دغه خواړۀ بیا مه تودوئ/وحیدالله تکل

0 924

د وسایلو په ډېروالي سره په عام ډول خلک کورونو کې د درې وخته پخلي پر ځای دوه وخته پخلی کوي، اکثر خلک د غرمې پخه ډوډۍ بیګا او یا د شپې پخه شوې ډوډۍ سهار خوري؛ خو ځینې خواړه دي چې د هغې خوراک د دوهم ځل ګرمولو نه وروسته روغتیا لپاره خطرناک ثابتیږي.

دلته داسې ځانګړي خواړه ذکر کوو چې که د شپې لخوا سم زخیره نشي، او دوهم ځل استعمال شي روغتیا زیانمنوي او مرګ ګواښونکي ثابتیږي.

سبزیانې او ترکاري: ځینې سبزیانې دي چې که هغه په سمه طریقه زخیره نشي او یا د سم نه ګرمولو نه وروسته وخوړل شي روغتیا ته نه یواځې خطرناک بلکې مرګونې ثابتیږي، د امریکې د خوراک خوندیتوب او ساتنې ادارې په وینا که چیرې د پاتې شوې سبزي خوړلو اراده لرئ نو باید په منفي ۴ سانټي ګریډ کې یې کیږدئ، پالک او همدارنګه نورې سبزیانې هیڅکله د کوټې په تودوخه کې مه ساتئ، ځکه چې دا د مختلفو ناروغیو لامل کیدلی شي، لکه ساه بندیدنه، سر تاویدل او همداسې نور.
نباتي_غؤړي: په ویجیټیبل غوړو کې خواړه دوهم ځلې ګرمول او بیا خوړل روغتیا لپاره زیانمنونکې دي، او دا د سختو او اوږدمهاله ناروغیو لامل کیږي، په دې سره د زړه او سرطان ناروغي رامنځته کیږي

پوخ_شوی_چرګ: د چرګ دوهم ځل ګرمولو نه وروسته خوراک خطرناک ثابتیدلی شي ، په ځانګړي ډول کله چې د څو اړینو شیانو خیال ونه ساتل شي، د چرګ په دوهم ځل ګرمولو سره په دې کې د شته پروټینو کموالی راځي چې بد هضمي پیدا کوي، که تاسې غواړئ چرګ دوهم ځلې ګرم او بیا وخورئ نو تر دومره اندازې زیات یې ګرم کړئ چې ددې دننه برخه هم ښه ګرمه شي.

وریجې: د وریجو زیات استعمال ته په کتلو ددې دوهم ځل استعمال هم د نورو سبزیانو په نسبت ډیر کیږي، چې د روغتیا لپاره زیانمن دي، د برطانیې معیاري خوراکي توکو ادارې په وینا چې د ورېجو ګرمول او بیا خوړل به دومره ستره ستونزه نه وي، خو دا په سمه طریقه نه زخیره کول د ناروغیو رامنځته کیدلو لامل جوړیږي، په وریجو کې ځینې بکتریاوې موجودې وي چې له پخیدلو وروسته هم نه ختمیږي، که تاسې ورېجې د پخیدو نه وروسته د خونې په تودوخه کې ساتئ نو ددې بکتریاوې نورې هم زیاتیږي، چې دوهم ځل خؤړو سره قئ، زړه پورته کیدو او نورې ناروغۍ رامنځته کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply