د سلطان پرضدلاریون/ عبدالروف لیوال

0 1,162

څو ورځې د مخه د هندوستان په جیپور(ګلابی ) ښارکې د سلطان علاءوالدین د فلم پرضد سلګونو راجپوتانوله تاوتریخوالی نه ډک لاریون وکړ، لاریون کوونکو غوښتل چې دفلم سناریو له سره ړنګه اودافلم نندارې ته وړاندې نشی ، سره له دې چې دافلم په ډیر لوی لګښت اوکړاونو جوړ شوی.

د بالیوود دنړۍ شهکار ( سلطان علاءوالدین )فلم :

د فلم اصلی داستان دسلطان علاءوالدین خیلجی مینتوب په یوه راجپوتي ډیرې ښکلې نجلۍ چې (رانی پادما واتی ) نومیږی ، راڅرخی ـ سلطان علاوالدین په دې جلۍ زړه بایلی اوتروسه هڅه کوی چې خپله یې کړی ، خو په آخر کې جلۍ ځان اورته غورځوی او همالته ستی شی ، ددې مینې اوکیسې په هکله په څوارلسمه پیړۍ کې مالک محمد غیاثی ،شعری ټولګه لیکی چې له مینځ پانګې نه یې دفلم دسناریوپه جوړولو کې هم کار اخیستل کیږی .

دفلم مرکزی کریکټر (سنجی لیلا بهان سالی ) چې دښایسه (رانی پادما) دسلطان دمینې په رول کې را څرګندیږی چې له همدې امله دلاریون کوونکو له تاوتریخوالی سره مخامخ شوه ، په فلم کې دسلطان علاوالدین ترهه ګریز رول (رانویرسنګ) لوبوی ، لاریون کوونکی د(رانویرسنګ ) رول د پاکستانی اجمل قصاب (دبمبی دچاودنې   تورن) او دحافظ ترهګرد بریدونوپه څیر غندي اووایی چې ددې فلم ښودنه ، ترهګرۍ په دود بدلولای شی .

سلطان علاوالدین خیلجی څوک وو؟

سلطان علاوالدین خیلجی ، په هندوستان کې دخیلجیانو دپیراړوند مسلمان پا چا تیرشوی ، او هغه مهال چې دده تره سلطان جلال الدین خیلجی په معزالدین کیقباد باندې  بری وموند په کال۱۲۹۰زیږدیزپه هند کې دسلطنت په ګدۍ کیناست او دامیر تزک په نوم یې په۱۳۰۳زیږدیز کال د(چتور) کلا له (راتن سنګ ) نه ونیوله او سوبمن شو ، سلطان علاوالدین دخپل دتره له لور ( ملکه جهان) سره لا پخوا واده کړی وو.

داسلامی سلاطینوظلم په هندوستان کې :

د اسلاطین په دوډلو ویشلای شو :

الف : افغان پا چا هان ، لکه سلطان محمود غزنوی ، شیرشاه سوری ، لودیان ( ابراهیم لودی ، سکندر لودی ، غوریان لکه سلطان غیاث الدین غوری او سلطان شهاب الدین غوری او بلاخره ستر امپراتور احمد شاه بابا .

ب : مغول : دمغولی پا چا هانوپیر چې له پنځلسمې پیړۍ تر اتلسمې زیږدیزې پیړې پورې رسی هم په دوبرخو لکه داورنګ زیب پا چاهی دظلم دوره اوبل کلتوری اولرغونی پیر لکه بابرشاه – همایون شاه – شاه جهان اونور .

ظلم دڅه لپاره : پښتانه وایی ( چې خورې یې نوپه خندا يې خوره ) خوشحال خټک له همدې مغولو دومره کرکه درلوده چې خپل وصیت کې یې ویلی وو چې ما هلته ښخ کړی چې حتی دمغولو دآس دپښو ګرد (دوړه ) زما دقبر خواته را نه شی دبایزید روشان مبارزه خو څه کوی ، په هر صورت له مطلب نه لرې نه ځو ، دهند دنیمې وچې خلک ډیری نرم خلک او افغانانو سره سخته مینه لری ، خوددې پاچاهانو له کړنو نه سر ټکوی ، دډیلی ښار په زړه کې ډیر ښکلی اولوی بڼ د ( لودی ګاردن) په نوم ښیرازه دی ، چې ددې بڼ په مینځ کې دابراهیم لودی مقبره هم شته ، خوله بده مرغه هیڅ پاملرنه نه ورته کیږی اولامل یې هم دافغان پاچا هانو له تاو تریخوالی ډک چلند بلل کیږی – خوهمایون ټامپ ، قطب منار ، تاج محل اونورو مغولی آثارو ته سخته پاملرنه کیږی.

دې سره باید ووایو چې دخیلجی پا چاهانو چلند هم افغان پاچاهانو ته ورته ګڼل کیږی خو له نیکمرغه ښه شوه چې ددې فلم سناریودلاریونکوونکو له خواد پاکستانی اجمل قصاب او حافظ دکړنو په څیر وبلل شوه .

عبدالرووف لیوال .

سرچینې : اندیا تودې  اوspeakingtree.in

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply