د بهسودو پل زړه سوری شو|/ فياض حميد

0 1,189

د پنځه زره کلنو په دې وطن کې د نادودو او ناخوالو بېلګې بلا ډېرې تېرې شوي، ګڼې لا تېرېږي او نورو ته سترګې په لار يو چې څه به کېږي؟ د هر چا چې څومره وس بر شوی، دې خاورې، ملت او وطن ته يې خپله مېړانه (!) پرې ايښې ده.

چا د انسان وژنې بېلابېلې لارې کشف او عملي کړې، چا د انسان لوټنې، چا د وطن ويجاړولو مختلفې لارې کشف او عملي کړي او چا د وطن لوټنې.

پر وطن چور او تالان ګډ دی، قاضي صيب پر خپل مېز په خواږه خوب ويده دی، څارنوال صيب پر خپل مېز، وطن که ورانېږي او که جوړېږي، تر دوی يې غږ نه رسېږي.

د خيانت په سلګونه بېلګې په دې وطن کې تېرې شوې، خو دا خيانت چې ختيزوالو او په تېره بیا د ننګرهار له ولسونو سره شوی دا به نه جبرانېدونکی خيانت وي.

د بهسودو دوه څنګ په څنګ پلونه، يو سل کلن پول په ملا کړوپ، ټپي ټپي، پټۍ پټۍ خو بيا هم تر اوسه په کې د ړنګېدا څرک پيدا نه شو. ولې؟ ځکه دا پل د هېوادپالو افغانانو په وخت کې د بهرنيانو له لوري جوړ شوی و، هغه وخت د وطن جوړونې فکر و، نه د وطن ړنګونې.

بل پل چې لا يې د پرانيستنې پټۍ نه ده پرې شوې، څو ځايه په زړه سوری سوری او شګې ترې باد باد کېږي، دا کارنامه (!) چا وکړه؟ چا دا ستر (!) کار ترسره کړی؟

هغه اشخاص چې په دې پله کې يې خيانت ترسره کړی، زه له هرې هغه ډلې څخه بدتر ګڼم چې د دې هېواد پلونه، ودانۍ او مکتبونه ړنګوي. ځکه دغه ډلې د داسې ودانيو په ړنګولو خپل مصارف کوي، خو دې ښاغلي (!) بيا د ملت پر پيسو، د ملت پر امکاناتو، په داسې حال کې چې ده ته يې هم ګټه رسېده، داسې يوه ملي پروژه ړنګ کړه چې زيان به يې څو لسيزې او شايد څو پېړۍ ووينو.

په دې خيانت کې ښکېلو کسانو به له همدې پله بنډل بنډل پيسې وړې وي، پر برېتو به يې لاس وهلی وي، چې نن خو مې دومره ګټه وکړه، بچي به يې وياړي چې پلار مې راته پيسې ګټلي، خو دا به يې هېڅکله نه وي ويلي چې ما نن د دې خوار او فقير ملت يوه ستره پروژه په بې رحمۍ وځپله، نن مې د دې غريب ملت له بوديجې دومره پيسې په بې ايمانۍ راوويستې، دا به يې هېڅکله نه وي ويلي چې له دې وطن سره يې څومره ستره جفا کړې؟ د څومره لوی ولس پل مې د ابادۍ پر ځای بربادۍ سره مخ کړ؟

ولسمشره! که بيا دغه ډول ملي خيانت ترسره نه شي، که بيا څوک د دې هېواد سره خيانت ونه کړي، که بل خاين دا ډول خيانت ته زړه ښه نه کړي، که دا هېواد ابادول غواړې؟ که داسې خاينين له هېواده ورکول غواړې، نو نن دې ورځ ده چې د بهسودو پل په سوري زړه کې ښکته تار ځوړند کړې او هغه ټول کسان چې په دې ستره پروژه کې يې خيانت کړی وي، وار په وار په علني توګه په دار وځړوې.

مشران يې خرڅوي په سوداګرو

خدای دې مل شي د وطن او د ملګرو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply