ډيره ستوماني او خسته ګي

ژباړه: منصور فرزان

48

ډيره ستوماني او خسته ګي (Fatigue)

ځيني خلک د ژوند په روزمره چارو تر لازم حد زيات په فزيکي او روحي ډول ستړي او ستومانه وي او د ژوندانه مهمي چاري چي په ښه دماغي تمرکز او فزيکي فعاليت سره سترته نسي رسولاي او دغه حالت د شخص پر ژوند باندي منفي اثر اچوي خو ډير سببونه لري چي د سببونو په اصلاح کولو سره شخص حالت څخه مثبت طرف ته تغير کوي.
(اول سبب) ناکافي او لږ خوب:
د يو سالم دماغ او ښه حافظې لپاره په ٢٤ ساعته کي تقريباً د ٧ – ٨ ساعته خوب کول د شپې لخوا ډير ضرور دي. که يو شخص په لازمه اندازه خوب نه کوي دده په دماغي او جسمي فعاليتونو کي ګډوډي رامنځته کيږي او لږ پر دماغ باندي منفي تاثر کوي او شخص په روزمره ژوند کي د زياتي ستومانۍ سره مخامخ کوي.
(د حل لار): هره شپه پر ټاکلي او منظم وخت د خوب بستر ته ولاړ سي ترڅو تر سهاره تقريباً اووه يا اته ساعته لازم خوب وکړئ. د خوب په بستر کي د کمپيوټر، مبايل او تلويزون کتلو څخه ډډه وکړئ ځکه ستاسو څخه خوب بيايي. که ددې برسيره هم ستونزي ولرۍ نو ډاکتر ته مراجعه وکړئ.
(دوهم سبب) په خوب کي خرهارى:
هغه خلک چي د خوب په وخت کي خرهارى کوي د هغوي ناڅاپه د خوب څخه پاڅيږي او خوب يې ګډوډيږي خو دوي پدې نه پوهيږي چي خوب يې خراب سوي دي که څه ٧ يا ٨ ساعته خوب ېې هم کړي وي خو بيا هم د ستومانۍ احساس کوي.
(د حل لار): که د وجود وزن زيات وي بايد وزن کم کړل سي، سګريټ څکولو څخه بايد جداً ډډه وسي.
(دريم سبب) ناکافي يا لږ خواړه:
ډير لږ او ناکافي خواړه يا ناسم خواړه خوړل چي د وجود اړتيا نه سي پوره کولاي د وجود د ستوماني سبب کيږي. د نورمال او متوازن خوراک کول د انسان د ويني قند په نورماله اندازه ساتي چي وجود د بي وخته ستومانۍ څخه ژغوري.
(د حل لار): د هر شخص لپاره د سهار ناشتا کول لازم او ډير ګټور دي، د هر خوراک سره بايد په کافي اندازه پروټين لرونکي خواړه ملګري وي مثلاً هګۍ او د غنمو ډوډۍ مناسبه غذا بلل کيږي.
(څلورم سبب) کمخوني:
د وجود د ويني د لږوالي له کبله ستوماني په ښځو کي ډيره وي ځکه د ښځو مياشتني عادت له کبله د بدن د اوسپني لږوالي او کمخوني رامنځته کيږي دا ډول کمخوني ښځي د خطر سره مخ کولاي سي ځکه د ويني سره کروياتو لږوالى د بدن انساجو ته د اکسيجن د لږوالي سبب کيږي.
(د حل لار): ددې ډول کمخوني د درملني لپاره ناروغ ته هغه درمل توصيه کيږي چي د وجود د اوسپني اندازه بيرته نورمال حد ته ورسوي، او ناروغ بايد هغه ميوې او خواړه وخوري چي اوسپنه ولري لکه مڼې، غوښه، ينه، لوبيا او د غنمو ډوډۍ ښه مرسته کوي.
(پنځم سبب) خــفګان Depression:
خفګان نه يوازي روحي او رواني ستونزه پيدا کوي بلکه د سر درد، ستوماني، د اشتها لږوالى او د داسي نورو فزيکي فعاليتونو د خرابوالي سبب کيږي. که يو شخص د دوو اونيو څخه زيات د خفګان او ستوماني احساس ولري بايد چي ډاکتر ته مراجعه وکړي.
(د حل لار): د خفګان د درملني لپاره خاص درمل، درمليزي طريقي او ورزش کول ډير ګټور دي.
(شپږم سبب) د تايرويد غدې د فعاليت کموالي يا Hypothyroidism:
تايرويد غده د انسان د غاړي په قاعده کي موقعت لري چي دنده يې د وجود د ميتابوليزم کنټرول او د غذايي موادو څخه د انرژي د آزادول دي. که چيري د تايرويد غدي فعاليت لږ سوي وي پدې صورت کي ميتابوليزم کراريږي او انسان ته د ډيري ستومانۍ احساس پيدا کيږي او د وجود وزن زياتيږي.
(د حل لار): د ويني د معايناتو په واسطه کيدلاي سي چي د تايرويد غدې د هورمونونو اندازه معلومه سي که چيري ددې هورمونونو اندازه لږ سوي وي ددې ستونزي د هوارولو لپاره خاص درمل توصيه کيږي.
(اووم سبب) د کافين ډير کارول:
کافين يو ډول کيمياوي ماده ده چي د قهوې څخه جوړ سوي محصولاتو لکه چاکليټ، مشروبات او ځيني درملو کي زيات پيدا کيږي، په نړۍ کي قهوه د ستړيا د رفع کولو په موخه کاريږي خو ډيره قهوه کارول د زړه ضربان زياتوي، د ويني فشار لوړوي او اضطراب پيدا کوي همدارنګه څيړنو ثابته کړې ده چي ډير قهويي محصولات جسمي ستوماني زياتوي.
(د حل لار): که چيري تاسو د قهويې محصولاتو زياته استفاده کوۍ، په تدريج سره ددې محصولاتو څخه استفاده لږ کړئ خو هيڅکله دا کار په ناڅاپي ډول مه کوئ ځکه ستاسو لپاره نور هم د ستومانۍ سبب کيږي.
(اتم سبب) د بولي لاري پټه ميکروبي ناروغي يا UTI:
که يو شخص يو ځل د بولي لاري ميکروبي ناروغي تيره کړي وي نو حتماً به د سوځونکي درد او ژر ژر تشي بولو کولو سره بلد وي خو ددې لاري ميکروبي ناروغۍ تل دا شان شکايتونه په ناروغ کي منځته نه راوړي بلکه کيداي سي چي ددې ناروغۍ يوه علامه د بدن ستوماني وي چي د تشو بولو تر معايناتو وروسته سمدلاسه تشخصيږي.
(د حل لار): د بولي لارو د ميکروبي ناروغيو د علاج لپاره Antibiotic درمل توصيه کيږي او ددې تر څنګ د بدن ستوماني هم د يوې اونۍ په جريان کي لمنځه ځي.
(نهم سبب) د شکري ناروغي:
د شکري په ناروغي کي د ويني د دوران څخه د حجراتو داخل ته قند نه سي ننوتلاي ترڅو هلته په انرژي بدل سي، که ناروغ ښه خوراک هم کړي خو د بدن حجرات يې قند ته اړتيا لري پداسي حال کي چي د ويني په دوران کي د قند اندازه ډيره لوړه وي پدې ترتيب ناروغ شخص دير ستومانه احساس لري.
(د حل لار): د شکري ناروغۍ په درملنه کي څو ټکي په نظر کي نيول ډير لازم دي لکه هره ورځ سپورټ کول، د انسولين په واسطه درملنه او ځيني نور درمل چي د وجود قند پروسيس کوي.
(لسم سبب) د بدن د مايعاتو کمښت يا Dehydration:
که د بدن مايعات تر نورمال حد لږ سي شخص ته د ستوماني احساس پيدا کيږي. وجود تل د مايعاتو اخستلو ته اړتيا لري بالخصوص د شاقه کارونو په جريان کي. که يو شخص د تندي احساس کوي پوه سئ چي وجود يې مايعاتو اخستلو ته اړتيا لري.
(د حل لار): د ورځي لخوا د پاکو اوبو څښل عادت وګرزوي ترڅو تل ستاسو تش ادرار رقيق او روښانه وساتل سي. يو فزيکي کار په شروع او ختم کي اوبه وڅښئ.
(يوولسم سبب) د زړه ناروغۍ:
که يو شخص د روزمره فعاليتونو په جريان کي ډير ژر ستومانه کيږي مثلاً د کور د پاکولو په وخت يا د سراى د انګړ د پاکولو په وخت تر لازمي اندازې ژر ستوماني ورته پيدا سي يا په بل عبارت يو کار په اول کي ډيره ورته اسانه وي خو ډير ژر د شخص د ستوماني سبب سي ممکن دا د زړه د ناروغيو يوه علامه وي.
(د حل لار): شخص بايد ډاکټر ته مراجعه وکړي، د ژوند په فعاليتونو کي تغير راوړي مختلفي درمليزي طريقې او درمل سته چي د زړه د ناروغيو لپاره ښه درملنه وکړي.
(دوولسم سبب) د وظيفه لرونکو اشخاصو د شپې او ورځي د نوکريوالۍ تغير:
د دفتري چارو د شپې او ورځي د نورکريوالۍ د وختونو تغير د انسان د بدن ساعت ګډوډ کوي پدې معني هغه وخت چي شخص بايد بيدار وي او کار وکړي خو دده لپاره د ستومانۍ او خسته ګۍ سبب کيږي.
(د حل لار): که تاسو د شپې لخوا نوکريوالي ولري بايد چي د ورځي ورته خپل خوب او آرام وکړي، او د خوب لپاره بايد خپله کوټه ښه آرامه او تاريکه کړئ ترڅو غالمغال او رڼا ستاسو خوب ګډوډ نکړي. که چيري بيا هم ستونزي ولرۍ نو ډاکټر ته مراجعه وکړي.
(ديارلسم سبب) د غذا سره حساسيت:
ځيني ډاکټران پدې عقيده دي چي ځيني انسانان د خاصو خوړو سره حساسيت لري يعني دا خواړه پر هغوي باندي خارښ او پړسوب نه رامنځته کوي بلکه دومره تاثر کوي چي د دوي د ژر ستومانۍ سبب کيږي.
(د حل لار): هر شخص بايد تل له يو ډول خوړو څخه استفاده ونکړي او تل بايد په متناوب ډول خواړه وخوري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.