زه نر او که ښځه يمه!؟ – طنز -عبدالنافع همت

0 1,728

نن په کابل ښار کې يو شمېر مدني فعالانو او سياسي څېرو د تابعيت تذکرو په اړه احتجاجي مظاهره وکړه.
دوی له ځانو سره په ليکلې بڼه د «زه نر او که ښځه يمه؟» شعارونه په لاسونو کې نيولي وو.

د مظاهرې يوې ګډونوالې بوډۍ ښځې چې خلکو د ډېر توروالي له امله «لونګينه» بلله، په زوره چيغه کړه چې زه لکه شيدې تکه سپينه يمه، خو دوی په تذکره کې غنم‌رنګه ليکلې يمه.

يوه شين سترګي هلک چې خلکو د شنو سترګو له امله «شينکوړی» باله وويل؛
زما سترګې شنې دي، خو دوی زما په تذکره کې د سترګو رنګ «ميشي» ليکلی دی. ميش يانې مېږه، ايا زه د انسان او که د مېږې زوی يم؟
يو بل دنګ ځوان چې خلکو د جګوالي له امله «جګلاښو» باله، نارې وهلې چې زه د افغانستان تر ټولو جګ سړی يم، خو د احصايې ميرزايانو په تذکره کي زما ونه ميانه ليکلې ده.

يوه ښځه چې خلکو د پنډوالي له امله «شلنډه» بلله او تازه يې په سينګارتون کې خپلې وروځې تار غوندې نرۍ کړې وې، په ژړه‌غوني اواز وويل؛
زما وروځې يې پلنې ليکلې دي.
د مظاهره‌چيانو په ډله کې څو تنو ګلابي رنګ کالي اغوستي او نارې يې وهلې چې موږ همجنس‌بازان يوو، بايد په تذکره کې زموږ هويت هم وليکل شي.

د ګلابي رنګه ځوانانو په ډله کې د «استاد تور خان» په نوم يوه ناځوانه سړي خپله تذکره په لاس کې ګرځوله او نارې يې وهلې چې زه افغان نه يم، خو دوی زما په تذکره کې «افغان» ليکلی دی.
يوه بل ځوان چې څيرې څيرې کاوبای پتلون يې اغوستی او داسې ښکارېده لکه سپيانو چې داړلی وي، په انګلېسي ژبه وويل؛
زما مور انګرېزه او مورنۍ ژبه مې انګلېسي ده، خو ميرزايانو زما په تذکره کې زما مورنۍ ژبه پښتو ليکلې ده.

د «پنډ سردار» په نوم يوه چاغ سړي چې لکه مست اوښ تر خوله ځګونه بادول، خپل ټټر ته اشاره وکړه او په قهر يې وويل؛
زه په قبيله «خړزی يم» خو بې‌سواده ميرزايانو زما په تذکره کې «خرزی» ليکلی دی.

ده پر حکومت تور ولګاوه چې د احصايې مامورين يې بې‌سواده او يوازې په يوه ژبه خبرې کولای شي، ده وړانديز وکړ چې بايد د دې رياست مامورين په پښتو او دري ژبو هم خبرې او هم ليکل وکولای شي، که دې ټکي ته پام و نه‌شي؛ نو زما په شان ډېر د سړي زامن به د خره زامن يانې د «خرزي» په نوم ثبت کړل شي.
له بلې خوا د نرښځيانو د اتحاديې مشر «سپيني پانتا» په دې اړه پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي چې د تابعيت په تذکره کې د درېيم جنس يانې نرښځي له‌پاره ځای نه‌شته او دا کار ښکاره جنسي تبعيض دی، په داسې حال کې چې په افغانستان کې زرګونه داسې افغانان ژوند کوي چې نه نر او نه ښځې دي.

سپيني پانتا د نرښځيانو يوه عمده نښه هم ياده کړې او ليکلي يې دي «هغه څوک چې هم يې د حکومت مهم پوسټونه اشغال کړي او هم په ورته وخت کې د اپوزيشن نارې وهي، نرښځيان دي.»

د «ايکس» په نوم يوې تحقيقاتي ادارې په خپل وېب‌سايټ کې په دې اړه راپور خپور کړی او ليکلي يې دي چې دوی د پنځه لکه تذکرو مالومات څېړلي او ورته ثابته شوې چې په دې تذکرو کې د ټولو افغاني اتباعو مشخصات يو ډول ليکل شوي دي.
د مدني فعالانو د اعتراض په ځواب کې د مرکزي احصايې وياند «کُهنه پيخ خان» ډنډوره راډيو ته وويل؛
څنګه چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې ټول اتباع برابر حقوق لري؛ نو په دې اساس مو د ټولو افغانانو په تذکرو کې سترګي ميشي، ونه ميانه، پوستکی غنم‌رنګه، وروځې پلنې او جنس نارينه او يا ښځينه ليکلی دی.

کهنه پيخ خان په دې اړه خلک هم په ټمبلۍ ګرم وبلل او زياته يې کړه چې خلک خپلو اولادونو ته په ماشومتوب کې تذکرې نه ورجوړوي. کله چې د نارينه عمر تر شپېتو کالو واوړي؛ نو لمسي را په شا کړی او زموږ دفتر ته يې راولي، وايي د حج له‌پاره تذکرې ته اړتيا لرو.

د داسي بوډاګانو سرونه تر څټه پورې رژېدلي، پر ملاکړوپ شوي، د پوستکي رنګونه يې بدل شوي، وروځې يې ببرې شوې او سترګې خو يې بېخي کار نه کوي، سړی نه پوهېږي چې کوم رنګ ورته وليکي.

بل ځوان بيا خپله اويا کلنه بوډۍ انا را په شا کړې او وايي چې له دې امله تذکره ورته جوړوو چې د علاج له‌پاره يې هندوستان ته بيايوو. دې ډول ښځو خپل د وړيو غوندې سپين وېښتان طلايي رنګ کړي او وروځې يې د ناوې په شان نرۍ جوړې کړې وي، که څه هم په اصل کې به توره توتکۍ غوندې وي، خو دې به په مخ پورې دومره پوډر وهلي وي چې سپينه کوتره به ښکارېږي. همدا دليل دی چې د دوی د عمر تشخيص هم ګران کار دی، په دې صورت کې موږ مجبور يوو چې د دوی عمر ته وليکو «به رويت چهره ظاهری سن مذکور بيست ساله تعين گرديد.»
د نرښځي په اړه کهنه پيخ خان وويل چې په نويو تذکرو کې به هغو خلکو ته «خنثی مشکل» وليکي چې له يوې خوا د حکومت لوړپوړي چارواکي وي او په ورته وخت کې يې د اپوزيشن په نوم ډلې ټپلې هم جوړې کړې وي.

کهنه پيخ خان د افغان کلمې په اړه وويل؛
هغه څوک چې په افغانستان کې اوسېږي، خو ځان افغان نه بولي، په تذکره کې به يې د مليت پر ځای «شترمرغ» ليکل کېږي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط «ډنډوره» راډيو ته وويل چې حکومت له غلو، ترهګرو او قاچاقچيانو سره لاس پټ کړی او له هغوی څخه يې د اليکټرونيکي تذکرو د نه وېشلو په بدل کې مليارډونه ډالر رشوت اخيستی دی.

دی وايي، که چېرې په تذکرو کې د خلکو پېژندګلوي په دقيق او واقعي ډول وليکل شي، بيا هیڅ يو مجرم له عدلي او قضايي ادارو څخه نه‌شي پټېدای.

بلې خوا ته د کورنيو چارو وزير «سرپرې کړی مجاهد» دا خبره ردوي او زياتوي چې دوی پلان لري، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د خوبونو د تعبير ستر علما راټول کړي چې په افغانستان کې د اليکټرونيکي تذکرو خوب تعبير کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply