ځان ځورونه / محمداکبر حقمل معینزی

0 1,255

ځان ځورونه هغه سکالو یا موضوع ده، چې شتون یې خورا منفي اغېزې او پایلې لري او هر چا ته اړینه ده، چې پرې ځان پوه کړي.

ځان ځورونه د خپل ځان په اړه له هغو منفي انګېرنو او فکرونو څخه رامنځته کېږي کوم، چې په ذهن کې د ډېر وخت لپاره شتون ولري او په غلط ډول وده مومي. دې مسئلې ته باید په وړه سترګه ونه ګورو او د حل لارو موندلو په موخه یې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړو؛ ځکه دا مسئله د هر ډول انساني پرمختګ او ودې خنډ ګرځي او همدا راز د انسان د تل پاتې خواشینۍ او ماتیالۍ (ناکامۍ) او ژر بوډا کېدو لامل ګرځي.

د حل لارو موندلو په موخه یې باید لاندې ټکو ته پام وشي:

که غواړئ خوښ واوسئ او ځان مو ونه ځوروئ، نو هڅه وکړئ، چې خپل ساده ژوند مو له ډېر رنګینه ژوند څخه غوره وبولئ او له نورو سره پرتله کول پرېږدئ؛ دا هغه مسئله ده، چې د ځان ځورونې له مسئلې سره خورا ژور تړاو لري.

کوچنیو مسئلو ته ارزښت مه ورکوئ. څرګنده خبره ده، چې هېڅ کار پرته له ستونزې نه دی، خو سره له دې بیا هېڅ ستونزه هم پرته له حل لارې نه ده؛ همدا خبره په یاد وساتئ تر څو له ځان ځورونې لرې واوسئ.

پر دې باور ولرئ، چې هر څوک ستونزه لري، خو پر ځینو ستونزې لاس برې او زور دي او ځینې بیا پر ستونزو لاس بري دي. اصل خبره د غوره مدیریت ده؛ غوره مدیریت زده کړئ تر څو ځان ځورونه مو پای ته ورسېږي.

یوازې پر ډېر ارزښت لرونکو پلانونو او موخو مو غور وکړئ او کم ارزښت لرونکي کارونه او موخې مو له مهالوېش څخه وباسئ، ځکه هغه څه مهم دي کوم، چې ستاسو د خورا خوښۍ لامل ګرځي. د کم ارزښت درلودونکو نه؛ بلکې د ډېر ارزښت درلودونکو کارونو ترسره کول مو د تل پاتې خوښۍ لامل ګرځي.

له بېځایه اړیکو تېر شئ؛ که غواړئ خوښ، خپلواک او نه پښېمانېدونکي واوسئ، نو هڅه وکړئ، چې بې ارزښته اړیکې مو له منځه یوسئ. دا هغه څه دي، چې د ځان ځورونې له مسئلې سره خورا زیات تړاو لري.

له تېر وخت څخه را تېر شئ؛ په تېر وخت کې پاتې کېدل او د تېر وخت پر پېښو او یادونو فکر کول هغه څه دي، چې ستاسو د خوښۍ وژنه کوي او د ځان ځورونې لامل مو ګرځي.

سندرې اورېدل پرېږدئ؛ سندرې اورېدل په ځانګړې توګه غمجنې سندرې د انسان فکر په تېرو یادونو کې اچوي او د راز راز خواشینۍ لامل یې ګرځي. سندرې اورېدل د اسلام له نظره هم بدې پایلې لري.

ډېرې داسې نورې کړې شته، چې ترسره کول او نه ترسره کول یې د اړوندې سکالو لپاره خواړه اړین دي او پېژندل یې ارزښتمنه خبره ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply