غزل / جلال امرخيل

0 1,162

په سترګو ړوند نه یم خو سترګې غړولی نه شم
سترګې دې جار شم په سرو سترګو درکتلی نه شم

لکه د ونې که له ځایه خوځیدلی نه شم
لکه اوبه هم پر هر لوري بهیدلی نه شم

د زړه درزا مې که در رسي راواپس شه ګلې
ژوند لکه دښته ، غږ له ویرې درکولی نه شم

نه زه خوشحال یم او نه مینه بدرګه راسره
تک تنها خو پر خونکارو لارو تللی نه شم

دغه خنجر مې پر زړه ښه دی ما بیداره ساتي
دغه خنجر چې مې له زړه څخه ویستلی نه شم

دنیا بدله شوه ، څهرې په یو نظر کې ښکاري
جامې خو څه ، ځان په کفن کې پټولی نه شم

مور مې ویل چې زه مړه کیږم ته مې سر ته ژاړې
جلاله زه خو دې په دې حالت لیدلی نه شم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply