پښتون غيرتي دی که جاهل؟ / اجمل درمان

0 1,392

وايې چې پښتانه غيرتيان او هوښياران دي او استثاءً په کې يو نيم بې غيرته پيدا کيږي!

خو زه وايم يو نيم يې استثناءً هوښياران دي نور ټول يې جاهلان شوي دي.

که يې نه منئ، راځئ دا لاندې کرښې راسره ولولئ.

پښتون ځان د جنت ټيکدار بولي، جهاد، ملايې توب او د ټوپک توره يواځې پښتون ته پاتې ده او د سنګر قطارونه پرې ډک دي، خو نور قومونه هم خدای ساتي او هم له عصرۍ نړۍ سره يو ځای په قطار کې دريږي

پښتون خپل سکه د تره زوی تربور بولي او د تضعيف لپاره يې دومره کار کوي چې خپله خيرات ټولوي خو د تره زوی د پښو وهلو لپاره يې مصرفوي. خو نور قومونه د تره لمسي ته هم د پښتون په مقابل کې لاس ورکوي او د خپلې خولې مړۍ ورسره نيمايې کوي

پښتون په حلاله طريقه ګټلی مقام هم په بل پښتون نه لوروي خو نور قومونه حتی په چور کې هم د بل ملا تړي

پښتون چې په حکومتي پوست مقرر شي، په هماغه ورځ له پښتو سره مخه ښه وکړي، خو نور قومونه دولتي پوست ميراثي ګرځوي او ټول قوم په اداره کې له ځان سره مقرروي

پښتون چې عصري شي پاړسيوان شي، همدا اوس له پنځوس سلنه ډير داسې پښتانه شته چې پښتو يې هېره کړې او په کور کې هم په پاړسي غږيږي، حتی په پښتو غږيدل ورته شرم ښکاري

پښتون مشر د خپل زلميانو ملاګانې ماتوي، پښتون بچي ته په څوارلس او شپاړس کلنۍ کې ښځه کوي، بيا پرې پښتون خسر هم ښه بمبار ولور کيږي او دا شپاړس کلن ځوان بيا مجبور دی چې د واده لپاره ياد لارۍ کلينډر شي او يا د مکتب چپړاسي. خو د نورو قومونو ځوانان د واده پيسې په يو تعليمي او د ښېګڼې په مرکز لګوي.

دا ټول لا پر ځای پريږده!

امان الله خان غازي چا له ملکه وشړو؟  پښتون

ډاکټر نجیب الله چا وواژه ؟ پښتون

اوس په کونړ، ننګرهار، نورستان، خوست او کندهار کې د پښتون ښوونځي څوک سيزي؟ پښتون

اوس په کونړ، ننګرهار، نورستان، خوست او کندهار کې د پښتون ځوان څوک له تيغه تيروي؟ پښتون

اوس په کونړ، ننګرهار، نورستان، خوست او کندهار کې د پښتون سپين ږيری او مخور څوک وژني؟ پښتون

د خاورې ساتونکي عسکر په مقابل کې د جنګيدونکی طالب لوړه فيصدي د چا ده؟ د پښتون

په پنځم او شپږم صنف کې د چا خور او لور مکتب ته له تللو منځ کیږي؟ د پښتون

د قتل ، زنا، تښتونې او .. کې په بدو کې لور او خور څوک ورکوي؟ پښتون

د پښتو، غيرت او پت په نوم څوک ډير وژل کيږي؟ پښتانه

ورور ته پيغور ورکول د چا عادت دی؟ د پښتون

په تشو ښکنځلو څوک قتل کوي؟ پښتون

د پښتون اشرف غني پسې تر نور ډير بد رد څوک وايې؟ پښتون

او …..

نو تاسې قضاوت وکړئ چې آيا پښتون جاهل او بې غيرت نه دی؟؟؟؟

ای پښتنو!

د خدای په خاطر او د رسول په خاطر نور راويښ شئ، نوره له تربور او تربولۍ تير شئ، نور هغه قوت، ځواک او پاور مو چې د بل پښتون په ذلیل کولو او د پښو په وهلو تيروئ؛ هغه د بېګانه دښمن لپاره کاروئ، نور په تاريخ مه وياړئ بلکې په خپله د تاريخ جوړونکي شئ.

إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ ما بِقَومٍ حَتّىٰ يُغَيِّروا ما بِأَنفُسِهِم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply