ډاکتر عبدالرحمن زمانی – دغازي امان الله خان له نظره د خپلواکۍ په ساتنه کې د پوهنې او ښوونې اهميت

0 1,715

ډاکتر عبدالرحمن زمانی

دغازي امان الله خان له نظره

 د خپلواکۍ په ساتنه کې د پوهنې او ښوونې   اهميت

 

د اسد ۲۸ نيټه د خپلواکۍ د بيرته گټلو وياړلې کليزه ده . د هيواد د خپلواکۍ په لاره کې د ټولو اتلو شهيدانو او غازيانو پاکو ارواحو ته د درود په استولو، غواړم په دغه مناسبت دخپلواکۍ په ساتنه کې د پوهنې او ښوونې  د اهميت په هکله د انگريزي استعمار څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بيا گټلو د اتل، غازي امان الله خان، د الهام بښونکو ويناو څخه يو څو برخې تاسو په خپلواکۍ او آزادۍ مينو هيوادوالو ته ډالۍ کړم .

 

خپلواکي ورکول کيږي نه، بلکې اخيستل کيږي . خپلواکي کوم داسې څيز نه دئ چې څوک يې چاته وروبښي . دا استقلال مونږ ته چا بخښلې نه دئ، بلکې خدای تعالی پر مونږ د دغه ستر نعمت پيرزوينه کړې ده، او د وينو په توئيدو او تورې په زور تر لاسه شوې دئ (۱).

د خپلواکۍ گټل او وساتل په ثابت عزم، زړورتيا، بيداری، سرښيندنې او يووالي سره کيږی (۲)،   خو « دخپلې خپلواکۍ ساتنه بايد څرنگه وکړو؟  آيا د خپلواکۍ ساتنه په دغه اوسنيو رنگارنگو بيرغونو او ښکلاوو سره ترسره کيږي؟

نه ! د خپلو بچيانو او هغه نسلونو په زړونو کې چې له دويه پيدا کيږي ، د هيواد پالنې او سرښيندنې (فداکارۍ) حس پيدا کړو . ځکه کله چې فداکاره اوسو، هيڅ وخت به خپلواکي له لاسه ورنکړو. او کله چې مو صالحه اولادونه د پوهې او تربيت خاوندان اوسي، د وينې د توئيدو اړتيا هم نه وي، او پوهنه  به يې ساتنه وکړي .

که چيرې ستاسې اولادونه د پوهې او تعليم خاوندان اوسي، نوحسودان او ستاسې د خپلواکۍ ليوني دښمنان  ستاسې په دغه شرف او خپلواکۍ تيرې کولاې نشي . نو ځکه د پوهنې او ښوونې په برخه کې زيار وباسئ »  (۳).

غازي امان الله خان په خپله وينا کې بهرنيو هيوادونو ته د زده کوونکو استولو ته په اشارې سره خلک تشويق کړل چې که څه هم  د گرانو اولادونو جلا کول او زده کړې ته ليږل سخت وي، خو دابه په هيواد کې د جهل د مخنيوي او پوهنې  په لاره کې ددوې داسې سرښندنه او فداکاري وي، کومه چې يې د خپلواکۍ دپاره کړې وي .

غازي امان الله خان د پوهنې د اهميت په هکله ټينگار کولو او حتی کله چې به يې د جمعې او اختر د لمونځونو امامت کوو، نو په خطبو کې به ېي هغې ته اشاره کوله :

«زما ورونو!

که د ځينو چارو په هکله تاسې ته توصيه کوم، لدې امله نه ده چې تاسې پرې نه پوهيږئ . تاسې هر يو په دې شيانو ښه پوهيږئ. زما مقصد يواځې دادئ چې د پوهنې له مخې پدې شيانو پوهيدل گټور او حقيقت ته نږدې وي . ځکه چې هر څه په پوهنې پورې اړه لري. هغه ملت چې پوهنه نلري، هيڅ شئ نلري، او په ژونديو ملتونو کې نه شميرل کيږي . که د پوهنې په ډگر کې کوښښ وکړواو د هغې په ترلاسه کولو کې د خپلو لارښوونکو د سپارښتنې  پر بنسټ عمل وکړو، ورځ تر ورځې به پرمختگ وکړو.

پاملرنه وکړئ چې حضرت رسول الله (ص) د پوهنې حاصلولو ته تر کومې اندازې اهميت ورکړئ دئ چې  (اطلبو العلم  ولو کان بالصين)  عربان چين ته صين وائی  يعنی علم حاصل کړئ که څه هم په چين کې وي. د صنعت او تجارت او نورو شيانو پرمختگ ټول په علم پورې تړلي دي، ژوند په علم پورې تړلې دئ .

حکومت د تعليم سامان، معلم، ښوونځي او هر څه برابر کړيدي. اوس هغه وخت تيرشوې چې خلکو به خپلو بچيانو ته شتمني ټولوله او بچيانو به يې څه  لس ورځې په عيش تيرولې، خو څرنگه چې نه پوهيدل، نو ټوله شتمني به يې ضايع او له منځه تلله .  نه! خپلو بچيانو ته پوهه ورټوله کړئ . ځکه چې د هر چا رښتيني شتمني د هغې پوهه او معارف دئ ، او د علم خزانه له منځه تلونکي نه ده.

اوس ټول خلک سره برابر دي او ددوې تر منځ هيڅ توپير نشته. الحمدالله مونږ مسلمانان يو او هيڅ کس پر بل لوړوالې نلري. هغه وخت چې پرخپل خاندان به مو وياړ کوو، تير شويدئ . يواځې هغه کسان چې علمي پانگه او د پوهې تجربه يې لوړه وي، ميدان گټي.

که څه هم دا شيان چې زه درته وايم، الحمدالله تاسې ټول پرې پوهيږئ، خو زړه مې درد کوي! غواړم چه ښه پرې پوه شئ.      

په خلکو کې يوه اصطلاح ده چې زه د تورې (شمشير) بچې يم. ما په پيل کې عرض وکړ چې توره په پوهې جوړه شويده. که پوهه نه وای، په نړۍ کې به توره هم نه وای.نو ځکه تر هر څه دمخه ښوونې ته پاملرنه وکړو.

د علم زده کړه يواځې په کوچنيتوب پورې اړه نه لري، بلکې کوچنيانو او لويانو ته علم ضروري دئ  (اطلبو العلم من المهد الی اللهد) يعنې له هغه وخته چې په ځانگو کې ياست تر څو چې مړه کيږئ او لحد ته ښکته کيږئ، زده کړه وکړئ» (۴).

غازي امان الله خان د علمي پرمختگ په هکله ويل «هغه ملت چې پوهه ونلري، هيڅکله د خپلو حقوقو ساتنه نشې کولای، او هرومرو به  نور د هغوې پر مشروعه حقوقو د تيري لاس ورغځوي .

ترا علم در دين و دنيا تمام

که کار تو از علم گيرد نظام

که تاسې علميت او پوهه ولری، څوک هم ستاسې پر حقوقو تيرې کولاې نشي .  که تاسې په رښتيا سره د پوهنې په ډگر کې کوښښ ونکړئ، خپله آزادي او خپلواکي ساتلی نشئ»(۵).

(پای)

ماخذ

  1. امان افغان، دوهم کال ۴۵-۴۶ گڼه، د ۱۳۰۱ لمريز هجري کال د وږې ۳۰مه (۱۹۲۲ د سپتمبر ۲۱مه نيټه (د استقلال د څلورمې کليزې په مناسبت د غازي امان الله خان وينا).
  2. دزمري د مياشتې په ۱۱مه نيټه، د پغمان په عمومي بڼ کې دخپلواکۍ د پنځم تلين د مراسمو د پيل وينا
  3. انيس ، د ۱۳۰۶ کال د وږي د مياشتې ۱۶ نيټه (د خپلواکۍ د گټلو د نهمې کليزې  د پرانيستلوپه مراسمو کې د غازی امان الله خان وينا)
  4. امان افغان، د څلورم کال ۱۸، ۱۹، او۲۰مه گڼه، د ۱۳۰۲ کال د تلې د مياشتې لومړۍ نيټه (د لوې باختر په ورځ د اعليحضرت امان الله خان خطبه).
  5. امان افغان، د پنځم کال ۴۵مه گڼه، د ۱۳۰۳ کال د کب د مياشتې ۱۶مه نيټه (په سلامخانه کې د جشن په مناسبت د غازي امان الله خان وينا).

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply