ميرزا ډوله / عبدالنافع همت

0 1,241

۱. دا کار شونی دی، دا کار ناشونی دی – اين کار شدنی است، اين کار ناشدنی است.
دې مصنوعي او ترجمه شويو کلمو ته هيڅ اړتيا نه‌شته. موږ په پښتو کې د دې مفهوم د افادې او څرګندولو لهپاره خورا واضح او لنډه ولسي جمله لرو، لکه «دا کار کېدای شي، دا کار نه‌شي کېدای.»
زه چې د پښتو له څومره لهجو سره بلد يم، د عامو خلکو له خولې مې هیڅکله «شونی»، «ناشونی» او «شونتيا» کلمې نه دي اورېدلې، که چا اورېدلې وي هيله ده دلته يې يادونه وکړي.

۲. ښځه، پېغله
د کابل دريژبي خلک مېړوښي ښځې ته «زن» او پېغلي ته «دختر» وايي چې اوس کابل‌مېشتو پښتنو هم دا کلمات لکه توتيان ټکي په ټکي ترجمه او ياد کړي او هره ورځ يې په ورځنۍ محاوره کې وايي، خو زما په فکر «ښځه» د مدني حالت نه، بلکې د جنس نوم دی، هغه که يو ساعت عمر ولري او که سل کلنه وي. که پېغله، مېړوښه، طلاقه او يا کونډه وي، ښځه بلل کېږي. کله چې موږ وايو، د ښځو حقوق، د ښځو درناوی، له ښځو سره زورزياتی، ښځينه طبقه؛ نو ايا هدف مو يوازې مېړوښې ښځې دي؟ ايا د پېغلو، طلاقو شويو ښځو او ماشومو نجونو د حقوقو، درناوي، تعليم، کار او هوسا ژوند خبره نه کوو؟ ښکاره خبره ده چې ځواب «نه» دی. مثلاً يو خبريال وايي؛ «ناټو په روزګان کې د واده يو موټر بمبارد کړی چې شل ښځې يې وژلې دي.» که څه هم د ورا په دې موټر کې به پېغلې او مورروې «شيرخورې» نجونې هم وژل وي، خو موږ يې د جنس له پلوه تلفات يادوو، نه د مدني حالت له مخې، يا مثلا وايو؛ «په کندهار کې موټرچلوونکي، ښځې د موټر په ډاله/ډيکۍ کې کښېنوي.» که څه هم د موټر په ډاله کې به نجونې هم ناستې وي، خو خبريال دا بې‌انصافي او سپکاوی د جنس له مخې يادوي.

د افغانستان په تذکره کې مدني حالت څلور ډوله تعريف شوی او ثبت شوی دی؛ مجرد، متاهل، کونډ او طلاق. که چېرې «ښځه» د مدني حالت نوم وای، خامخا يې په دې مهم حقوقي، عرفي او رسمي سند کې يادونه کېدله.

کله چې موږ يوه ښځه نه پېژنو او يا يې مدني حالت نه وي راته مالوم؛ نو هغې ته هم د ښځې په کلمه خطاب کوو، مثلاً وايو؛ «اې ښځې! دا ماشوم ستا دی؟»
زه تر پنځلس کلنۍ پورې په کلي کې اوسېدلی يم، بيا د جګړو پر مهال جنوبي پښتونخوا کوټې ته کډه شوو، له هغه ځايه پېښور او له پېښوره کابل ته راغلو، اوس مې هم مور، خويندې او وروڼه په کلي کې ژوند کوي، په کال کې څو واره يا زه کلي ته ځم او يا دوی کابل ته راځي، د ژوند په دې اوږده سفر کې مې د پښتو بېلابېلو لهجو ته پام کړی، خو په ولسي بانډارونو کې مې «ښځه» کلمه د مدني حالت په حيث نه ده اورېدلې، خو که په کابل کې ووايم چې «زرغونه ډېره حياناکه ښځه ده!» يو کابل‌مېشتی پښتون مې سمدلاسه په خوله پورې راونښلي او خبره مې په خوله کې را وچه کړي، وايي؛ «هغه ښځه نه ده، نجلۍ ده.»

۳. سړی، نارينه
سړی هم د فارسي د «مرد، مردکه» ترجمه ده چې د نارينه په مانا استعمالېږي، خو موږ په پښتو کې د مذکر جنس لهپاره ډېر واضح، عام، روښانه او لنډ نوم لرو چې هغه د «نارينه» کلمه ده. مثلاً «نن رخصتي ده، نارينه مو په کور کې دي.»، «د نارينه لهپاره ژاولې ژوول ښه نه وي.» ، «ښځې ته له نارينه محرم پرته د حج اجازه نه‌شته.» زما څېړنې دا ښيي چې «سړی» انسان او «سړيتوب» انسانيت ته وايي چې هم نارينه او هم ښځينه پکې راځي. مثلاً يو څوک يوې ښځې ته وايي؛ «په تا کې هيڅ سړيتوب نه‌شته.»، «ته بېخي له سړيتوبه وتلې يې!»، «سړيتوب ښه دی.» دلته يې هدف دا نه دی چې په تا کې د نارينه تناسلي الې يا نارينه خويونه نه‌شته، مطلب يې دا وي چې ته د انساني خويونو، معيارونو او اخلاقو له خوا کمزورې يې.

لکه څنګه چې ښځه د مېړوښې په مانا ليکل ولسي او کره لغت نه دی، دغسې سړی هم د متاهل په مانا کارول معياري نوم نه دی، لکه څنګه چې ناپېژاندو ښځمنو ته د ښځې کلمه کارول کېږي، دغسې ناپېژانده نارينه‌وو ته هم د سړيو خطاب کېږي چې دا د نارينه‌وو لهپاره د ښځو له خوا يوه ځانګړې ټاکل شوې قاعده ده او تر ډېره حده يې ښځې وايي؛ نو په لنډ ډول ويلای شو چې «سړی» د انسان او نارينه د مذکر جنس مانا لري، دغه ډول «ښځه» د مونث جنس او مېړوښه د هغه متاهل حالت ته
ويل کېږي، خو که هدف مو په عام ډول د جنس يادونه وي، بيا ښځې او نارينه وايو.

۴. يو اعشاريه څلور ميليونه افغانۍ، څوارلس لکه افغانۍ؟
دا يوه رياضيکي اصطلاح ده. عشر په عربي ژبه کې لسو ته وايي. کله چې په رياضي کې يو عدد پر لسو برخو ووېشل شي او هدف مو له دې لسو برخو د يوې يا څو برخو يادونه وي؛ نو د «اعشاريه» کلمه کاروو. کله چې يو ميليون پر لسو برخو ووېشو، لس لکه کېږي، که وايو چې يو اعشاريه څلور لکه افغانۍ، مطلب مو دا وي چې يو ميليون ثابت عدد دی او دويم ميليون پر لسو برخو وېشل شوی او له هغو څخه څلور برخې يانې څلور لکه را اخيستل شوې دي. د رياضي، حساب او محاسبې په چاپي کتابونو او راپورونو کې د اعشاريه کلمه کارول علمي، معياري او کره ده او بايد په همدې بڼه وليکل شي، خو راډيو او ټلوېزيون د عامو خلکو لهپاره هم وي او عام خلک په اعشاريه نه پوهېږي او نه يې په ورځنۍ محاسبه کې کاروي، د « يو اعشاريه څلور ميليونه افغانۍ» په پرتله د «څوارلس لکه افغانۍ» جمله عامه، ساده او لنډه ده.

۵: ګړۍ، ساعت، شېبه؟
ګړۍ دوې ماناوي لري. يو د وخت اندازه کولو يوه اله (Watchh) ده چې د ډېورنډ کرښې ها خوا پښتانه يې وايي او بل د شېبې او لحظې مانا لري. کله چې ساعت نه و اختراع شوی، عربو ساعت شېبې او لحظې ته ويل. مثلا د قران‌کريم دا ايت به راواخلو؛ «إِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لاَیستَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلاَ یسْتَقْدِمُونَ.»
ژباړه؛ کله چې د دوی د مړينې وخت راورسېږي، يوه شېبه هم مخکې وروسته نه کېږي.

څه وخت چې دا ايت شريف نازلېده، ساعت نه و اختراع شوی او عربو هم «ساعت» شپېتو دقيقو وخت ته وايه. اوس تقريباً ټولو علماوو او مفسرانو «ساعت» په شېبه او لحظه ترجمه کړی دی. البته هغه علما چې د پښتو ژبې له ادبياتو، ګرامر او نحوې سره بلد دي، خو کله چې ساعت اختراع شو، د «ساعت» کلمه د انګلېسي ژبې (Hour) معادل وبلل شوه او اوس يوه ټاکلي او مشخص وخت ته وايي چې شپېته دقيقې کېږي.

د عربي په ډول په پښتو کې هم «ساعت» شپېتو دقيقو ته ويل کېږي، خو هغه ژبپوهان، ليکوال او خبريالان چې ساعت په ګړۍ ترجمه کوي له ژبپوهنې او ادبي پلوه بې‌لارې شوي دي، ځکه چې که «ساعت» په ګړۍ ترجمه کړو، له شېبې سره ورته بلل کېږي او په مانا کې ټکر «التباس» پېښوي. ساعت نن په پښتو کې يوه ولسي کلمه ده چې د عربي په شان شپېتو دقيقو ته ويل کېږي او ټول پښتانه يې هم پېژني او هم يې استعمالوي.

زما په فکر هغه ژبپوهان او ليکوال چې په کابل کې زېږېدلي او سپين‌ږيري شوي، د دوی د ژبپوهنې پر اصولو او کره پښتو ډېر باور په کار نه دی. دوی له ماشومتوبه له فارسي ټکيو او ګرامر سره اشنا شوي او د وخت په تېرېدو يې د پښتو طبيعي او ولسي روحيه مسخه شوې ده. د دوی په ذهن او خوله کې ترجمه شوي کلمات، عبارتونه او جملې اوړي را اوړي، خو دوی پر ځانو نه دي خبر او فکر کوي چې دوی اوس هم د خپلو پلرونو او نيکونو غوندې په خپل اصلي ټاټوبي کې ژوند کوي او ژبه يې ولسي او سوچه ده.

ما د بهرنيو ژبپوهانو او څېړونکيو په کتابونو کې لوستي چې په ژبنۍ څېړنه کې د کابل مېشتو ښاري پښتنو پر ژبه او لغتونو باور او استناد مه کوئ.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply