د زړه خواله – د وطن په حال ژړا 

فضل الله رشتين

0 605
اداري فساد هم يو حد لري، خيانت هم يو حد لري، رشوت ورکول او رشوت اخيستل هم يو حد لري، غلا کول ، چور کول هم يو حد لري خو زمونږ په هيواد کې دا ټول هر څه د حد له دايرې څخه وتلي دي،فساد  ، خيانت،رشوت، غلا ، چور او چپاول ظلم زياتى  دا هر څه دې حد ته رسيدلي دي چې د افغانستان دولت يې په داخلي او بين المللي سطح رسوا او بد نام کړى دى .  د دولت ډير شمير اراکين په فساد کې لاس لري، څرنگه چې د دولت چارواکي په فساد او غلا کې لاس لري نو بيا سوال نه پيدا کيږي چې څوک دې د فساد او غلا مخه ونيسي ، په هره اداره کې رشوت اخيستل کيږي،که رشوت نه وي نو د چا کار نه کيږي . په ارګ کې اداري فساددى ،په وزارتونو اودولتي ادذرو مې فساد دى .
اوبه له پاس نه خړې دي ، که،داسې نه وې نو د فساد مخه به نيول شوې وه او سمه حکومت داري به منځ ته راغلې وه . په دې وطن کې چې د هر چارواکي لاس رسيدلى دى نو  آسره يې نه ده کړې ،هر يو په دې فکر کې دى چې  د حرامې لارې نه دولت حاصل کړي ، د ځمکو او جايدادونو خاوند شي، ښه کورونه ولري ، ښې موټرې ولري ، نوکر چاکر ولري ، عيش او نوش وکړي، عياشي وکړي ،مزې چړچې وکړي ، دبى ته لاړ شي، ترکيې ته لاړ شي ، اروپا او امريکا ته لاړ شي ، خپل وخت په خوشحالۍ کې تير کړي ، اولادونه يې ارام وي ،  تعليم وکړي، د هوسايۍ ټول وسايل ورته موجود وي .
 نور ولس که په مشقت کې دى ، که په ستونزو کې ژوند کوي ، که بيمار کيږي ، که مړ کيږي ، که وژل کيږي او که هر څه ورباندې کيږي ، بلا ورپسې .
د خلکو د هوسايۍ، د خلکو د خير او فلاح،  د خلکو د ترقۍ ، د خلکو د تعليم ، د خلکو د صحت سلامتۍ ، د خلکو د امنيت ټول مسؤليت د دولت په غاړه دى .
خو، کوم دى دولت ؟ آيا مونږ دولت لرو ؟ که دولت لرو نو بيا ولې زمونږ خلک د فلاکت او بدبختۍ ژوند کوي ؟ آيا دا ژوند دى ؟ ايا دا ژوند دى چې زمونږ خلک يې لري ؟
خلک وژل کيږي، قتل کيږي، زخميان کيږي، خلک د خوړلو لپاره څۀ نه لري ، ماشومان نهار ويده کيږي ، بيماران دوا نه لري، درمل نه لري ،خلک مو د دوا پيسې نه لري ، د ډاکټر د فيس پيسې نه لري ، خلک مو ژوندي دي خو په خپلو سترگو خپل مرګ ويني ، خلک مود تنگسې له لاسه د غريبۍ له لاسه کاونډي هيوادو ته ځي ،هلته وهل کيږي ، ټکول کيږي ، سپګاوى يې کيږي ، وژل کيږي ، لعنت دې وي په داسې ژوند چې زمونږ غريب خلک يې لري
ڷعنت په هغو چارواکو شه ، لعنت په هغو مسؤلينو شه چې د ځان فکر کوي او د ملت په غم کې نه دي .
نه پوهيږم چې ايا دوى ضمير لري ؟ وجدان لري ؟  زه خو وايم چې نه يې لري . دوي که وجدان لرلې ، دوى که ضمير لرلى نو فساد به يې نه کولو ، خيانت به يې نه کولو او لږ شانتى به يې د وطن او خلکو درد احساس کړى وې .
څرنګه چې وويل شول چې په افغانستان کې يو نفر ، دوه نفره يا درې نفره نه دي جې په فساد کې لاس لري ، په افغانستان کې څرنگه چې دنيا وايي ، حتى پخپله د افغانستان دولتي  چار اکي وايي چې فساد د دولت په بدن کې لکه سرطان ور داخل شوى دى، د دولت په رکونو کې لکه چټله وينه دوران کوي، نو ناشونې ده چې د فساد مخه ونيول شي .
دا حکومت چې د فساد سره مبارزه نه شي کولاى او د فساد مخه نه شي نيولى نو بهتره ده چې دا حکومت نور په خلکو حکومت ونه کړي ، که  دا حال روان وي نو ښکاره ده چې بهبود منځ ته نه راځي .
دولت ددې په ځاى چې په ويالو کې  واړه واړه ماهيان ونيسي او کباب يې کړي ، بايد په سمندر کې ستر ستر ماهيان ونيسي نهنگان ونيسي  تر څو په حکومت باندې د خلکو اعتماد راشي چې هو دولت ددې توان لري چې د ويالو په ځاى په سمندرونو کې په غټو ماهيانو او نهنگانو پسې ګرځي ، هغه نيسي او له اوبو نه يې بهر کوي . د يو خژڅو کيسه برانو او غلو نيول  ځواني نه ده ، ځواني هغه ده چې ستر جنايتکاران ونيسې ، لوى مفسدين ونيسې چې  دا هيواد او هيوادوال يې ګروگان نيولي او ساه ايستلو ته يې نه پريږدي .
د افغانستان جوړول د هر افغان وظيفه ده ، له ولسمشر نه نيولې تر يو عادي افغان پورې ټول مسؤليتونه لري ، د چا مسؤليت ستر او د چا وړوکى وي ، د مثال په ډول د ولسمشر مسؤليت او د يو دکاندار مسؤليت يو برابر نه دى ، ولسمشر د ټول ولس مسؤليت لري ، که دى خپل مسؤليت نه شي تره سره کولاى نو دا مسؤليت دې بل چا ته ورکړي ، دا ځکه چې خلک  آرام او په سوله کې ژوند غواړي ، کار غواړي ، روزگار غوړي ، خلک نه غواړي چې هره ورځ يې د کورنۍ غړي په وينو کې لت پت شي ، خلک نه غواړي چې ځوانان او بيګناه خلک شهيدان شي ،،کورونه ېې ويران شي او ژوند يې تباه شي .
صبر هم يو حد لري ، حوصله هم يو حد لري ، د افغانانو د صبر کاسه ډکه شوې ده ، متل دى چې به تنگ آيد به جنگ ايد . هيڅ باندنى هيواد زمونږ واقعى دوست نه دى او نه هم زمونږ په غم کې دى ، هر باندنى هيواد دا کوشش کوي او،کوشش يې کړى جې مونږ سره په جنگ واچوي ، هيڅ باندنى هيواد زمونږ اتفاق او اتحاد نه غواړي . خو متاسفانه په مونږ کې داسې خلک او ډلې شته چې ځانونه يې خرڅ کړي ، وطن يې خرڅ کړى، خپل اولادونه يې خرڅ کړي دي ، او ددې کار نتيجه څه ده ؟ بربادي او بدبختي.
تر څو چې مونږ افغانان يو بل ته تسليم نه شو او يو بل ونه منو ، نو په هيڅ صور ت به مو نږ  سره يو نه شو  او همداسې به سره تقسيم يو ، تر څو چې تقسيم يو تر هغه به مو هم وطن کې جنگ وي او هم به بې اتفاقي او ورور وژنه وي .
دولت او طالبانو ته ښايي چې مذاکرات وکړي او يوې نتيجې ته ورسيږي ،،سوله وکړي او له جګړو نه لاس واخلي ، په جکړه کړه کې عام خلک قرباني کيږي او که دا حال وي نو ډير نور خلک به  قرباني شي  او دا د خلکو په حق کې لويه جفا او نه بخښونکې جرم دى او عظيمه گناه ده .

په درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply