حکمتیار: د افغانستان نړیوال متحدین دې د ګاونډیو د مداخلې مخه ونیسي

0 1,011

د حزب اسلامي مشر وايي، که نړیواله ټولنه یوازې په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د لاس وهنې مخه هم ونیسي دا همکاري یې له افغانانو سره کافي ده.

ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې وضعیت داسې حالت ته رسېدلی چې په خپله ایراني جنرالان د افغانستان په چارو کې د ښکاره مداخلې خبره کوي.

نوموړي زیاته کړه:

“له بده مرغه اوس زموږ د هېواد وضعیت داسې دی چې ایراني جنرالان وايي، افغانستان یې د ځمکې او هوا له لارې تر شدید څار لاندې نیولی دی، که نړیواله ټولنه یوازې له افغانانو سره دا مرسته وکړي چې بهرني هېوادونه زموږ په کورنیو چارو کې له لاس وهنو منع او د وسلو د رالېږلو مخه یې ونیسي او افغان پرېږدي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي د هغوی همدا مرسته هم موږ ته کفایت کوي.”

افغان حکومت تر اوسه د افغانستان په چارو کې د ایران د مداخلې د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا درې اوونۍ وړاندې د ایران د سپاه پاسداران یوه قوماندان احمد رضا پوردستان ایراني رسنیو ته ویلي، سربېره پر دې چې د ځمکې او هوا له لارې افغانستان او عراق د دوی تر نظر لاندې دی، د افغانستان په ۳ ولایتونو کې پراخ استخباراتي نفوس لري.

په ورته وخت کې په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن هم ویلي و چې ایران غواړي د افغانستان، عراق، یمن او د نړۍ د نورو هېوادونو د بې‌ثباته کولو تر څنګ په منځنۍ اسیا کې خپل نفوذ پراخ کړي.

د فراه والي عارف شاه جهان هم څه موده وړاندې ازادي راډیو ته ویلي و چې د ایران د سپاه پاسداران د نیرو قدس ځیني غړي په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته تګ راتګ کوي او برعکس په فراه کې د وسله والو طالبانو مشرانو ته په ایران کې د استوګني امکانات برابر شوي دي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، په دې کې شک نشته چې ایران او پاکستان د افغانستان په چارو کې مداخله کوي خو د دوی په خبره، پکار ده چې لاس وهنې یې مستندې شي.

د سیاسي چارو کارپوه بشیر هاتف په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

“دوه ګاونډي هېوادونه چې ایران او پاکستان دي د افغانستان په چارو کې پوره لاس وهنې کوي او په دې وروستیو کې افغان حکومت له ملګرو ملتونو سره په ګډه په داسې مدارکو باندې کار کوي چې هغه په افغانستان کې د ګاونډيو هېوادونو مداخلې ثابتوي او تمه ده چې هغه امنیت شورا ته به یې وړاندې کړي.”

د ښاغلي هاتف په خبره ترکومه چې په افغانستان کې د ایران او پاکستان لاس وهنې کره نه شي او په اړه یې اسناد راټول نه شي ستونزمنه ده چې نړیواله ټولنه په دې برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply