ژمی خلاص شو طالب بيا تود شو؛ دفاع وزارت څه کوي؟ / خوشحال آصفي

0 820

له دريو ورځو پرله پسې بريدونو وروسته د تيرې چهارشنبې ورځ وسله والو طالبانو د بغلان تاله و برفک ولسوالي ونيوله. تيره ورځ افغان حکومت د دغې ولسوالۍ د بيرته نيولو لپاره عمليات پيل کړل او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې، چې یوازې څو ساعته یې دوام وکړ، تاله وبرفک ولسوالي بيرته تر خپل کنټرول لاندې راوسته. بل لور ته د لغمان ولايت چارواکي وايې چې د ياد ولايت د سقوط پلان يې شنډ کړ. د لغمان والي عبدالجبار نعيمي خبريالانو ته ويلي چې وسله والو طالبانو تيره ورځ د دغه ولايت د مرکز د سقوط پلان درلود چې وسله والو طالبانو دهمدې موخې لپاره د لغمان د مختلفو ولسواليو له لوري پر مرکز بريدونه پيل کړل خو د افغان امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ او پر شاه يې وتمبول.

بل پلو ويل کيږي اوس هم د هلمند ولایت ډيره برخه له وسله والو مخالفینو سره ده. د افغانستان د مشرانو جرګې غړی محمدهاشم الکوزی وايي، د هلمند ولایت ۹۰ سلنه خاوره له وسله والو طالبانو سره ده او افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې دي. نوموړي همدا راز ویلي چې د ملي دفاع وزارت په دغه ولایت کې د وسله والو د ځپلو په اړه ناسم راپورونه او معلومات خپروي، دغه ډله لا هم په هلمند کې فعاله ده، قوي جګړه کوي او افغان ځواکونو د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

هاخوا راپورونه وايې چې د بغلان ولايت امنيتي ځواکونو د دولت وسله والو مخالفينو ته لېږدېدونکي وسلې کشف او ترلاسه کړې. د ٨٠٨ سپين زر زون وياند محفوظ الله اکبري ويلي چي دا وسلې په يوه هينو موټر کي له خوست ولايت شمال ته د وسله والو مخالفينو لپاره لېږدول کيدې، چي امنيتي ځواکونو د بغلان په شرقي کمربند کي کشف او ترلاسه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو درې ورځې وړاندي د کابل د شپږمې امنيتي حوزې پر ودانۍ او په احمدشاه بابا مينه کې د ملي امنيت د ادارې په يوه دفتر ډله ييز بريدونه وکړل چې لږ تر لږه ۹ تنه پکې ووژل شول او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې تر ۸۰ ډير نورو ټپيان کړل.

دا پورته ياد شوي هغه خبرونه دي چې يوازې په تيره يوه اونۍ کې د افغانستان د امنيتي وضعيت استازولي کوي. د وسله والو طالبانو وروستي بريدونه په داسې مهال ترسره کيږي چې لا هم ژمی خلاص شوی نه دی. په افغانستان کې چې معمولاً د ژمي په موسم کې د وسله والو طالبانو بريدونه کميږي او افغان حکومت يې پر ضد چاڼيز عمليات پيلوي خو په داسې حال کې چې لا هم ژمی په بشپړه توګه خلاص شوی نه دی؛ وسله والو طالبانو د خپلو پسرلنيو بريدونو او د ولسواليو پر سقوط پيل وکړ. تازه بېلګه يې د بغلان تاله و برفک ولسوالي ده.

ويل کيږي چې په دغه ولسوالۍ کې درې ورځې امنيتي ځواکونه محاصره و، مرستندوی تازه دمي ځواکونه، هوايې مرستې او د مهماتو مرستې ورته نه رسيدې. په دغه ولسوالۍ کې کلابندو سرتيرو مرکز ته چيغې وهلې او د مرستې غوښتنه يې کوله خو دفاع وزارت يې غږ نه اورېده. په ورته مهال طالبانو خپلو بريدونو ته زور ورکړی و، تازه دمي اورپکي يې مرستې ته رسيدل، درنې وسلې ورکول کيدې او بلاخره ولسوالۍ ته يې سقوط ورکړ.

اوس پوښتنه دا ده چې د جګړې پر مهال وسله والو طالبانو ته له خپل رهبريته تازه دمي اورپکي، وسلې او نور مهمات رسيږي خو افغان امنيتي ځواکونو ته چې تر شاه يې لوی حکومت دی؛ په ورځو ـ ورځو مرستې او مرستندوی سرتيري نه وررسيږي؛ ولې؟ اوس د تاله و برفک ولسوالۍ د محاصرې پر مهال افغان حکومت په ځانګړي توګه دفاع وزارت ولې مرستې او سرتيري نه ورليږل؟ که وسله والو طالبانو دغې ولسوالۍ ته تللې لارې پر ماينونو فرش کړې وې نو د امنيتي ځواکونو هغه الوتکې چې جنرالان، قوماندانان، ريسان او نور خيټور په کې چکرې وهي؛ د امنيتي ځواکونو د مرستې لپاره نشې ورتللای؟

خبره روښانه ده چې دلته په دفاع وزارت کې له دښمن سره د جګړې لپاره سم پلان، ستراتيژي او د امنيتي ځواکونو تر منځ همغږي نشته. دلته په دفاع وزارت کې بېغورۍ ريښې کړي دي، دلته دفاع وزارت تش په نوم د دفاع وزارت پاتې دی، دلته سم پلان، سالمه ستراتيژي او د وزير او رييس، د امنيه قوماندان او والي او د افسر او عسکر تر منځ همغږي نشته. امنيتي ځواکونه د رهبريت له فقر سره مخامخ دي. ولسمشمر دې ژر تر ژره پر دغه وزارت له سره فکر وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply