حکمتیار او د جمعیت اسلامي دوباره انسجام/ ملتپال

0 1,625

جمعیت د افغانستان په جهادي تنظیمونو کې یو هغه تنظیم دی، چې له هر ډول شرایطو نه د ځان په ګټه د کار اخیستو ظرفیت لري. د جهاد په وخت کې جهادي تنظیم و، د اخوان او اسلامي داعیې علمبردار و، وسلې یې درلودې، مجاهدین یې لرل او ولایتونه او ولسوالۍ یې کنټرولولې. کله، چې سیاست په ژبه او قوم متکي و، د ژبې او قوم سرلاری و، د تاجک ملتپالو دفتر او سنګر و. ډیموکراسي، چې راغله ږیرې لاړې او پکولونه په نکټاییو بدل شول. د ډالرو په دې موسم کې تر هرچا ډېره ګټه د جمعیت او شورای نظار په برخه ورسېده. رقیبان یې غرونو ته لاړل. د سولې شورا هم ددوی په واک کې وه او ډیپلوماتیک مراجع او له نړۍ سره د ډیالوګ او تفاهم ټربیونونه هم دوی په واک کې لرل. حکمتیار که هرڅومره چیغې او نارې وهلې، چې کابل مې نه دی وران کړی، غږ یې چا اورېده؟!

اوس، چې له هرې خوا پرې راټنګېدلې هم، له شرایطو د ګټې اخیستلو فُرصت له لاسه نه ور کوي.خلکو ویل د حکمتیار راتګ د جمعیت لپاره د خطر زنګ دی. جمعیت نور ختم دی. خو دوی په شر کې هم خپل خیر لټولی شي. جمعیت چې د برهان الدین رباني په ژوند کې څو ټوټې شوی و او تر مرګ وروسته یې په مشرۍ ګڼې ترپکې وشوې، بېرته د یوځای کېدو او کوشېر کېدو په درشل کې دی. یوه جمعیتي ملګري مې ویل، چې «خدای دې داسې شر پېښ کړي، چې زموږ پکې خیر وي» هغوی خو طبعاً حکمتیار د ځان لپاره شر ګڼي، خو له دې شره هم خیر غواړي. د حکمتیار راتګ که نوره ګټه لري، یا نه، جمعیت ته خو یې دا ګټه ورسېده، چې ددوی تیت او پرک غړي بېرته پر یوه ټغر سره را غونډ کړي. جمعیتان پوهېږي، چې حکمتیار د افغانستان په سیاست کې یوه محرکه قوه ده، که میدان ور پرېښودل شي، ټول سیاسي جریان پر ځان راڅرخولی شي. په تېرو څو میاشتو کې جمعیت اسلامي څو ځله د کنګرې د راغوښتلو هڅې وکړې، خو ټولې هڅې یې ناکامې شوې. د حکومت د اجرائیه رییس او د جمعیت د اجرائیه رییس ترمنځ خو څو ځلې شخړې وشوې. د دواړو ترمنځ څو ورځې وړاندې هم د یوه محلي قوماندان په تلینغونډه کې ترخې او سپکې خبرې تبادله شوې. وايي، عبدالله عبدالله د بلخ والي ته ویل، چې په دې ورځو کې ډیر هوايي شوی یې، لوړې خبرې کوې! نور په ځواب کې ورته ویلي و، چې څه پلار به مې دې مخه ونیسي. مطلب، ځه بابا، د پلار لاس دې هم خلاص!

پر جمعیت ګوندد «نور» او د هغه د نورو ملګرو تر ټولو ستره نیوکه دا ده، چې د پنجشیریانو په حلقه کې محدود دی. اکثریت غړي یې د یوه ولایت دي. د کندهار نقیبي یې سمبولیک له ځان سره ساتلی. د عطامحمد نور او عبدالله، نور او یونس قانوني او نورو جمعیتیانو ترمنځ په همدې خبره اړیکې ترینګلې وې. د پیسو او شرکتونو خبرې هم کېږي، خو اصلي ټکی پکې دا دی. وايي، یونس قانوني ته خو یوځل د نور یوه ملاتړي د جمعیت د اجرائیه شورا په غونډه کې ویلي و، چې ته دلته د چا په استازیتوب راغلی یې؟ که ځان جمعیتی ګڼې نو، حزب نوین افغانستان د څه لپاره دی؟. امرالله صالح ته ویل شوي وو، چې یا په روند سبز کې پاتې شه او یا جمعیتی شه. پرون مې واورېدل، چې یونس قانوني افغانستان نوین ته لته ورکړې او د جمعیت ګوند د نوې موقتې مشرتابه شورا غړی ګرځېدلی.

د حکمتیار په راتګ سره د افغانستان سیاسي تحولات نوی مسیر پیدا کولای شي. سیاسي وضعیت اوس پېچلی شوی. څوک نه پوهېږي، چې د حالاتو په تړاو څه ډول دریځ ونیسي. په راتلونکو سیاسي جریاناتو او تحولاتو کې د حزب اسلامي رول ټاکونکی دی. د حکمتیار نوی سیاسي دریځ اود قضایاوو او مسایلو په تړاو تر پخوا متفاوت لید په عامه ذهنیت او سیاسي حلقاتو کې د هغه یو نوی تصویر رامنځته کړی. دغو تغییراتو ته په پام په جمعیت کې اختلاف نور ددغه ګوند د سیاسي مرګ په معنا دی. تازه دې ګوند خپله ۶۴ کسیزه موقتي مشرتابه شورا اعلان کړې، چې د جمعیت ګوند اکثره ناراضیان او د ټولنې د مختلفو طبقو خلک پکې شامل دي. ویل کېږي له دې شورا نه به په یوه میاشت کې د جمعیت ګوند عالی شورا هم غوره کېږي. حکمتیار په خپلو څرګندونو کې په مکرر ډول پارلمانی نظام رد کړی، خو جمعیت په مکرر ډول د پارلماني نظام ننګه کوي. حکمتیار متمرکز نظام غواړي، خو جمعیت د قدرت پر وېش ټینګار لري. داسې ښکاري، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به جمعیت او حزب اسلامي له دې دوو متفاوتو دریځونو سره را وړاندې کېږي.اوس چې حکمتیار له غره نه اوارې ته را کوز شوی، د جمعیت په څېر باید حزب هم له شرایطو سره عیار کړي. غر او غار د تل لپاره پرېږدي.د ابن الوقت پخوانی تعریف نور له موډه وتی. نن ابن الوقت د وخت ضرورت دی. مطلب، د وخت شرایط او تقاضا باید په پام کې ونیول شي. که د طالبانو هم خدای چېرې په دې خوا پام کړي، بیا خو به بېخي نور اعلی نور شي.

د مسیر ورځپاڼې د نن ورځې کالم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply