!په توره ارواپوهنه څو خبرې

نبي ستوری

82
له ښاغلي استاد شرف الدین عظیمي سره مې د دغه کتاب په اړه خبرې کولې ورته ومې ویل استاد محترم کله چې ما دا کتاب ولوست داسې انګېرم چې زموږ د اوسنۍ ټولنې اويا سلنه خلک له دغو مسایلو سره مخ دي. استاد راغبرګه کړه، اويا سلنه نه، بلکې ۹۵سلنه خلک په ورځني ژوند کې له دغو مسایلو سره لاس و ګرېوان او کړېږي.
په پښتو کې د نورو په تول تللو خبرو ترڅنګ یوه دا ده چې «مه دومره خوږېږه، چې څوک دې ښوی تېر کړي او مه دومره تریخېږه، چې څوک نفرت درنه وکړي یا دې لرې وغورځوي».
پورتنۍ خبرې بې څه نه دي دا ټول د پښتني ټولنې د ژوند تجربې او واقعیتونه دي، چې خلک په ورځني ژوند کې ورسره مخ شوي. خواږه خلک د نورو د مغرضو احساساتو په لیدو څنګه خپل کنټرول له لاسه ورکوي؟ ایا په هر چا خوش‌باوري پکار ده؟ هر انسان نېک کېدای شي؟
په توره ارواپوهنه کې تر ډېره هغه خلک ژر ټارګیټېږي، چې له حده زيات خواږه وي، په هر چا ژر باور کوي، هر چاته د ښه او خواخوږي انسان په سترګه ګوري. اړینه نه ده، چې دومره دې خواږه یا ترخه شو، چې تعدل له منځه لاړ شي، کله چې په هر څه کې تعدل له منځه لاړ شي؛ نو هغه د بې نظمۍ او خرابۍ خواته روان وي.
که په چا پوه شو، چې زموږ له ښه چلند، احساساتو، خواخوږي او همدردۍ ناسمه او ناوړه ګټه اخلي؛ خو نادیده یې نیسو او د مخنیوي لپاره یې څه نه کوو؛ نو په دې وخت کې زموږ سالموالی تر پوښتنې لاندې راځي، پخپل لاس عاطفه او احساسات د تباهۍ کندې ته ټېل وهو او کنټرول یې د بل چا په لاس کې ورکوو. یو مشهور دام چې ډېری وخت قرباني پکې نښلي دا دی، چې د ناوړه ګټه اخیستونکي په ظاهره احساساتو او چلند ژر باور کوي. فرېب او د تورې ارواپوهنې ورته تخنیکونه هغه قوي ځواک دی، چې پر قرباني د اغېزې یا کنټرول لپاره کارول کېږي.
په توره ارواپوهنه کې د هغو تخنیکونو په اړه خبرې شوې، چې ناوړه ګټه اخیستونکي ورنه د نورو د عواطفو او احساساتو د کنټرول لپاره ورنه کار اخلي. په توره ارواپوهنه کې په دغو تخنیکونو او مېتودونو ځکه بحثونه شوی، چې خلک ناوړه ګټه اخیستنونکي او د هغوی شومې موخې وپېژني، ځان ترې خبر کړي، تر څو د دغو ناوړه خلکو په لومه کې ګېر نه شي او ځان ترې وژغوري. همدا راز په کتاب کې د هرې موضوع د لاښه پوهاوي په پار په هر اړوند څپرکي کې ځینې تاریخي کیسې او بېلګې هم وړاندې شوې. په وروستي څپرکي کې په جلا ډول د هرې موضوع لپاره بیا ځينې تکراري بېلګې وړاندې شوې وې، چې د نه تکرار په پار اړتیا نه وه، چې بیا ځلي راوړل شي. د کتاب د ارزښت او ژباړې په برخه کې به دا ووایم، چې د نورو پرمختللو ژبو په پرتله په پښتو کې په علمي او تخصصي برخه کې ډېر کمی احساسېږي، حتی ما او استاد عظیمي صاحب په دې ډېرې خبرې وکړې، چې دغه کتاب ته به کوم نوم وټاکو، توره ارواپوهنه ورته ووایو؟ تیاره ارواپوهنه؟ د ارواپوهنې تور اړخ؟ د ارواپوهنې منحرف اړخ او… ؟ ځکه دا کتاب اصلا (ډارک سایکالوژي) ده. وروسته دې پایلې ته ورسېدلو چې د دې کتاب لپاره د تورې ارواپوهنې نوم مناسب دی.
له دې معلومېږي، چې موږ د نویو نومونو او علمي اصطلاحاتو له تشې سره څومره مخ یوو.
د ژبې د بډاینې یو غوره لاره له نورو ژبو د ګټورو مطالبو او معلوماتو ژباړه ده. زما په اند غوره به دا وي، چې ژباړه، تحقیق او یا په هره علمي برخه کې کار کوو شعوري، اغېزناک، باکیفیته او ګټور کار وکړو، نه داسې چې په راتلونکی کې په دې برخه کې شوي کار ته موږ او راتلونکی نسل یوازې د وخت د ضایع په سترګه وګوري. د یادونې ده، چې توره ارواپوهنه کتاب مایکل پیس لیکلی او ما (محمدنبي ستوری) ژباړلی، هیله ده چې لوستونکي د ژوند په ډېریو برخو کې له تورو مسایلو سره د مخنیوي په برخه کې ګټه ترې واخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.