Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

د تړون اونيزې يولسمه ګڼه له چاپه راووته

0 697

تړون اونيزې د خپلو خپرونو په ډګر کې يولسمه ګڼه هم له چاپه راويستله، چې  منځپانگه يې په سياسي، فرهنګي، ټولنيزو ادبي او علمي مطالبو ښکلي شوي ده.
سرليکنه يې (( د بري راز ښه ښوونه او روزنه ده )) تر سرليک لاندې ليکل شوي ده او ليکي:” اروپا چې اوس د تمدن او پرمختګ زانګو بلل کيږي په
څلورمه او پنځمه ميلادي پيړۍ کې د تيارو او جهل کور وو، هيچا دا توان نه درلود چې د دې بدمرغيو او نه انډوليو په وړاندې ودريږي. کله چې د عربو په ځمکه د اسلام زرينې وړانګې خپرې شوې نو د معياري او بنسټيزې ښوونې او روزنې لپاره يې پرمختللي او نه زاړيدونکي نورمونه او اصول وړاندې کړل.
همدا رنګه په اروپايي ټولنه کې چې کله د رنسانس دوره پيل شوه نو تر ټولو مخکې  يې د ښوونې او روزنې لپاره اصول او معيارونه جوړ کړل چې دا په خپله دې معياري ښوونې او روزنې په ارزښت دلالت کوي.
ليکوال زياتوي چې په نننۍ اسلامي نړۍ کې روانې بدبختۍ او په شا تلنه ټول د معياري ښوونې او روزنې د بنسټونو نه شتوالى دى.
په دې سربېره کندوز بېرته ونيول شو خو د جګړې تاثيرات لا پاتې دي، نظامي ماته د فکري ګډوډۍ محصول دى، د دويمې نړيوالې جګړې ځاني تلافات، تړونونه، اففانستان وپيژنئ، همدارنګه د شعر او ادب مينوالو لپاره د رنګينې پاڼې تر سرليک لاندې  د پښتو ژبې مشهورو شاعرانو غزل او شعرونه پکې ځاى شوي دي.
د تړون اونيزې مينوال کولائ شي چې تړون اونيزه د خوست ښار په ټولو کتاب پلورنځيو، د پکتيا ولايت په ټولو کتاب پلورنځيو او همدا رنګه په پلازمېنه
کابل کې د بيهقي او کتاب ښار په کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply