Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

د حكمتيار سره د شمشاد تلويزيون مركه

0 1,302

له ګلبدین حكمتيار سره د شمشاد تلويزيون مرکې بشپړ لیکلی متن

بسم الله الرحمن الرحيم

د شمشاد راډيو ټلوېزيون وغوښتل چې د هيواد په روان وضعيت، سولې او د مخالفينو پر دريځونو له تاسو د حزب اسلامي مشر ښاغلي انجنير ګلبدين حکمتيار سره ځانګړې مرکه ولري، نو په همدې موخه  لاندې پوښتنې ترتيب او د ځواب لپاره تاسو ښاغلي ته درواستول شوې. البته له تاسو ښاغلي څخه نړۍ مننه چې د شمشاد غوښتنه مو ومنله او وار دمخه مننه او هيله چې استول شوې ټولې پوښتنې ځواب شي تر څو موجوده ابهامات رفع شي. په درنښت

                                                                                                                       شمشاد ټلوېزيون

پوښتني:

  1. اوس خو د بهرنيو ځواکونو عمده شمېر له افغانستان څخه ووتل او اغلبا پاتې ۱۰ زره سرتيري به هم ژر افغانستان پرېږدي. دا يو له اساسي شروطو څخه و چې تاسې وړاندې کول نو ايا تاسې به د دې شرط له پوره کېدو وروسته وسله وال مخالفت پای ته ورسوي؟

ځواب: لا خو د بهرنيو ځواكونو بشپړ وتل يقيني شوى نه دئ، اوباما او گوند ئې يو څه او د ده مخالف گوند جمهوريت غوښتونكى بل څه غواړي، په كانگريس كي اكثريت د دې گوند دئ، اوباما ويلي چي غواړي تر 2016 پوري ټول امريكايي ځواكونه وباسي خو معلومه نه ده چي پر خپلي ژمني به عمل وكړى شي كه نه. د مسكو هڅه او خوښه دا ده چي د افغانستان وضعيت داسي جوړ شي چي امريكا څه موده نوره هم د افغانستان په جگړي كي ښكېل پاته شي او د خپلو ځواكونو وتل وځنډوي، دا ځكه چي مسكو كولى شي له دې حالت د اوكراين او سوريې د پېښو په څېر قضاياوو كي استفاده وكړي. د شمال په ځينو وروستيو پېښو كي د روسانو او په مسكو پوري د تړلو ډلو لاس دئ، دغو پېښو په واشنگټن كي هم دا مفكوره تقويه كړه چي د ځواكونو په ايستلو كي عجله ونه كړي او د جرمني په څېر ځيني اروپايي هېوادونه ئې هم د خپلو ځواكونو د ايستلو په پرېكړي كي بيا كتني ته اړ كړل. خو كه امريكا او مؤتلفين ئې دا غلطي وكړي نو د مسكو د خوښي كار به ئې كړى وي.

د بهرنيو ځواكونو بشپړ وتل زموږ شرط وو او دئ، كه دا شرط ترسره شي نو يقيناً چي د نورو قضاياوو په اړه توافق ته به لار آواره شي.

  1. د كړکېچنې اوضاع د سمون لپاره يو شمېر سياسي څېرې لنډمهالى حکومت وړانديزوي، که ستاسو څخه وپوښتل شي طرحه به مو څه وي؟

ځواب: دا سمه او پرځاى غوښتنه ده، اوسنى حكومت په جگړي كي ښكېل دئ، د بهرنيو ځواكونو په لاس تپل شوى، حساس مناصب ئې د هغو ډلو په لاس كي دي چي په تېرو دريو لسيزو كي په كورنۍ جگړي كي ښكېل وې، د بهرنيو ځواكونو په چوپړ كي پاته شوې او اوس هم د جگړي او د بهرنيو ځواكونو د حضور پر دوام ټينگار كوي. خو كه ټول لوري پر لنډمهال حكومت توافق ته تيار نه وي نو موږ دا هم منلى شو چي په اوسني حكومت كي مناسبه تبديلي راشي او ټولو ته د منلو وړ شي، په هيڅ ولايت كي بايد شخصي، غيردولتي او حزبي واكمني نه وي، د هيڅ ولايت والي، امنيه قومندان، د اردو د قطعاتو قومندانان او د ملي امنيت د رياست مسئولين بايد د اړوند ولايت استوگن نه وي. د دولت حاكميت بايد پر ټول هېواد تأمين شي.

  1. ستاسو تر مشرۍ لاندې اسلامي حزب اوس هم فعاله جنګي جبهې لري، که هو نو جنګي موخي مو څه او څوك دي؟

ځواب: هو؛ دا مقاومت هم د حزب اسلامي مجاهدينو پيل كړ، طالبان وروسته او ورو ورو ميدان ته راووتل، البته زموږ نظامي امكانات محدود او ذاتي دي، د خپلو امكاناتو په محدوده كي مو مقاومت ته دوام وركړى، مجاهدينو ته مو سپارښتنه دا وه او ده چي د بهرنيو ځواكونو په شتون كي ټوله توجه بايد دوى ته واړول شي او په نورو جبهو كي مصروف نشي.

  1. طالبان او اسلامي حزب ظاهرا د يو هدف او يو ادرسسره جګړه کوي خو اختلافات يې هم تر ډېره محسوس دي ان تر مرګ ژوبلې. طالبان او حزبيان ايډيالوژيک ملګري که فکري دښمنان؟

ځواب: طالبانو له حزب اسلامي سره د دښمنۍ لار غوره كړې، د پيدايښت له لومړۍ ورځي تر نن پوري حزب اسلامي ته د لومړي او ستر دښمن په سترگه گوري. چا چي رامنځته كړي، پاللي، روزلي او تجهيز كړي همدا ترې غواړي. زموږ هدف د هېواد آزادي او په خپلواك افغانستان كي د ملت د خوښي منتخب اسلامي حكومت جوړول دئ، طالبان له دې هدف سره موافق نه دي، په انتخاباتو باور نه لري، د دوى تگلاره داسي ده چي له ټولو سره ئې جنگ ته بيايي، داسي جنگ د پرديو له پراخي مرستي پرته ممكن نه دئ، هره بهرنۍ مرسته مشروطه وي او په پرديو مرستو متكي ډلي له خپلواكي او استقلال محروموي.

  1. تاسې لا هم پاکستان سره په نږدې اړيکو متهم ياست او دلته کابل کې باورونه دا دي چې اوس هم پاکستان کې استوګن ياست. که د يو افغان په توګه درڅخه وپوښتل شي نو پاکستان سره د افغانستان اړيکې څرنګه تعريفوى؟

ځواب: د هغه چا له لوري متهم يم چي ما پر خپل ځان قياسوي، د پرديو د غلامۍ كړۍ ئې په غاړه كي، هم د شوروي ځواكونو په چوپړ كي پاته شوي او هم د امريكايي ځواكونو، پرون د روسي افسرانو تر قومندې لاندي له افغان ولس سره جنگېدل او نن د امريكايي او اروپايي افسرانو تر قومندې لاندي، په جيبونو كي ئې امريكايي ډالر، پر تن ئې امريكايي يونيفورم، بوټونه ئې امريكايي، پر اوږه ئې امريكايي ټوپك، معاش امريكايان وركوي… همدا د پرديو ذليل او سپك مزدور به آزادي غوښتونكي مجاهدين له پاکستان سره په نږدې اړيکو تورنوي!! موږ آزاد او خپلواك افغانستان غواړو، د خپل هېواد په كورنيو چارو كي د هر هېواد لاسوهني غندو، هيچا ته د لاسوهنو او مداخلې حق نه وركوو. د پاكستان په شمول له هر هېواد سره د متقابل احترام او زموږ خپلواكي، ملي حاكميت او ارضي تماميت ته د بشپړ درناوي پر بنياد دوستانه اړيكي غواړو.

  1. که پاکستان د افغانستان په ضرر بولی نو ولې مو لا هم د ګوند غړي او کورنی يې به شمشتو کې مېشت دي او پوښتنه لا دا پيدا کوي چې پاکستان ستاسو پر دې کمپ هېڅ فشار نه واردوي؟

ځواب: نه پاكستان د افغانستان په ضرر بولم او نه كوم بل هېواد، له هيڅ هېواد سره ذاتي او شخصي دښمني نه لرو، له ټولو سره ښې اړيكي غواړو، ناروا لاسوهني غندو او هغه هم د افغانانو لپاره زيانمني او مضر گڼو او هم په خپله د مداخله گرانو لپاره.

په پاكستان كي يوازي د حزب اسلامي ځيني غړي استوگن نه دي، نږدې دوه مليونه افغانان مېشت دي، هيڅ غيرتي افغان به د پاكستان هغه مرسته هېره نه كړي چي د شوروي ځواكونو په وړاندي د مقاومت په دوران كي ئې له افغانانو سره كړې، درې نيم مليون مهاجرين ئې ومنل، په داسي ورين تندي چي بېلگه ئې په هيڅ هېواد كي نشو موندلى، لويه او شتمنه اروپا تباره نه ده چي څو لكه عراقي او سوري مهاجرين ومني، په داسي حال كي چي ټول دوى هجرت ته اړ كړي، د دې جنگونو اور دوى بل كړى، بمونه يا دوى وروي او يا د دوى په لاس تپل شوي رژيمونه.

  1. په افغانستان كې د ايران رول څنگه ارزوئ، ځكه همدا اوس ئې يوه پراخ فرهنگي او پر شيعه مذهب ولاړ نفوذ ته لار آواره كړې ده؟

ځواب: ايران په حقيقت كي د اسلامي امت لپاره يو بل اسرائيل دئ، د افغانستان، عراق، سوريې او يمن په پېښو كي د دې هېواد ونډه د هغه كورني دښمن ونډه ده چي تل ئې مسلمانان له شا او د اسلام تر پوښښ لاندي په خنجر وهلي. ايران د افغان مجاهدينو په ضد هم له روسانو سره لاس يو كړ او هم له امريكايانو سره، آبله ورځ د ايران جمهور رئيس روحاني وويل: ايران په افغانستان او عراق كي د ديموكراسۍ په پلي كېدو كي مرسته وكړه، همداسي په يمن او سوريې كي هم د ديموكراسۍ په پلي كېدو كي مرستي ته چمتو دئ!!! دا كټ مټ همغه د خاتمي او رفسنجاني وينا ده چي د امريكايي ځواكونو په لاس د كابل او بغداد له اشغال وروسته ئې په وار وار كړې: كه د ايران مرسته نه وى نو امريكايانو كابل او بغداد دومره ژر او دومره آسانه نشو نيولى!!! ايران هم د حزب اسلامي په ضد له شمالي ټلوالي سره د وسلو، پيسو او جنگياليو مرسته كوله او هم د طالبانو په ضد، نن يو ځل بيا له همغي وطن پلوري ټلوالي سره نظامي مرستي كوي، عراق او سوريې ته ئې هم ډېر شيعه افغانان د جنگ لپاره لېږلي دي.

  1. ستاسو ګڼو پخوانيو ملګرو د ولسمشر غني ملاتړ وکړ او يوې برخې هم د جمعيت د ګوند، اوس له دواړه ادرسونو حزبيان په حکومت کې غوښنه برخه لري ايا دا داسې تعبيرولی شو چې حزبيان په حکومت کې مناسب سهم لري او يا اسلامي حزب ځان د ملي وحدت په حکومت کې کتلای شي؟

ځواب: حزب اسلامي د هيڅ انتخاباتي ائتلاف مرسته نه ده كړې، د دې لپاره چي ولس ته جوته كړي حزب په دغو دوو ائتلافونو كي د هيڅ يوه حمايت نه كوي؛ نو د يوه مستقل نوماند حمايت ئې اعلان كړ، هغه ته ئې د كمپاين په آخري ورځو كي وويل چي له انتخاباتو سره خپله مقاطعه اعلان كړي، خو هغه د خپلي ژمني خلاف دا مشوره ونه منله. څوك چي له كوم ائتلاف سره يو ځاى شوى په شخصي توگه ئې دا كار كړى نه د حزب اسلامي په استازيتوب.

په حكومت كي د برخو په اړه ستاسو نظر صحيح نه دئ، غوښنه برخه د شمالي ټلوالي ده، د نورو ډلو او اشخاصو برخه او ونډه ډېره كمزورې او كمرنگه ده.

  1. له کابل مېشتو حزبيانو ناراضه ياست که راضي او يا بې تفاوته؟ که بيا کابل ته راشی دا حزبيان به خپل ګوند او ملګرتيا ته ومني؟د همايون جرير په مشرۍ د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد فعاليت کوي دوی ستاسې استازيتوب کولی شي؟

ځواب: د حزب اسلامي غړي په دې ناراض دي چي ځينو د حزب اسلامي په نامه له ډېر بدنومي ائتلاف سره يو ځاى شوي او د نړۍ تر ټولو مفسد او پرديپال حكومت برخه گرځېدلي. دوى په شخصي توگه په حكومت كي شامل شوي؛ نه د حزب اسلامي په استازيتوب.

  1. ايا لا هم د نظار شورا او جمعيت ګوند سره شديد مخالف ياستئ؟ که هو نو ايا له دوی سره ملګري حزبيانو ته هم په ورته سترګه ګورئ؟

ځواب: شوراى نظار اوس هم حزب اسلامي ته د ستر او لومړي دښمن په سترگه گوري، نه ئې په تبليغاتو كي كمى راغلى او نه په دښمنۍ او عداوت كي. د حزب اسلامي ډېر مهم غړي په ځانگړې توگه په شمال كي د شوراى نظار او د دوى د كمونستو ملگرو په لاس شهيدان شوي، دا لړۍ اوس هم روانه ده. حزبيانو ته مي توصيه او سپارښتنه دا ده چي له شمالي ټلوالي سره په تعامل كي محتاط اوسي.

  1. ستاسو وروستی رسمي پلاوی کله کابل ته راغلی او له کومو شرايطو سره؟

ځواب: پلاوي څو ځله تللي، اكثراً د مقابل لوري په غوښتنه او بلنه، حزب د بحران حل لاره د هغوى په وړاندي ايښې ده، هغوى په عمومياتو كي توافق كړى، د وروستي ځواب لپاره ئې وخت غوښتى، ځواب ته ئې منتظر دي، كه ځواب مثبت وو د مذاكراتو بل دور به پيل شي. ښه به وي چي نتائجو ته انتظار وكړئ.

  1. ستاسې ګوند په ځلونو کابل ته پلاوی رااستولی خو له بده مرغه تر ننه بې پايلې و، ولې مو د سولې په برخه کې حد اقل پرمختګ نه دی کړی؟

ځواب: جگړه پاى ته رسول پېچلې قضيه ده، په ډېرو لوريو پوري تړلې ده، ټاكونكى لورى امريكايان دي، د هغوى مخالفت د روغي جوړي هره هڅه بې نتيجې كوي، كه امريكايان خنډ نشي او مقابل لوري ته د پرېكړي واك او اختيار وركړي كېدى شي مذاكرات مثبتي پايلي ولري.

  1. ولسمشر محمد اشرف غني د کمپاين پر مهال تاسو سره پر تفاهم او مذاکرې ډېر ټينګار درلود، له کمپاينه رانيولې تر ننه کله يې د تفاهم او مذاکرې هڅه درسره کړې؟

ځواب: د كمپاين په ورځو كي هغه څو ليكلي او شفاهي پيغامونه راولېږل، يو تفاهم ليك وليكل شو، مقابل لوري د بحران د حل په اړه د حزب اسلامي د طرحي له ډېرو اساسي بندونو سره مقدماتي توافق څرگند كړ، ولسمشر له بري وروسته له داسي لانجمنو قضاياوو سره مخامخ شو چي له كبله ئې مذاكرات وځنډېدل، په وروستيو اونيو كي د ليدنو كتنو يو بل دور ترسره شو، وبه گورو چي څه نتائج پرې مرتب كېږي.

  1. له حامد کرزي سره مو کله مخامخ يا ټليفوني خبرې کړې، حامد کرزی تاسو سره تعامل ته په کتو څومره سولې او تفاهم ته لېواله و؟

ځواب: له ښاغلي حامد كرزي سره مي وروستۍ ليدنه په تهران كي او تر هغه وړاندي وه چي دى جمهور رئيس شي. بيا په شفاهي توگه او د څو ليكونو له لاري زموږ پيغامونه تبادله شوي. په يقين سره څه نشم ويلى چي هغه به روغي جوړي ته لېوال وو، كه لېوال هم وو څه ئې نشو كولى، ځكه امريكايانو دا واك او اختيار نه وركولو، دا هغه څه دي چي كرزي څو ځلي پرې اعتراف كړى.

  1. يوه جالبه پوښتنه چې د ليدونکو هيله هم وه ترڅو له تاسو وپوښتل شي، هيله ده چې دا پوښتنه حتماً را ته ځواب کړئ. د ډاکټر نجيب، احمد شاه مسعود، برهان الدين رباني او ملاعمر په مرګونو کې د کوم يو مرګ ضايعه بولی؟

ځواب: موږ د هر انسان لپاره په خپل زړه كي خواخوږى لرو، په سمه لار د تگ توفيق ورته غواړو، داسي څه ته ئې رابلو چي د ټولو افغانانو په خير دئ، نجيب كولى شو د روسانو د ملگرتيا پر ځاى د خپل ولس په خوا كي ودرېدلى وى، اى كاش همداسي شوي وى، خو دا سعادت ئې په برخه نشو، رباني او مسعود د هغه پر پل گام كېښود، او د هغه له ملگرو سره ئې ائتلاف وكړ، په داسي اوږدو جگړو كي ښكېل شول چي تاوان ئې افغان ولس او گټه ئې د اسلام دښمنانو ته ورسېده، ملا عمر ته هم د روسانو په ضد د جهاد سعادت ورپه برخه شو او هم د امريكا په ضد، اشتباه ئې دا وه چي له حزب اسلامي سره ئې د يووالي پر ځاى د جنگ لاره غوره كړه، كه دا اشتباه ئې نه وى كړې شمالي ائتلاف به ډېر وړاندي او د طالبانو د تحريك د راټوكېدو په ورځو كي له منځه تللى وو او افغان ولس به له دې سرطاني غدې د تل لپاره ژغورل شوى وو، جگړه به پاى ته رسېدلې وه، طالبان به په اوږدو جگړو كي نه ښكېلېدل، په زرگونوطالبان به نه وژل كېدل او د امريكايانو يرغل ته به لار نه آوارېده.

  1. داعش نوې پديده ده، خو خطرناکه هم. ستاسو دا ليکنه چې(سلفي شم كه مذهبي پاتې شم) ستاسو اختلاف د داعش له فکري لارې سره جوتوي، خو موده مخکې ستاسو له اړخه د داعش د ملاتړ ګنګوسې خپرې شوې بيا هم غواړم ورته پوښتنه وکړم که ستاسو اختلافات له حکومت سره حل شي ايا د داعش پر وړاندې به جبهه ونيسی؟

ځواب: حزب اسلامي نه له اسلامي دولت(isis) سره كوم ارتباط لري، نه كومه معاهده او نه ئې د دې ډلي په حمايت كي كومه اعلاميه خپره كړې، البته دا ئې ويلي چي القاعده او اسلامي دولت په فلسطين، عراق، سوريې او نورو هېوادو كي د تجاوز، تېري او ظلم په وړاندي يو طبيعي عكس العمل دئ. دا عكس العمل پرون د القاعده په نامه راڅرگند شو، ورپسې د اسلامي دولت په بڼي كي او كه احياناً دا دواړه وځپل شي په بل او بل نامه به سر رااوچتوي.

موږ د هيچا لپاره له بل سره نه جنگېږو، د اسلام او خپل ولس لپاره د اسلام او ولس له دښمنانو سره جنگېږو.

  1. ستاسو په باور د داعش ملاتړ څوک کوي؟

ځواب: داسي دولت په نظر نه راځي چي له اسلامي دولت سره د څرگندي مالي او نظامي مرستي جسارت وكړي، ټول عرب هېوادونه د دوى په خلاف د امريكا عملاً مرسته كوي، اوس خو دوى كافي امكانات په لاس كي لري، د تېلو له ناحيې ډېر څه ترلاسه كوي، د عراق له فوځ او كردانو ئې ډېر زيات وسائل او مهمات لاسته راوړي.

  1. تاسې او ستاسې ګوند له کوم بل بهرني هيواد سره د پخوا په شان کومې سياسي اړيکې لری؟

ځواب: نه؛ له هيڅ هېواد سره اړيكي نه لرو، په تېرو نږدو شلو كلونو كي او له هغه وروسته چي له ايران ووتلم او هېواد ته راستون شوم تر نن پوري مي د هيڅ هېواد له كوم چارواكي او استازي سره نه دي ليدلي.

  1. د هويت تذکرې جنجالي مسئله ده، تاسې د يو سياسي وسله وال مخالف ادرس په توګهد هويت په الکترونيکي تذکرو کې د افغانيت د ذکر پلوي ياست؟

ځواب: هو؛ په بشپړه او جدي توگه، لكه څنگه چي اسلام زموږ دين دئ همداراز افغانيت زموږ ملي هويت دئ، موږ ټول مسلمانان او افغانان يو، دا دواړه زموږ د يووالي د ماڼۍ دوه اساسي ستني دي، څوك چي له دې دواړو سره اختلاف لري هغه د ملت د يووالي دښمنان دي او ژبه ئې د پرديو په اشاره خوزي.

  1. كه تاسې چېرته كابل ته لاړ شئ، آيا په كابل كي به ستاسې حيثيت او مقام د حزب اسلامي د رهبر او راتلونكي حكومت د يوه فعال برخه وال په توگه وي، كه نه د برهان الدين رباني او عبد الرب رسول سياف په څير به په تدريجي بڼه له سياسي صحنې حذف كېږئ؟

ځواب: دا خبره لا ډېر تر وخت د مخه ده، ښه به وي چي دا پوښتنه وځنډوئ او ځواب ته ئې انتظار وكړئ.

  1. ويل کيږي چې انجنير حکمتيار يوه جدي، انحصار طلبه او غير انعطاف پذيره څېره ده ځواب مو څه دی؟ او که ځواب مو نه وي نو وښاياست يوه داسې حزبي څېره چې د تاسو په نه شتون کې حزبيان پرې توافق ولري او پرې راټول شي، مطلب تاسو ورته زمينه برابره کړې وي چې د رهبرۍ جوګه شي؟

ځواب: زه شايد جدي وم خو انحصار طلب نه يم، په اصولي چارو كي هيڅ انعطاف نه منم، خو په شخصي امورو كي هر جائز انعطاف ته چمتو يم. دا د حزب اسلامي د غړو حق او دنده ده چي مناسب كس د مشر په توگه غوره كړي، په اسلام كي نه موروثي قيادت شته او نه دا چي څوك خپل ځاى ناستى وټاكي، همدا د رسول الله صلى الله عليه سنت دئ، هغه تر رحلت وړاندي خپل ځاى ناستى نه وو ټاكلى.

  1. اوس هم د پخوا په شان مطالعه او سريع ليکنې کوی ؟ مطلب عموم کې مو ورځنی بوختيا څه ده؟ له رهبرۍ پرته کله خپله هم مخامخې جګړې ته تللي ياست؟

ځواب: هو؛ مطالعه كوم، ليكني كوم، د پيغامونو او ليكونو له لاري د حزب له غړو او ولس سره تماس لرم، د روسي ځواكونو په ضد جهاد كي مي په جگړو كي عملاً برخه اخيستې ده، له امريكايي كوماندو ځواكونو سره دوه ځلي مخامخ شوى يم خو له جگړي پرته، يو ځل د بې پيلوټه طيارې له لوري تر راكټي بريد لاندي راغلم او راكټ زما په اويا متري كي ولگېدو.

  1. له خپلو سنګري ملګرو پرته مو په دومره موده کې له کوم سياسي شخصيت، شخصي ملګري او يا د کورنۍ له غړو سره ليدلي؟

ځواب: زما حالت داسي دئ چي بايد په ليدنو كتنو كي محتاط وم، كه وضعيت لږ هم اجازه راكړې وى نو زه به حتماً هغه مهال د مور عيادت ته ورغلى وم چي په روغتون كي تر علاج لاندي وه؛ هم هغې غوښتل ما وگوري او هم ما د هغې د ليدو هيله او تلوسه درلوده، خو نه مي د هغې د عيادت سعادت په برخه شو او نه په جنازې كي د برخي اخيستو. په دې موده كي نه په دې وتوانېدم چي د خپلو زامنو، لوڼو، لمسيانو او لمسيو په ودونو كي شركت وكړم او نه په دې چي د نږدو ملگرو او خپلوانو د جنازو په مراسمو كي شركت وكړم.

والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply