مالګه له نظره وتلې قاتله

0 1,584

ډاکټران خو خلګ دې ته هڅوي چې غوړي کم خورۍ کاربوهایډریټ کم اخلۍ ، خواږه لږ خورۍ او سره غوښه خو بیخي له سترخوان څخه لري وغورځوۍ.

خو هیر شوي او له نظره وتلي قاتل ته يې هیڅ پام نشته، مالګه چې یو وخت ورته سپین زر ویل کیدو او په دومره زیات مقدار نه موندل کیدله لکه نن صبا چې هر کور کي په ګونیو ګونیو پرته وي.

لکه څرنګه چې په ورځني خوراکونو کي ډېر غوړي استعمالول زړه ته نقصان رسوي او ډېره خواږه خوړل دشکرې د ناروغۍ لامل کیږي، همدا ډول ډېره مالګه استعمالول دوینې دلوړ فشار، د زړه د رګونو د ناروغیو او د بولي سیسټم د خرابوالي او د معدې د سرطان ناروغي سبب کیدلی شي.

د روان کال دجنوري په میاشت کې برتانیه کې دمالګي او روغتیا په نوم یوې ادارې چې نړۍ کې د مالګې د کم کارولو په اړه کار کوي دبرتانیې په پارلمان کې دغه خبره را پورته کړه او د هیواد د خوراکي توکو د تولیدونکي شرکتونو مسؤلین یې دغه مجلس ته راغوښتي وه، تر څو ټول دمالګې د زیات کارولو په اضرارو او زیانونو باندي خبر کړي، او ورسره خبره وکړي چې په څه ډول کولای شي دخپلو شرکتونو اړوند تولیدیدونکو خوراکي موادو کې په داسي ډول د مالګې مقدار کم کړي تر څو خوند او مزه ورسره ډيره کمه نشي.

دغې ټولنې یو ځل په ۲۰۱۱ زدیږکال کي دخوراکي موادو دشرکتونو له مشرانو سره کتلي وه، او هغه يی په دي پوه کړي وه چې خوراکي موادو کي ډيره مالګه ګډول څومره تاواني ده.

د ۲۰۱۷ کال دجنوري په میاشت کي چې کله د دغې ټولنې له لوري یو ځل بیا د مالګې د کم استعمال په اړه مجلس راوغوښتل سو او د برتانیې حکومت د پارلمان غړو ته هم بلنه ورکول سوه، دبرتانیې د خوراکي موادو دتولید او سوداګرۍ شرکتونو مسؤلینو هم پکي ګډون کړی وو، دټولني مشر( ګراهم مارګریګر) وویل چې له ۲۰۱۱ زدیږ کال څخه چې مونږ دمالګي دکم استعمال او په خوراکي توکو کې دمالګي کم مقدار ګډولو په اړه کوم کمپائن پیل کړی و، څه خاصه د ډاډ وړ لاس ته راوړنه مو نه ده تر لاسه کړې، په ۲۸ شرکتونو کې یواځي یو شرکت څه ناڅه زمونږ خبره یاده ساتلي او خپلو تولیداتو کې یې دنورو شرکتونو په پرتله مالګه کمه ګډه کړې.

دټولني مشر ګراهم مارګ ګریګر دبرتانیې له حکومت څخه غوښتي چې شرکتونو باندي دا لازمه کړي چې خپلو تولیداتو کي مالګه کمه ګډه کړي او ورته ۲۰۲۰ زدیږ کال اخیري نیټه وټاکي تر څو تر ۲۰۲۰ زدیږکال پوري دخوراکي توکو دتولید او سوداګرۍ ټول شرکتونه په تدریج سره دمالګي استعمال کم کړي، نوموړي زیاته کړه ۲۰۲۰ زدیږ کال پوري مو ځکه وخت ورکړ تر څو په کراره او په لږه لږه توګه دمالګي کمول ترخپل ټاکل شوي هدف پوري راکښته کړي.

دکاش په نوم دغې ټولنې چې دبرتانیې د پرچون موادو دڅارنې ادارې مشره هم ورسره وه د خوراکي توکو دتولید ټولو شرکتونو ته ویلي چې تر ۲۰۲۰ زدیږ کال پوري به خپلو تولیداتو کي د اوس په پرتله ۷۹٪ سلنه برخه مالګه کموئ.

دکاش په نوم ټولني د خلګو د عامه پوهاوي لپاره د (فوډ سویچ) یا د غذا د بدلون په نوم یو سافټویر هم جوړ کړی ترڅو خلګ دسالمي او صحي غذا خوړلو ته وهڅوي او د مالګي د ډیر استعمال په اضرارو او تاوانونو یې خبر کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply