Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

مولانافضل الرحمن د ای ایس ای ایجنټ دی – حاجي ممتاز خان سربدالخېل- (مرکه)

0 1,298

پوښتنه: سربدالخېل صاحب د پښتونخوا په عمومي حالاتو به وروسته خبرې وکړو، لومړی که راته دا ووایئ،چې د وخت غوښتنه هم ده په داسې اړېېچلیو حالاتو کې پښتون ته د یوالي ضرورت دی دوی ورځ تربلې ټوټه کیږي، د بېلګې په توګه باچاخان د خدایي خدمتګارانو یو تحریک درلود او خان شهید خپله یوه ډله که یې رالنډه کړم په ټوله پښتونخوا کې واحد دوه تحریکونه ول دا چې دا کوښښ شوی وی چې دا دوه یو شوي وئ دا چې دا ونه شول پکار خو نه وه چې نېشنل عوامي پارټي دې په دوه برخو ووېشل شي دا تاسې زیان وکړ که ګټه، افتاب شیرپاو بیل خوځښت پیل کړی دا څه راون دي؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحیم

لومړی د لوی افغانستان ټولو لوستونکو ته سلامونه وایم، ډېره ښه او پرځای پوښتنه مو وکړه داسې پوښتنې کولی شي هرڅه روښانه کړي.

ستا د پوښتنې په ځواب کې به دا ووایم چې ولې ستاسې هېرشو چې د باچاخان په وخت کې د هغه ورور ډاکتر خان صاحب د فخر افغان په وړاندې راپاڅېدلی وو ؟ د ولي خان په وړاندې غني خان نه و راپاڅېدلی؟ دا خو دننۍ ستونزه نه ده چې بیګم ولي د اسفندیار ولي خان په وړاندې سر راوچت کړی دی، دا ټول کارونه د ای ایس ای دي پنجابی ایسټبلیشمېنټ د پاکستان له جوړیدو نه نیولې تر نن پورې دپښتون بې اتفاقۍ ته لمن وهي، پاکستان هېواد نه دی پاکستان په هواکې یوشی دی تاسې باور وکړئ څو ورځې وړاندې دوئ په دې خبرې وکړې چې د پاکستان قومي ژبه دې اردو وي د یو هیواد چې د پيدایښت یې شپېته یازیات کلونه کیږي هغه نن خپله ملي او رسمي ژبه ټاکي دا دخندا وړ نه ده؟

ای ایس ای تل په دې فکر کړی دی او کوي یې چې څنګه کولی شي چې په پښتونخوا کې پښتانه د یو بل دښمنان کړي او خپلو کې یې  سره ووېشي ډلې ټپلې په کې جوړې کړي زه درته یو یو ښایم د افتاب احمد خان شېرپاو پارټي د ای ایس ای پارټي ده موږ ای اېس ای سره ووېشلو نورې ډلې ټپلې چې تاسې یې ګورئ دا ای ایس ای زموږ د ویشلو لپاره جوړې کړي دي، چې موږ پارچه پارچه  وساتي. زموږ په یووالي د پاکستان په ځانګړي توګه د ای ایس ای زړه چوي، او پدې کې خپل خطر احساسوي ځکه چې که چېرته موږ یو موټی شو، بیا خو موږ قوت کیږو نن چې پاکستان زموږ حقوق تر پښو لاندې کوي خپل ګوډاګیان پرموږ باندې واکمنۍ ته رسوي داددې لپاره چې موږ سره بې اتفاقه کړي اوخپله مزو ته وزګار شي، خو زه درته دایوه خبره  کوم چې که اوس موږ باندې ای ایس ای برلاس شوی چې سره بیل او بې اتفاقه  کړي انشاءالله ډېر ژر به موږ سره یو موټی کیږو کله چې موږ یو موټی شو بیا به که خیر وي خپلو هیلو ته رسیږو.

پوښتنه: د افتاب احمد خان پارټي څه غواړي چې تاسې نه دي غوښتي او یا ستاسې پام ورته نه دی شوی؟

ځواب: هغوی هېڅ داسې نوی شی نه لري چې له موږ څخه دې پاتې وي، هغوی هغه نن څه غواړي  چې باچاخان فخر افغان کلونه کلونه وړاندې هغه غوښتل، دوی هم د ای ایس ای په زور چلیږي هغوئ خپل ولسي بیز نه لري دافسوس خبره ده همدغه افتاب څوکاله د پنجاب نوکر و د همدې پاکستان چیغه یې نه  وهله؟ نن هم دوی دپاکستان د قانون په چوکاټ کې د پښتنو حقوق غواړي،دا ټول ای ایس ای راجوړ کړي داسې ډلې ټپلې پاکستان زموږ په مقابل کې ولې جوړوي دا درته په لنډه توګه وایم، موږ ډیورنډ نه منو، موږ تل د لر اوبر افغان چیغه وهو موږ کلاباغ ډیم جوړول نه منو موږ لکه د افتاب خان غوندې نوی نشنلیزم نه کوو، بلکې موږ نشنلیزم کوو؛ نوی نشنلیزم یوازې خپل حقوق غوښتل دي اوبس نور ټول هغه څه چې پاکستان یې وايي او څه چې د پاکستان اساسي قانون وايي هغه مني خو موږ نشنلیزم کو موږ سره د جغرافې سوال هم شته دی موږ یوازې خپل حقوق نه غواړو وبښه ماته یو شعر د سایل صاحب رایاد شو چې .

تار د شعور او دجنون د ریشتې ولې غوڅ کړم

haji mumtaz khan anp
حاجي ممتاز خان سربدالخېل

تش سړی نه یم د یو فکر لیونی هم یم

موږ ته ډېرې مسلې پرتې دي زموږ له مشر اسفندیار ولي خان څخه څو ځلې مشرف غوښتي و چې ته لاړ شه کرزی په دې رازي کړه چې ډیورنډ موږ ته تسلیم کړي هغه ورته ویلي چې نه هیڅ کله هم نه، نو پاکستان ته خو زموږ پالیسي او زموږ د پارټي موخې مالومې دي  ځکه پاکستان او په ځانګړې توګه ای ایس ای غواړي چې زموږ په وړاندې داسې ګوندونه پارټیانې جوړې کړي چې زموږ ځای ونیسي او دوی خپل شوم اهدف ورباندې پلې کړی کنه پنجابی هسې د پښتون له غمه مړ دی نوره هیڅ خبره نشته هغه د لوی افغانستان له  جوړیدو ویره لري هغه د لر اوبر د افغان د غاړه غټۍ کیدو ویره لري خو انشاءالله چې بیا به هم بریا زموږ وي داسې د ای ایس ای په لاس جوړې پارټيانې زموږ رسوخ په ولس کې نه شي کم رنګه کولی.

پوښتنه: دغه څه چې تاسې دد غو پارټیانو په هکله درک کړي دي ولس بیا ولې ورسره دومره علاقه ښايي ولس دا درک ولې نه لري په داسې حال کې چې هلته پوهنیزه کچه هم دومره ټيټه نه ده.

ځواب: پښتون خو ته ښه پيژنئ چې پیسو ته د ټینګې نه  دی او ایسټبلیشمینټ سره ښه ډېره پیسه ده که موږ د پیسو په وړاندې قوت درلودی، نن به مو دا حال نه وو اوبل د ولس په ذهنونو باندې کار روان دی میډیا له هغوسره ده پیسه له هغوسره ده هرڅه له ایسټیبلیشمینټ سره دي خو بیا هم له موږ سره چې څه دي هغه له هرڅه نه قیمتي دی هغه د باچاخان فلسفه ده وخت به هرڅه روښانه کړي نن خو هرسړی وای چې زه ښه یم او زموږ لار ښه ده د پردیو په فکر چې څوک تللي دي هغوی له ګړنګه غورځيدلي دي.

پوښتنه: په وزیرستان کې څه روان دي؟

ځواب:په وزیرستان کې دپاکستان پوځ دومره ترهګر نه دي وژلي لکه څومره یې چې عام وګړي ووژل وزیرستانی ولس یې بې کوره کړ در په در خاورې په سر شو، د پاکستان پوځ هلته د طالب یا د ترهګرو پرخلاف مبارزه نه کوي پاکستان او د پاکستان پوځ ته هغه طالب او ترهګر دی چې د پاکستان مخالف وي کوم چې د افغانستان مخالف وي کوم چې د پښتونخوا مخالف وي کوم چې د پښتون مخالف وي د افغان مخالف وي هغه طالب د پاکستان ایسټېبلیشمېنټ په لاهور ،کراچۍ او په اسلام اباد کې یې ساتي او ښه ښکلي کورونه او د ژوند اسانتیاوې یې ورته برابرې کړې دي  لنډه دا چې ای ایس ای او طالب دا دیوه وجود  دیوه فکر دوه نومونه دي څوک چې د طالب او د ای ایس ای توپیر ترمنځ توپیر کوي دا هسې خبرې دي د یوه سوچ د یوه فکر لپاره کار کوي هغه که طالب دی که ای ایس ای نن خو پاکستان هغه طالب په مخه کړی دی کوم چې د پاکستان مخالف دی، طالب د ټول بشریت ګډ دوښمن دی باید له دې سره دومخې مبارزه ونه شي.

پوښتنه: په بلوچستان کې څه روان دي او ستاسې په اند څه به پېښيږي؟

ځواب: بلوچان د ازادۍ مبارزه کوي خو له بده مرغه چې بلوچان هم لکه د پښتنو پيسو او اقتدار ته د ټینګې نه دي ټول بلوچان په یوه خوله نه دي، هغه چې  ازادي غوښتونکي دي د هغو فیصدي کمه ده خو هوډ یې پیاوړی دی انسان ازاد پیدا شوی دی خدای دې هېڅوک په غلامۍ کې نه ساتي موږ ورته دعاکوو خدای دې  وکړي چې دوی ازادي واخلي ترکومه چې زما فکر کار کوي هغه دا دی چې د بلوڅانو ډیری مشران داسې دي لکه د پښتنو ځینې مشران چې اقتدار ته د ټینګې نه دي چې لرې کړای شي بیا ازادي غواړي او چې په اقتدار کې وي بیا هیڅ خبره نه وي الله دې وکړي چې د ټول بشریت هیلې پوره شي.

پوښتنه:ایاپاکستان کې مېډیا خپلواکه ده؟

ځواب: نه بلکل نه، د پاکستان هغه که انځوریزې رسنۍ دي که چاپي په ټوله کې ټولې د پاکستان ایسټیبلېشمېنټ په ولکه کې دي ډېر مثالونه درته راوړلی شم یو نغد مثال یې درته دنېشنل ولسي ګوند جلسې او جرګې یادوم زموږ چې په پښتونخوا کې جلسې وي تاسې هلته وګوری به یوه رسنۍ هم په سترګو ونه ګورئ، ځکه چې بادار ورته اجازه نه ورکوي هغه ورته وايي چې لاړنشئ ورته په وزیرستان کې څه روان دي تاسې له میډیا نه هغه اورئ څه چې هلته پيښيږي؟ بلوچستان کې څه  نه کیږي تاسوته ښکاري؟ خو دا به مولیدلي وي چې پنجابی ایسټيبلېشمېنټ څوک وغواړي له هغه نه په دوه ورځو کې هیرو جوړ کړي او چې وغواړي زیرو یې کړي دا د پاکستان د میډیا حال دی نور ستاسې خوښه چې خپلواکې ورته وایی که بلواکې.

پوښتنه: په کراچۍ کې د پښتنو ټارګټي وژنې پخوا ډېرې وې داوژنې چاکولې او اوس هم کیږي که نه؟

ځواب: په کراچۍ کې د طالب او او دنورو کسانو په واسطه چې څومره پښتانه وژل کیدل د هغې ترشا د پاکستان د ای ایس ای لاس وو، ای ایس ای به پیسې ورکولې او طالب او دبل په لاس به یې زموږ د ګوند کسان وژل او بیا به یې  اوازه خوره کړه چې داکار ایم کیوایم داکار کړی دی په داسې حال کې چې موږ یې یو بل ته په مورچه کې کینولو خو کار ټول ای ایس ای کاوو، دایم کیو ایم کسان به هم چې ای ایس ای ووژل هغه به یې پرموږ واړول په دې توګه ای ایس ای غوښتل چې موږ خپلو کې سره ونښلو.

د دې کارونو د مخنیولپاره اسفندیار ولي خان او د ګوند نورو غړو په کلکه مبارزه وکړه شکر دی اوس حالات یو څه ښه دي ځکه چې لوبه موږ ته روښانه شوه.

پوښتنه: له طالب سره د سولې خبرې نن سبا ډېرې کیږي کله خبرې ټکنۍ شي کله بیا شروع شي په دې  اړه دې نظر څه دی ؟

ځواب: کومه ورځ چې  پاکستان وغواړي هغه ورځ به په افغانستان کې سوله راځي دا ټول شر اوفساد د پاکستان له ای اېس ای سره تړلي دي، طالبانو ته اوس هم تنخواوې د پاکستان حکومت ورکوي.

پوښتنه: مولانافضل الرحمان، کله هم موقع په لاس ورغلې نو پر افغانستان یې د جهاد فتوا ورکړې ده تاسې دیوه عالم په توګه د مولانا له دې نظر سره څومره موافق یاست ایا په افغانستان کې جهاد فرض دی؟

ځواب:  ماته له دې پوښتنې سره خندا راځي، ځکه چې فضل الرحمان  د مفتي محمود زوی دی زه یې ښه پيژنم پلار یې ډېر ښه سړی وو، خو فضل الرحمان د ای ایس ای ایجنټ دی فضل الرحمان به د خپل پلار خبرې ای ایس ای ته کولې یو څوک چې د خپل پلار سره درغلي کوي، یوڅوک چې د خپل پلار کیسې ای ایس ای ته پټې وړي نو له هغه نه څه ګیله ده فضل الرحمان نه مولانا دی او نه عالم، فضل الرحمان کې خو زړه وچود ځکه چې طالبان ټول د همدې ایجنټ له لاسه جوړ و او دده حکومت وو دی ښه خوشحاله و نن یې حکومت نشته خفه دی دا خبرې چې دی نه کوي څوک به یې کوي، فضل الرحمان او دده ملګري ټول د ای ایس ای ایجنټان دي او د ای ایس ای لپاره کار کوي، که چېرته دی د امریکې  مثال راوړي نو پاکستان کې چې امریکا ده او پاکستان کې چې امریکا څه کوي دلته ولې جهاد نه اعلانوي؟ په اصل کې د فضل الرحمان حکومت نشته نوره کومه خبره نشته،په افغانستان کې د افغانانو حکومت دی نه د امریکې خو په پاکستان کې دامریکا قانون چلیږي له همدې کبله په پاکستان کې جهاد نه ګڼي او په افغانستان کې جهاد فرض دی زه دته ملا نشم ویلی  او نه دی، دی ای ایس ای ایجنټ دی مولاناسمیع الحق، قاضي حسین احمد او فضل الرحمان دوی د ای ایس ای په غوښتنه طالبان جوړ کړل او همدوئ پالل فضل الرحمان ته هغه خبره چې د ای ایس ای  لخوا وشي هغه هم قانون دی او هم قران او هم حدیث که یې رالنډه کړم فضل الرحمان مولا نه دی عالم نه دی دا یو سړيخور انسان دی او د ای ایس ای ایجنټ دی.

پوښتنه: د غازي عیسی خان په هکله تاسې یوه وینا کړې وه، داسې خبر شوم چې تاسو بیا د یوشمېر کسانو له کلک غبرګون سره مخ شوی؟

ځواب: دا خبره سمه ده ما چې کله د هغه بل کس چې ځان یې پښتنونخوا پورې تړلی باله، د هغه کنځلې وا ورېدې چې غازي عیسی خان ته یې کړې او وژل شوي کسان یې مزدوران بلل نو خدای شته زړه مې درد وکړ چې دا بدبخته اوس په دې نه پوهیږي چې مزدوران په پارلمان کې څه کوي، نو دا زما فرض جوړیده ځکه مې بیان ورکړ او  د غازي عیسی خان ننګه مې وکړه ځکه چې غازي عیسی خان زموږ غازي دی او موږ به چاته دا اجازه ور نه کړو چې زموږ غازي ته سپکې سپورې ووایی په لومړی ورځ ماسره هم ډېرو ملګرو بحث وکړ، هغه وخت چې هغوی نه قانع کیدل نن ټول له ما څخه بښنه غواړي عیسی خان طالبان وژلي هغه که هرڅوک وي او که هرچاپورې تړلی وي طالب د ټول بشریت دوښمن دی او غازی عیسی خان زموږ د ټولو غازي دی زما لخوا نه ورته ډیره مینه.

پوښتنه: وروستي پیغام مو څه دی؟

ځواب: زه له ټولو لراو بر افغانانو نه هیله کوم، تعلیم وکړئ، سولې ته کار وکړئ اسلام ته کار وکړئ افغانیت ته کار وکړي او په ټول هیواد کې مینه خپره کړي، ټول ولس باید د ترهګرو په مقابل کې یو موټی شي او له  خپلو سیمو څخه یې هغه ځای ته وشړي چې له کوم ځای څخه راغلی وي، زما افغانان وروڼه باید هریو د خپلې خاورې او ولس څخه د غازي عیسی خان په څېر ننګه وکړي.

لوی افغانستان اونیزه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply