په اوکراین کې د تعلیمي کال پای/هلمند پردیس

0 1,278

نن ۲۶/۰۵/۲۰۱۷په اوکراین کې د مکاتیبو تعلیمي کال اخیري زنګ ووهل شوو،او تعلیمي کال یې پای ته ورسیدو،جالیبه یې دا وه،چې میندې او پلرونه له خپلو ماشومانو څخه ډېر ورته خوشاله وو.
ځکه چې نن مې له یوه اوکرایني دوست چې د دوو ماشومانو پلار دی، پوښتنه وکړه،چې دغه کال مو څنګه تېر شوو؟
ویل یې ډېر سخت وو، ځکه چې د ماشومانو لپاره به یې مکتب کې کورنۍ دنده ډېره ورکوله، او زما ماشومان لږ درسونو کې ضعیف وو، نو سږ کال زموږ ټوله کورنۍ (د ماشومانو مور،د ماشومانو نیا، نیکه، هم د مور له طرفه او هم د پلار له طرفه )ټولو به په نوبت د دوی سره په درس کې مرسته کوله، تر څو په درسونو او په تعلیمي سیستم پسې یې ورسوو او هغه نیمګړتیاوې یې ورپوره کړو، چې دوی لرلې، او له دې سره څنګ یې باید د *1کراتې سپورت په ډګر کې هم ښه نتیجه لرلی وای.
د خدای شکر چې سږ کال مو د ټولې کورنۍ په مرسته دا مشکل تر ډېره حل او نتیجه یې مثبته وه،ځکه چې د کور له نورو ستونزه علاوه دا زموږ لپاره ډېر ستر کار وو.
زما د پاس حقیقي خبرو شریکولو اصلي هدف د افغانانو میندو او پلرونو د خپلو د ماشومانو د زده کړو د توجه په اړه دي.
په افغانستان کې ډېر تعداد سره میندې او پلرونه د ماشومانو د ښو زده کړو لپاره کوم خاص تسمیم او یا پلان نلري، ځکه چې اول خو د دوی د ماشومانو تعداد له نیم درجن څخه نیولې تر درجن پورې زیږول معمول خبره ده، نو چې یو درجن ماشومان د وي، زه بیا هغه مور او پلار نر بولم چې خپلو ماشومانو پسې دې حد اقل د مینې یوه خوږه خبره ورسوي، هغه نور درسي مسولیتونه، یا د ښه ژوند درلودل او یا د دوی د راتلونکی لپاره پلان درلودل،دا خو لرې خبره ده، هغه د چا خبره چې په افغانستان کې ماشومان د معجزې په ډول رالویږي،او په نتیجه کې یې ډېرۍ بیا د ټولنې د اوږو بار او حتا د ټولنې د بربادۍ سبب وي.
د افغاني ټولنې یو ستر عمده مشکل همدا د ماشومانو نه روزل دي، او یوه وجه یې همدا ده، چې افغان ځوانان په پردیو استخباراتو جګړو کې د سون د توکو په شان قرباني کیږي،او پېغلې مو بې تعلیمه پاتې کیږي.
کاش چې افغان میندې او پلرونه په دغه برخه کې خپلو ماشومانو د زده کړو او سالمو روزلو برخه کې بې انتها ډېر کار او توجه ورته وکړي، دا کار دومره زر کیدونکی نه ده، مګر ډېر امکان یې شته، چې موږ له اوسه لاس په کار شو، نو راتلونکي ته به مو خپلې ټولنې ته سالم نسل وړاندې کړی وي.
*1((په اوکراین کې د کراتې شوتکان سپورت ډیر مروج دی، او ډیرۍ اوکراینیان خپلو ماشومان د کراتې شوتکان سپورت په مسلکي ښونیزوکلبونو کې داخلوي))
.په افغانستان کې د یوه سالم او عالم نسل په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply