رټل شوې مځکه

ليکوال عزيز نسین، ژباړن: ډاکټر محمد فريد بزګر

774
په زړه پورې طنز دی، نه پوهيږم عزيز نسين به کله لیکلی وي، خو د ځينو ټولنو لکه زموږ لپاره لکه همدانن چې يې ليکلی وي.، ما په ۱۹۹۲ع کې ژباړلی وو.
(د خرمړي کتاب څخه، ليکوال عزيز نسین، ژباړن: ډاکټر محمد فريد بزګر، د چاپ کال ۲۰۰۰ع)
سمه معلومه نه ده، چې دا قيصه څه وخت تېره شوې ده، په لومړيو وختونو کې، په منځنيو وختونو کې او که په نننيو وختونو کې؟!

 

لنډه دا چې يو وخت د زمکې په مخ په يو هېواد کې چې جغراقيايي پراختیا يې د لاس د ورغوي په اندزه وه، وګړو ژوند کاوه، چې میاشتې مياشتې، کلونه کلونه او د ځینو يې په ټول عمر تندي نه وو غوړېدلي، او موسکا يې بيخي له ياده وتلې وه. نورو د دغې مځکې نوم رټل شوې مځکه ايښی وو.
په دې هېواد کې به يې وګړو شپه او ورځ کار کاوه، او ډیر مزد يې اخيسته. ښځو به ورځ چوپه تېروله، خبرې يې نه وې خوښې.
سره له دې چې دا مځکه له نعمتونو ډکه وه، خو وګړو به يې همېشه سرونه ښکته کړي وو او لکه د غمځپلو خلکو په څېر به تلل راتلل. کشرانو به هېڅکله د مشرانو له وينا پرته څه کار نه کاوه. ادب او اطاعت د دوی عادت شوی وو، چې له پېړيو راهيسې ورته له نيکونو میراث پاتې وو.
دې وضعې کلونه دوام درلود، د هغوی چارواکي چې يو د بل پسې په تخت کښيناستل، هره ورځ به يې په ملت نور هم فشار ډيراوه. د پاچاهي تخت د پښو د ټینګ ساتلو لپاره په يې هره ورځ په وګړو مالیه زياتوله، او نوي قوانين به يې وضع کول!!…
لکه څرنګه چې هر موجود تر يو ټاکلي حد پورې فشار زغملی شي، د دې اوريدونکي او فرمانبردار ملت د زغم توان هم يوه ورځ پای ته ورسید. له دې کبله چې د چارواکو امر، نه يې د سرغړونې توان نه درلود، د بلې لارې چارې به لټه کې شول.
د هغوی يو روڼ آندی (روښانفکره) خلک راغونډ کړل او ويې ويل:
دوستانو د دې ظلم او فشار نه د خلاصون لپاره باید تاریخ ولولو، وګورو چې زموږ نیکونو د چارواکو د ظلم او ستم پر وړاندې څه عکس العمل ښودلی، چې موږ هم هغه کار وکړو.
خلکو د هغه غوښتنه ومنله، کله يې چې د تاريخ ټول کتابونه ولوستل، دې پایلې ته ورسېدل چې د هغوی نیکونو د چارواکو د ظلم او ستم په مقابل کې پرته له چوپتیا او منفي مبارزې بل څه نه دي کړي. هرڅومره چې به د چارواکو ظلم او ستم ډېرېده او هرڅومره چې به يې ملت ربړاوه د خلکو سر به نور هم ټېټېده او د وچولي ګونځې به يې ډېرېدلې.
ملت هم وپېتيله چې همدا د نيکونو لار خپله کړي.
د چارواکو د ظلم او ستم په مقابل کې د هغوی څهرې ځپلې شوې وې، دا ځپلتوب ورځ په ورځ دېرېده، تر څو چې د وګړو خندا او خوښي بيخي له ياده ووتله خو د چارواکو او انډيوالانو يې هيڅ خیال هم نه وو، هغوی غوښتل په هر قيمت چې وي باید د ملت وینې وزبېښي او د هغوی نه يو څه لاس ته راوړي. ظلم او ستم ورځ په ورځ ډېرېده.
بیا هم يو روڼ اندي خلک را غونډ کړل او ويې ويل:
ملګرو موږ لاس تر زنې لاندي ناست يو په ځان مو ژوند حرام کړی، دې ته خوشحاله یو چې منفي مبارزه کوو، خو د چارواکو او انډیوالانو يې هیڅ فکر هم نه دی. باید بل فکر وکړو، پرته له موږه په دې نړۍ کې نور خلک هم شته، لاړ به شو وګورو چې هغوی د خپلو چارواکو سره څه کوي، چې موږ هم همهغسې کار وکړو.
وګړو بیا هم د هغه غوښتنه ومنله او درې روڼ اندي يې غوره کړل او درې ګاونډیو هېوادونو ته يې ولېږل چې هلته وګوري چې د دغه ځايونو خلک د چارواکو د ظلم او ستم پر وړاندې څه کوي چې دوی يې هم زده کړي.
دا درې کسان درې کاله په بهرنیو هېوادونو کې پاتې شول، د هغوی د کار او ژوند په اړه يې بشپړه څېړنه وکړه. کله چې يې معلومات تر لاسه کړل، خپل هېواد ته راستانه شول…چې خپلو هېوادوالو ته د مبارزې لارې وښايی.
يوه ورځ وګړي د هغوی د خبرو د آوريدو لپاره راغونډ شوي وو، لومړي کس وويل: هغه هېواد ته چې زه تللی وم، وګړي يې ټول خوښ او خولې يې همېشه له خندا ډکې وې. د هېچا په کې نه بڼه ځپلې او نه تندی ګونځې وو. وګړو یې له ګهيځه تر ماښامه د «هوپ تيرا نام» سندره ويله او نڅل يې. که موږ ښه ژوند او سوکالي غواړو، باید دا سندره زده کړو او د همېشنۍ ځپلتیا پر ځای تل وناڅو او سندرې ووایو!…
دويم کس وويل: هغه هېواد ته چې زه تللی ووم، هلته د غم، غوسې او خپګان نښه هم نه وه، د هغه ځای وګړو هم د «تیرا نام هوپ» سندره ويله او نڅل يې!…
درېيم روڼاندي وويل: هغه هېواد ته چې زه تللی ووم، وضع همداسې وه لکه زما دوه ملګرو چې وويل، خلکو د غم او ځپلتیا پر ځای د ګهيځ نه تر ماښامه د «نام هوپ تیرا» سندره په خوله وه…که موږ هم غوښتي وي چې د چارواکو اوامر د پښو لاندې کړو، باید دا سندره زده کړ او د ګهیځ نه تر ماښامه له دې سندرې سره وناڅو.
وګړي چې د خپلو روڼ اندو استازو د راپور آوريدو حيران کړي وو، وويل: په نڅا او سندرو خو نه شو کړلی چې د ظلم او ستم مقابله وکړو، موږ اصلاً ستاسې د خبرو په مانا پوهه نه شو، آیا تاسې پخپله د دغو خبرو په مانا پوهېږئ؟
استازو وويل: البته چې پوهېږو، داستې هم کېدی شي چې په يو مطلب دې پوهه نه شو او چا ته دې لارښودنه وکړو!
نو ویې وايې چې موږ هم پوه شو…
لومړني سړي موضوع شرح کړه: ليدلي به مو وي کله چې يو سپي يو لاروی وويني څومره غاپي؟ «هوپ تيرا نام» د همدې ښکارندوي کوي!…
دويم سړي وويل: د «تیرا نام هوپ» مانا دا ده کله چې د تلې يو پلو کې خټې او په بل پلو کې سره زر واچوئ، د تلې ډنډه همهغې لورې ته کږېږي چې درنه وي، تلې ته سره زر يا خټه څه فرق نه کوي…دې حالت ته «تیرا نام هوپ» وايي.
درېيم سړي وویل: د « نام هوپ تيرا» مانا داسې ده: کله چې يو ښاغلی او نوکر يې په تودوبي «حمام» کې لوڅېږي، د هغوی تر منځ هيڅ توپیر نشته او هېڅوک نه پوهيږي چې کوم يو يې ښاغلی او کوم يو يې نوکر دی؟ دې حالت ته «نام هوپ تیرا» وايي.
حاضرين د دې دريو روڼ آندو له توضيحاتو ډیر خوښ او راضي شول او پرېکړه يې وکړه چې روڼ آندي دې دا څه چې يې زده کړي دي خلکو ته زده کړي، چې وګړي لکه د نورې نړۍ د خلکو په څير د چارواکو د ظلم او ستم مقابله وکړی شي.
له دغې ورځې وروسته په هره غونډه، جرګه، وينا ان په کوڅو او بازار کې د «هوپ تیرا نام»، تیرا نام هوپ» او «نام تیرا هوپ» چغې اسمان ته رسېدلې.
د خلکو د ټنډو ګونځې ورو ورو وغوړېډې او د مخ کرښې يې ورو ورو هوارې شوې. وګړو نور د دې پر ځای چې سرونه ښکته واچوي په هره کوڅه او چم کې به يې دا سندرې ويلې او نڅل به يې. کله چې دا غږونه او چغې د چارواکو او انډيوالانو غوږونو ته يې ورسېدې، لومړی يې جټکه وخوړه او په فکر کې ډوب شول، خوښي او سوکالي يې له منځه ولاړه او د خلکو د خوښۍ د دلیل د معلومولو لپاره په چُرت کې شول.
له همدې کبله د هغوی وريځې ښکته پرېوتې او وچولي يې ګونځې شول. ورځ په ورځ د خلکو خوښې او د چارواکو د ټنډې ګونځې زياتېدلې. نور د چارواکو او د ملګرو د صبر او زغم کاسه په ډکېدوه شوه. نور چا د چارواکو امرونو ته ارزښت نه ورکاوه، وګړي نور د چارواکو له ګواښونو، ګوتڅنډنو، ظلم او ستم نه، نه ډارېډل او د هغوی د ظلم او ستم په مقابل کې به يې هوپ تيرا نام، هوپ نام تیرا او نام تیرا هوپ سندره ويله او له دې سندره سره به يې نڅل…
چارواکو او انډیوالانو يې پرېکړه وکړه چې د وګړو د خوښۍ مخه ونيسي، فرمانونه يې صادر کړل چې هرڅوک که سندره ووايی او وناڅي پرته له محکمې به غرغره شي!
خو څه ګټه يې و نه کړه، چارواکو خو نه شو کولای چې ټول وګړي غرغره کړي، نو ورته په کار وو چې بله کومه لاره او چاره ولټوي.
دا پلا د چارواکي يو انډيوال يو نوی او شيطاني نظر وړاندې کړ. د چارواکي هم همدا نظر خوښ شو، او له لومړني روڼ اندي چې په سفر تللي وو او وګړو ته يې دا جملې زده کړې وې، هغه يې د چارواکي ماڼۍ ته راوغوښت. چارواکي د هغه ډير درناوی وکړ او ورته يې وويل:
زموږ هم دا سندرې ډېرې خوښې شوې او ډير خوند مو ترې واخیست. زړه مو غواړي چې ملت هميشه سندرې ووايي او وناڅي. د همدې خاطره مو ستاسې څخه يوه غوښتنه درلوده، د دې کبله چې د دې جملو ويل ډير سخت او مشکل دي او ټول نه شي کولی چې دا سندره ووايي او ترې خوند واخلي…که اسانې جملې پيدا کړی شئ، حتمي نه ده چې څوک دې پرې پوه شي، موږ حاضر يو چې تاسې ته دوه سوه کڅوړې سره زر درکړو.
لومړنی روڼ اندی چې ګوري، دا غوښتنه په ښکاره منطقي او د ملت په ګټه ده د چارواکي غوښتنه مني او وايي: په ډيره مينه مې ومنله.
له هغې ورځې وروسته د وګړو پام کېږي چې له اصلي جملې نه دوه ټکي کم شوي دي او يوازې هوپ تيرا پاتې ده، او د هغې معنی ده چې يو سپی پرته له خاونده هر چا ته غاپي.
چارواکی دا پلا دویم روڼ آندی ماڼۍ ته رابلي، د هغه هم ډیر درناوی کوي او د سندرې د لنډېدو غوښتنه ترې کوي. دغه روڼ آندی هم د چارواکي غوښتنه مني او خپله جمله د «تيرا هوپ» په شکل اصلاح کوي، چې مانا يې ده کله چې خټې او سره زر وتلې د تلې ډنډه هر لورې ته ښورېږي.
چارواکی لکه د دوه نورو درېيم روڼ اندی غولوي او هغه هم خپلې جملې ته د «هوپ تيرې» په بڼه بدلون ورکوي، يعنې په تودوبي کې د ښاغلي او نوکر لوڅېدل!…
دا بدلونونه که څه هم جُزيي دي، خو د وګړو په کړنه کې ډير بدلون راولي، که څه هم وګړي خاندي او له دې سندرې سره ناڅي، خو ټول پوهېږي چې د خوښۍ او خوشحالۍ اندازه يو څه کمه شوې ده.
هر څومره چې د ولس خوښي کميږي، هومره د چاروکو ټنډه غوړېږي.
چارواکی بيا روڼ اندي رابلي لومړني روڼ اندي چې ماڼۍ ته راځي، د لومړي ځل څخه ډیر د هغه درناوی کوي او ورته وايی:
آيا ممکنه ده چې د خپلې جملې څخه يو څو ټکي نور هم کم کړې، چې وګړي په اسانۍ دا سندره زمزمه کړی شي! موږ حاضر يو چې تا ته درې سوه د سرو زرو کڅوړې درکړو، بیا هم روڼ اندی ځواب ورکوي: په سترګو قربان!
همدا رنګه دويم او درېيم روڼ اندی د چارواکي غوښتنه مني پخوانۍ جملې د «هوپ تې، تي هوپ او هوپ تا» په بڼه بدلېږي. چې د هغوی مانا ده د سپي غپا، د سرو او خټو تلل او د خلکو د لوڅېدو تودوبی. وګړي بیا هم په سندور او نڅاوو بوخت دي، خو په هغوی کې پخوانۍ خوښي نشته او له سندروه هیڅ خوند نه اخلي او هر ورځ يې ورسره مینه کمېږي.
له بل پلوه هره ورځ د چارواکو تندي غوړېږي او د خپل برياليتوب نه خوند اخلي.
چارواکی د دریم ځل لپاره روڼ اندي راغواړي او د سرو زرو د کڅوړو شمېر ورته ډېروي او له هغوی غواړي چې خلک دې يوازې هوپ ووايي.
روڼ اندي بیا هم دا غوښتنه مني او جملې لنډېږي. خو وګړي نور د دې کلمو په مانو نه پوهېږي او خپګان يې پیل کېږي.
د وګړو خپګان او ځپلتیا او د لارښود او انډیوالانو خوښي يې ورځ په ورځ ډېرېږی. لامل يې هم ښکاره دی ځکه چې اوس وګړي د دې کلمو په مانا نه پوهېږی، خو چارواکی او انډیوالان يې د هغې په مانا ښه پوهېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.