اوښکې /محرم درانۍ 

0 1,743

زه غواړم د خپل ژوند حقیقت بیان کړم خو؛ ویریږمه چې له آسمانه تیږې ونه وریږي ، لمر له ډيره غمه ویلی نه شي خلک له  ډیرې غصې غرونه لاسونو کې راپورته او زموږ ویجاړ او غم لړلی وطن نورهم ونه نړوي.

غواړم چې خپل د ژوند پټ راز بیان کړم چې هیچا یې اوریدو ته غوږ نه دی ایښی او نه هم څوک وخت ورکوي خو له تا هیله کوم لږه شیبه تم شه او زما د ژوند له حال هم خبر شه زه هم انسانه یم او ستا په اسلامې هیواد کی ژوند تیروم خو هره شیبه په ویر اخته یم ،اوښکې سیلاب سیلاب روانې خو بیا هم د خپلو اوښکو چینې د غم په تیږو تړم …زړه راته وایي چې یو داسې ځای ته پناه یوسم چې هلته څوک په مظلوم ظلم نه کوي چې انسان د بل انسان وینې نه څښي او د ځوانانو شنه سرونه ونه ریبل شي.

خو بیا هم زه داسې نه انګیرم چې په دې ظالم ماحول کې زما دا لویه هیله د عمل جامه پر تن کړي ځکه هرڅومره تریخ لکه ځوځان دی آخر تیره به شي او الهي عدالت به په میدان د حشرګاه کې پلی شي هلته به زه خپل رب ته دا ووایم :

یه زما لویه ربه !

آیا یوازي زه دې غم  تیرولو ته نړۍ ته را ولیږلم ما لا په نړۍ کې سترګې غړولی نه وې چی  زما په سر معامله پیل شوه ، غم له ما مخکې زما لمن ونیوله او لا د څلویښتو شپو ماشومه ومه چې خپله مور مې هم نه پیژنده چې د ژوند تیاره لړۍ مې پیل شوه او زما د راتلونکې بلې ډیوې مړې شوې ، د ظالم تره لخوا مې د بلهارۍ میدان ته بیول شومه د یو چا د ښادۍ په مراسم کې می قاتل کاکا شو، هغه له ډیرې خوښۍ د ټوپک ډزې وکړې خو بد کې زه لاړمه او قربانې ما ورکړله…

دا قضاوت هم هغه چا وکړ چې ځان یې پر ځمکه ستا نوماند باله که به یوه دوه ټکي له قران خبر و کنه خو ستا کرسۍ کې ناست و.

دا خو اسلام نه مني او انسانیت نه مني هغه ماشومه چې لا ګناه او ثواب نه پیژنې بیا په نه کړي جرم قربانې ورکوي ؟

خدایه یوازې مې غږ ته اورې  او یوازی ته عادل پاچا یې اوس قضاوت ته وکړه زه به تر کله ژاړم زما مرستې ته کله  پیغمبر رالیږي وای نه نه د پیغمبرانو لړۍ خو هم بنده ده نو راته ووایه چې زه خپل پیوند پیوند پوړنۍ چاته وغوړوم او ورنه خیرات د عدالت وغواړم ؟

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply