید باغ، یا کروندې ته څاروی په آسانه د ننه نه شي او هغه ته زیان و نه رسوي. د سنځلې ونې ته باد ماتونکې یا Wind Break ونه هم وایي چې کمې اوبه غواړي، په تروشه یا مالګینه خاوره کې هم وده کولی شي، کلکې ریښې لري، د سېلابونو په مقابل کې په لوړه درجه مقاومت کولی شي او په یو کال کې شپږ فوټه وده کوي.

مېوه

سنځله داسې سور رنګې مېوه ده چې له ونې څخه لاسته راځي. دغه مېوه کله چې له ګل څخه ووزي او خامه وي نو په لومړي سر کې زرغون رنګ لري، وروسته یې پوستکی سپين چک، سپېره یا نقریي رنګ ته بدل شي او کله چې پخه شي سور، زېړ، الواني یا جګري رنګ ځانته غوره کوي. د سنځلې مېوه له دریو برخو څخه تشکیل کېږي چې پوستکی، غوښه یا اوړه او د سنځلې مندک ده چې په منظم ډول جوړه شوې وي. د سنځلې مېوه په عمومي توګه په دوه ډوله چې (خرمایي او خوشه يي) ورته ویل کېږي خو دغه مېوه په هره سیمه کې بېل بېل نومونه د ساري په توګه په افغانستان کې ورته خرمایي، حلوایي، کشمیشي، کاغذي او پخته یي سنځلې وایي. سنځله زموږ په هېواد کې ځینې نور نومونه هم لري لکه عادي سنځلې، پوچکې سنځلې، خرمایي سنځلې، زېړې سنځلې، سرې سنځلې او داسې نور. باید وویل شي چې خرمایي سنځلې تر نورو ټولې بهتره، د ښه کیفیت لرونکې، قېمت بها او غوښنې وي. د سنځلو ځینې نور نومونه چې په افغانستان، ایران او د سیمې په هېوادونو کې دود دي، په دې ډول دي: غزلي سنځلې، دراور سنځلې، کلاغي سنځلې، عنابي سنځلې، حسني سنځلې، نقلي سنځلې، خوشه یي سنځلې او داسې نور. په انګلیسي کې سنځلو ته روسیې زیتون، اولیسر، نقریي توت او وحشي زیتون Russian Olive Oleaster, Silver berry, Wild olive, ویل کېږي.

ګلوبل سنځلیزه حوزه

د یو شمېر څېړنو د معلوماتو په اساس د سنځلې ونې د نړۍ د پنځو قارو (آسیا، افریقا، آسترالیا، امریکا، اروپا) په یو شمېر هېوادونو کې کرل کېږي او مېوه یې تولید کېږي. خو په زیاته پيمانه سنځلې په افغانستان، اوکراین، ترکیه، البانیا، هسپانیا، ایټالیا، پورتګال، لبنان، سوریه، فلسطین، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، هند، چین، منګولیا، کاناډا، روسیه او داسې نورو هېوادونو کې تولید کېږي. د یو شمېر ایراني سرچینو د معلوماتو له مخې په آسیا کې د سنځلو تر ټولو زیات تولیدونکي هېوادونه هند، چین او ایران دي. دغه درې هېوادونه د سنځلو د روزنې منظم باغونه او فارمونه لري او هر کال زرګونه ټنه سنځلې په مسلکي توګه تولید، بسته بندي او نړیوالو بازارونو ته عرضه کوي. د یوې سروې له مخې د ټولې نړۍ په کچه البانیا هغه هېواد دی چې وګړي یې ډېر سنځل خواره دي او په یاد هېواد کې د نورې نړۍ په نسبت ډېرې سنځلې مصرف کېږي.

د سنځلې طب

د سنځلې د ونې له بېلابېلو برخو لکه مېوه، پوست او شېرې څخه طبي ګټې حاصل کېږي او د سنځلې ونه، پاڼې، ګلان، مېوه، اوړه، پوستکی، لرګی او  رېښې زیات شمېر روغتیایي ګټې لري. د دې ونې له پوستکي څخه (تتراا هیدرو آرمور میتل) ماده اخراجېږي او د دې ونې له پاڼو څخه د (اکانویید) په نامه کیمیاوي ماده په لاس راځي چې دا دواړه په طبي درملو کې پراخ استعمال لري. د سنځلې مېوه درې برخې لري لکه (پوست، منځنۍ برخه او هستي)، د سنځلې منځنۍ برخه دوه ډوله قندي ګلوکوز او فرکتوز لري. همدارنګه دغه برخه ۷ ډوله اشباع شوي او غیر اشباع شوي چربي لري او ۱۷ ډوله امینو اسیدونه یې په ترکیب کې موجود دي چې هر یو امینو اسید یې د پراخو طبي ګټو سره مل دی. سنځله د صفرا، قبض، غاښونو، اسهالاتو، بواسیرو، معدې او د معدې د زخم ناروغیو لپاره موثره ده، مېوه یې انسان ته کوم زیان نه رسوي او د هر عمر کسان یې خوړلی شي. دا مېوه د استفراق مخنیوی کوي، سړه تبه لرې کوي او زړه ته قوت بخښي. سنځله د زیتون د غوړو په ترکیب د بدن خارښ کموي، د انسان د مفاصلو د دردونو په ښه کولو کې اغیزمنه ده او د انسان د ویښتانو د ودې سبب ګرځي. همدارنګه سنځله د زیړي، سرطان، د هډوکو درد، دیابت ـ شکر او داسې نورو ناروغیو په مخنیوي کې ګټوره ده. سنځله د وینې فشار نورمال ساتي او د هغو کسانو لپاره ګټوره ده چې ډېرې میتیازې کوي. د سنځلې مېوه A, B, K ویټامینونه لري او له لوی طبي اهمیت څخه برخمنه ده. پښتو لنډۍ ده:

جانانه داسې داسې وایه

چې د وطن سنځلې ګل شي دربه شمه

اخځلیکونه

۱.د سنځلې د ونې او مېوې په هکله د USAD د ادارې څېړنه چې د Nonnative Invasive Plants of Southern Forests Services تر عنوان لاندې تر سره شوې ده.

۲.د سنځلې په هکله د افغان څېړونکي او لیکوال ښاغلي لطیف یاد لیکنه. د لطیف یاد فېسبوک پاڼه.

۳. د سنځلې په هکله د امریکا د متحده ایالاتو د کنټېکټ پوهنتون څېړنه.

۴.غفاري ډایټ ډاټ کام ویب سایټ، خواص سنجد که تا حال نمی دانستید، http://www.ghafaridait.com

۵.نمناک ویب سایټ، سنځله په دودیز طب کې، http://www.namnak.com

۶.سادیه سنځله Sadia Sinzala فېسبوک پاڼه

۷.ټول افغان ویب سایټ، سنځله، www.tolafghan.com

۸.احمدزی، خان ولي، د لوګر د سنځلو په هکله ګزارش، پژواک خبری آژانس، ۲۰۲۲ زېږدیز کال. www.pajhwak.com

۹.د سینځله په نوم فیسبوک پاڼه Sin Zla

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.