د ملي شتمنيو د لوټ تالان لړزوونکي رازونه/ سميع الله زېری

0 1,028

تر ۲۰۰۷ وروسته د وردګو له جلګې ولسوالي هره ورځ له ۵۰ ـ ۶۰۰ لاريو د ګچ ډبره کابل ته لېږدول کېږي.
د ګچ کاني زېرمې د طالبانو په ولکه کې دي، خو قرارداد يې په کابل کې لاسليک شوی، طالبان له هرې بار لارۍ ټکس اخلي.
له کانه د بار لاريو په را وتلو د دايمرداد په ميرانو کې د ولسوالي په نامه پرتو پوستو د خپلې خوښې محصول لګولی دی.
په دې سربېره هره لارۍ د سړک په اوږدو کې دطالبانو بېلابېلو ډلو ته د جوړجاړي له مخې پيسې ورکوي.

په چک ولسوالي کې حکومتي پوستې له سره له دغو لاريو خپل ټکس اخلي، په لار کې د نورو پوستو ونډه هم کره ده.
د طالبانو نورو ګروپونو هم پر دغو لاريو د خپل زړه ټکس لګولی دی. د کابل ـ کندهار لويې لارې ته په وتلو بېلابېلې پوستې له دغو لاريو خپله شوکه کوي.
دوه کاله وړاندې د دې له‌پاره چې طالبان د لاريو مسير په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندې راولي، د ګاوکش پر سړک کار پيل کړ، طالبانو د هرې لارۍ پر تېرېدو د ګچ پر ټکس سربېره د لارې جوړېدو ته «۱۰۰۰» افغانۍ ايښې وې.
که څه هم دغه لار دايمرداد ته لنډه وه، خو په جوړېدا يې د چک ولسوالي او پوستو خولو ته د محصول غوړه مړۍ نه‌شوای لوېدای، ځکه خو يې غوښتل ولسوالي د لنګر دښتې ته چې د ګاوکش سړک ورته ختلی، لېږدوي، خو دغه چارې ځينې تخنيکي او اداري ستونزې لرلې چې له امله يې ولسوالي په خپل ځای پاتې شوه.
اوس تر هغې په زياته کچه د ګچ د ډبرې لېږد د حکومتي پوستو او طالبانو تر قيموميت لاندې غځېدلی دی. داوړې غاړې ځانونه د دغه قاچاق خونديتوب ته ژمن بولي.
له بلې خوا د دغو لاريو د درانه منساژ له امله چک ته د غځېدلي سړک پخه شوې برخه په دوو کالو کې ويجاړه شوه او د چک برېښناکوټ پر بند تړلی پل يې زيانمن کړ.

د دغه پول له نړېدا يوازې لاره په بشپړه توګه د ټرافيکو پر مخ تړل کېږي، بلکې د بند په نړېدو د کاسې اوبه ګڼ کلي او کروندې هم ډبولای شي.
طالبان او حکومتي پوستې په يوه ګډ تعامل کې په دغه پله د ګچ د درنو لاريو د تېرېدو مخه نه نيسي او پل ورځ تر بلې خپل استقامت بايلي.
د دايمرداد د ګچ زېرمو له لسو کالو په سيمه کې د طالب، حکومتي پوستو او قرارداديانو د ځاني ګټو لوبه توده کړې ده.

د سرچينو په وينا د کچ د را سپړلو او لېږد قرارداد موده لا پخوا پای ته رسېدلې او اوس له کوم تړونه پرته د ګچ د را سپړلو او قاچاق لړۍ غځېدلې ده.
څرګنده ده چې د دغه قاچاق ډېری ګټه ناقانونه قرارداديان او طالبان وړي. طالبان له زېرمې د هرې لارې د وتلو پارچه ورکوي. که کومه لارۍ پارچه و نه لري، د زېرمو له ساحې نه‌شي وتلای. له دې څرګندېږي چې د زېرمو اصلي عايد د طالبانو جېب ته لوېږي او دوی د دغو زېرمو مالکان ګرځېدلي.

د هېواد په ډېری برخو کې پر طبيعي زېرمو او شتمنيو د طالب او ځايي چارواکيو د دوو لاسونو له ټک څخه لوټ او تالان ګډ دی. په ځينو سيمو کې پخواني مجاهدين، جنګسالاران او مافيايي ډلې هم په دغه اشر ور ګډ دي، ځکه خو حکومت له دغې پړې خپله غاړه نه‌شي خلاصولای.
د کانونو وزارت په دې پسې سر نه ګرځوي چې قراردادي يې څوک دی، د خپل جواز اسناد او مراحل يې پوره کړي؟
د کانونو وزارت وياند محی الدين نوري وايي چې وزارت يې ۴۵۰ قراردادونه په ۳۴۴ ولايتونو کې لاسليک کړي دي.

د ده په خبره په دې وروستيو کې يې د ۱۲۰۰ ناقانونه کيندنو او فعاليتونو مخه نيولې ده، ښاغلي نوري له کورنيو چارو وزارت سره په دې اړه د ګډې کمېټې خبر ورکړی چې د قيمتي ډبرو او کاني زېرمو د ناقانونه کيندنو او لېږد مخه ونيسي.
د ده په خبره په دې ورستيو کې يې له دريو کانو د طالبانو لاس لنډ کړی دی، خو د وردګو د دايمرداد پر ګچ اوس هم په هماغه بڼه او کچه تالان ګډ دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply