غزل/ ذبیح الله احساس

0 655

داسې خو نه ده لږ مستي په کار ده
لږه په خپل زړه زندګي په کار ده

ښه پرون خير، نن وايه! څه به کوو
نور دا خبره بنيادي په کار ده

چې مې ګڼله نه او ته راغللې
راځه اوس سمه خوشالي په کار ده

ته دې په زرو سلطنت ټینګوه
زما په زړونو باچاهي په کار ده

چې ښکلي وګورم نو غلی شمه
لکه چې نوره هم ځواني په کار ده

د ليندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۶لمريز/بلخ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply