جنسي تېری او په افغاني ټولنه کې یې ممکنه عوامل/لیکوال: مبارز ځیرمن 

0 1,175

په مختلفو هېوادونو او قوانینو کې د جنسي تېري لپاره بېلابېل تعریفونه وړاندې کېږي. دغه تعریفونو ته په کتلو جنسي تېری هغه عمل ته ویل کېدی شي چې یو نارینه یا ښځینه بل نارینه یا ښځینه پرته د هغه له خوښې پرته په زور یا د هغه له مجبوریت، کمزورۍ یا ناپوهۍ په استفادې د خپلې جنسي تندې د خړوب لپاره کاروي. نامشروع جنسي اړیکه د یوه تن د ناخوښۍ او د دواړو لوریو د خوښې په دواړو حالاتو کې جرم ګڼل کېږي، خو نظر په اسلامي او افغاني ټولنه کې منل شویو اصولو په یوه حالت کې یو او په بل حالت کې دواړه مجرم ګڼل کېږي.

د جنسي تېري قربانی ښایي غبرګون نه وي ښودلی، خو دا د هغه د خوښې په مانا نه شي کېدی. قرباني ښایي له دې امله غبرګون نه وي ښودلی چې نه پوهېده، اړ و، یا کمزوری و. د بېلګې په توګه، ماشومان نه پوهېږي چې له دوی سره څه کېږي؟ ځینې قربانیان له دې امله د جنسي تېري ښکار ګرځي چې په یو څه ګواښل شوی وي. د بېلګې په توګه، کله چې د  دندې په مقابل کې له یوې پېغلې/ښځې داسې غوښتنه کېږي. دغه راز، ښځینه د نارینه په منګولو کې ځان بې وسه احساسوي. په افغاني ټولنه کې ښځینه له دې امله هم غبرګون نه ښیي چې نوم به یې بد شي.

جنسي تېری له انسانیت سره تړلې پدیده ده، یواځې په افغاني ټولنې مسئله نه ده، بلکې په هر نژاد، د هر دین په پیروانو، هرهېواد، هر قوم او د هرې ژبې ویونکو پورې اړه لري. البته د جنسي تېريو عوامل، ډولونه، عواقب او کچه په بېلابېلو ټولنو کې یو له بل سره توپیر کوي. یوې څېړنې په امریکا کې ښودلې چې د جنسي تېری ۹۱ سلنه قربانیان ښځینه، ۹ سلنه نارینه او ۹۹ سلنه عاملین نارینه دي. د جنسي تېریو قربانیان په ټولو ټولنو کې تر ډېره جینکۍ او ماشومان دي. نږدې په ټولو ټولنو کې د جنسي تېریو ډېری پېښې پټې پاتې کېږي، خو په افغاني ټولنه کې یې ښایي کچه تر نورو لوړه وي. په ۱۹۹۲ کال په کاناډا کې یوې څېړنې وښودله چې له هرو دریو یوه ښځه د جنسي تېري ښکار ګرځېدلې وه. په داسې حال کې چې له دې یواځې له ۶ سلنو یې پولیسو ته راپور ورکول شوی و. په ۲۰۰۵ کال په امریکه کې څېړنې وښودله چې یواځې د ۱۶ سلنه پېښو راپور پولیسو ته ورکول شوی و. کله چې په امریکا او کاناډا کې یواځې اندکه سلنه پېښې ښکاره کېږي، په افغانستان کې یې د څومره پېښو د رسوا کېدو توقع کېدی شي؟

په افغاني ټولنه کې د هغه ښځینه و مقام سخت د زړه سوي وړ دی چې د جنسي تېري ښکار ګرځي. دا ځکه، که کومه ښځینه د جنسي تېري ښکار ګرځي، غبرګون ښودل او نه ښودل دواړه ورته ښه نه تمامېږي. د حیرانۍ وړ ده چې یوه ښځینه پر هغې له شوي جنسي تېري پرده پورته کوي، خو په مقابل کې یې هغه خپله پړه ګنل کېږي. یوه پاک لمنې، د ښې کورنۍ، ښایسته، پوهه او نوره په ښو صفتونو سمباله پېغله د یوه ځناور صفته انسان ښکار ګرځي. دې ته نه کتل کېږي چې نوموړې کوم زره ملامته ده که نه؛ لومړی خو وژل کېږي، که ونه وژل شي دغه تن ته په نکاح کېږي. داسې څوک نه پیدا کېږي چې له پېغلې ملاتړ وکړي، د دې سربېره د ژوند تر پایه په بد نوم ستایل کېږي. ځینې دا ډول پېغلې بیا پرته له دې چې خپل ژوند پخپله واخلي بله لاره نه لري.

هر څوک په هر عمر کې د جنسي تېري ښکار ګرځېدلی شي، خو د ماشومانو، پېغلو، ښځینه و، کونډو، بې څوکو او د هغه چا چې د نورو پام ځان ته وراړوي خو په مقابل کې له ځانه پاملرنه نه کوي، چانس ډېر دی. دغه راز، جنسي تېری په هغه ځایونو کې پېښېږي چې قرباني پکې د تېښتې لاره نه مومي.

جنسي تېري بېلابېل فزیولوژیکي، رواني او فرهنګي عوامل لري چې له هغوی یې یو شمېرو ته په لاندې توګه اشاره کېږي.

۱. جنسي عقده: په هغه ټولنو کې چې جنسي اړتیا او علاقه پکې ټکول کېږي، د وخت په تېرېدو دغه حالت د خلکو په روان کې په عقده بدلېږي. دا په داسې توګه چې د جنسي اړتیا پوره کول هومره اسانه نه وي. د جنسي اړتیا د پوره کولو په لار کې خنډونه او محدودیتونه دومره سخت وي چې له مینځه وړل یې د هر چا لپاره شوني نه وي. دلته ده چې اشخاص د خپلې جنسي اړتیا د پوره کولو لپاره غیر مشروع لارې ټاکي. کله جنسي عقده د مقابل جنس سره د سختې علاقې سبب ګرځي. بیا که کله زمینه برابره شي، نوموړی تن خپل ځان نه شي کابو کولی او په جنسي تېري لاس پورې کوي.

افغانستان چې یو دودیز هېواد دی، د جنسي تېریو عمده لامل پکې همدا برېښي. دلته د مشروع او سمې لارې د جنسي اړتیاوو پوره کول دومره اسانه نه دي. له یوه لوري د ځوانانو او پېغلو تر مینځ ټولنیزي اړیکي په بشپړ ډول پرې دي، چې د دغه دوه قشرونو علاقه یې یوه بل ته ډېره کړې ده. له بل لوري لوړ ولور او د واده کولو نور سخت شرایط له قانوني لارې د جنسي اړتیاوو د پوره کولو په لار کې خنډ دي. په داسې حالت کې یو شمېر پرته له دې چې د خپلې جنسي تندې د خړوب لپاره دغسې یوه نامناسبه لاره وټاکي، بله لاره نه ویني.

په ځینو سیمو کې له مقابل لوري د جنسي اړتیاوو د پوره کولو په لار کې خنډونه د دې سبب کېږي چې نارینه له خپل هم جنس سره علاقه پیدا کړي. په دغه سیمو کې له خامه خوله وړکو (هلکانو) د جنسي اړتیا د پوره کولو لپاره ګټه اخیستل کېږی چې بچه بازي ورته وایي. له بده مرغه په ځینو سیمو کې دا عمل دومره عام دی چې نور چا ته هغومره بد نه ښکاري چې څومره بد دی.

۲. د غچ اخیستنې حس: دغه عامل که څه هم ډېر معمول نه برېښي، خو یو له عواملو خامخا دی. د غچ اخیستنې حالت داسې دی چې جنسي تېری د جنسي اړتیا له مخې نه بلکې له دې امله صورت نیسي چې له یوه چا د هغه د کړي ظلم غچ واخلي یا دا چې یو چا ته نه جبرانېدونکی زیان ورسوي. د بېلګې په توګه، یوه ځوان د چا خور یا لور ته سپک کتلی او پر هغې یې جنسي تېری کړی، د هغه جلکۍ/ښځې د کورنۍ غړي ښایي هغه وخت چې وس یې ورسېږي د دغه تن پر خور یا لور تېری وکړي.

په دا وروستیو کې د هېواد د یوې وتلې سیاسي څېرې له لوري پر یوه بل سپین ږیري مشر جنسي تېری بیا د جنسي اړتیا له مخې نه، بلکې له دې امله شوی و چې هغه ته یو نه جبرانېدونکی زیان ورسوي.

۳. غریبي: غریبي هم د جنسي تېري یو عامل ګڼلی شو. که له یوه لوري شتمن د غریبو له مجبوریت په ګټې اخیستنې پر هغوی جنسي تېری کوي، له بل لوري خپل غریبه طبقه ښايي د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او موخو ته د رسېدو لپاره خپل ځان په غیر قانوني توګه د نورو په واک کې ورکړي. ځینې شمېر شتمن ښایي پر یوې غریبي کورنۍ د دې لپاره لګښت کوي چې هغه کورنۍ ته نږدې شي او په دې ډول له نوموړې کورنۍ د یوه تن څخه جنسي ګټه پورته کړي. له بل لوري داسې کورنۍ او اشخاص هم شته چې خپله بقا د عزت په پلورلو کې لټوي.

۴.  د ژوند نا مناسب شرایط او نامناسبې اړیکې: د ژوند نامناسب شرایط او نامناسبې اړیکي هم په ځانګړې توګه په افغاني ټولنه کې د جنسي تېریو سبب ګرځي. د بېلګې په توګه، یوه غریبه کورنۍ نه شي کولی خپلې خویندې، لوڼي او واړه د جنسي تېري له خطرونو خوندي کړي. دغه کورنۍ ښایي اړ وي چې په یوه کور کې چې احاطه نه لري واوسېږي، نامحرم سره په یوه خونه کې ویده شي یا د مناسبو جامو له امله د جنسي لېونیانو پام وراوړي. دغه راز، نامناسبې اړیکي هم د جنسي تېري ستر عامل ګڼل کېدی شي. په افغاني ټولنه کې د تره زوی، ماما زوی، ترور زوی، خاله زوی، لیوره او ان له دې پردي له ښځینه و سره نږدې ناسته ولاړه کوي. په داسې حالت کې لرې نه ده چې یاد دوه تنه دې له یوه بل سره جنسي اړیکه وساتي یا یوه جلکۍ/ښځه د جنسي تېري ښکار وګرځي.

۵. کورنۍ تربیه: یو شمېر د اړتیا له امله نه، بلکې له دې امله پر نور جنسي تېری کوي چې په دې اړه کافي پوهاوی نه دی ورکړل شوی. د کورنۍ له لوري ورته د نورو د حقوقو او عزت د ساتنې په اړه لارښوونه نه وي شوي. د نورو پر ازار نه یواځې دا چې نه دردېږي، له هغې یو ډول خوند اخلي. یو تن چې د نورو درد درک کولی شي او هم په قوانینو کې د دې لپاره له ټاکل شوې سزا خبراوی ولري، کله هم په ورته عمل لاس نه پورې کوي.

۶. شخصي اختلالات: څېړنې او موارد ښیي چې د جنسي تېری ځیني عاملین هغه څوک دي چې له شخصي او رواني اړخه عادي نه وي. دغه شمېر عاملین یا خو هغه څوک دي چې په وړوکوالي کې خپله د جنسي تېري ښکار و او یا یې په وړکوالي کې د والدینو او مشرانو له لوري د میني پر ځای تشدد لیدلی.

۷. جنسي وسوسې: په افغاني ټولنه کې کشرانو ته د جنسي غړیو او جنسي اړیکو په اړه پوهاوی نه ورکول کېږي، دا کار نه یواځې اړین نه بلل کېږي، بلکې بد ګڼل کېږي. دغه راز، ځینې کورنۍ د بېلابېلو عواملو، په ځانګړې توګه د غریبۍ له امله په یوه خونه کې ویده کېږي. څه د جنسي غړیو او جنسي اړیکو په اړه نه پوهاوی او څه دغسې د ځینو مواقعو لیدل چې په اړه توضیح نه ورکول کېږي، په کشرانو کې د وسوسې او کنجکاوۍ سبب ګرځي. دغه حالت په ډېری مواردو کې د جنسي بېلارۍ او جنسي تېري سبب ګرځي.

۸. فساد او د مجازاتو نه تطبیق: که سخت محدودیت د جنسي عقدې او دا بیا د جنسي تېري لامل کېږي، په عدلي او قضایي ارګانونو کې فساد او د مناسبو مجازاتو نه تطبیق هم د جنسي تېریو د عامېدو سبب ګرځيدلی. که د طالبانو د دورې په څېر سخت ټولنیز محدودیتونه د جنسي عقدې سبب ګرځي، لکه د اوس فاسد عدلي او قضایي سیستم او د مجازاتو نه تطبیق هم د جنسي تېري له عواقبو وېره تر وروستي بریده راکمه کړې او دا بیا د جنسي تېریو د ګراف د لوړېدو سبب ګرځېلې. په افغانستان کې نه خو جنسي تېری کوونکي اعدامېږي او نه یې چا په دورو وهل او سنګسار ولیده. د قانون له مخي تېری کوونکو ته اوږد عمر قید سزا ورکول کېږي. ښايي د دې لپاره په اسلامي شریعیت کې کوم حکم موجود وي او اغېزمن هم ثابت شي، خو که تطبیق شي. جنسي تېری کوونکو ته یا خو د حکومت لاس نه رسېږي او یا په عدلي سیستم کې د فساد له امله برآت ورکول کېږي.

۹. زورواکې ډلې: په ځینو سیمو کې ځایي وسلوالې او زورواکې ډلې هم د جنسي تېریو عامل ګڼل کېدی شي. یادې ډلې له دې امله چې هلته د حکومت لاس نه رسېږي یا پرې د ځایي امنیتي ادارو زور نه رسېږي، وخت ناوخت د خلکو د جنسي ازار او پر هغوی د جنسي تېري سبب ګرځي.

۱۰. نیمه بربنډو او بربنډو عکسونو او ویډیوګانو ته لاسرسی: د طالبانو د دورې له پای ته رسېدو څخه راوروسته په ګڼو برخو کې پرمختګ شوی. یو له دې پرمختګونو رسنیو او انټرنیټ ته لاسرسی دی. له یوه لوري پر تلویزوني چینلونو بهرنۍ نیمه بربنډې ډرامې او سریالونه خپرېږي او له بل لوري انټرنېټ، لږ تر لږه فېسبوک ته لاسرسی اسانه دی، چې بربنډ عکسونه او ویډیوګانې لیدل پرې شوني دي. د دې تر څنګ، نویو پرمختګونو نږدې د هر عمر او هر ځای خلکو ته تلیفونونه په واک کې ورکړي چې له دې او هغې لارې ورته بربنډ عکسونه او ویډیوګانې رسېږي. هلته نیمه بربنډو ډرامو او سریالونو د خلکو په سترګو کې اسلامي او افغاني ارزښتونه راټیت کړل او خلکو ته یې د نامشروع اړیکو لارې چارې وروښودې او دلته د بربنډو عکسونو او ویډیوګانو لیدلو د خلکو د جنسي غریزې اور تازه کړی. لرې نه ده چې دې عواملو دې د جنسي ځورونو او تېریو پېښې ډېرې کړې وي.

۱۱. ناپوهي: له دیني، اخلاقي او بیولوژیکي اړخه ناپوهي هم د جنسي تېری له عواملو شمېرلی شو. د جنسي تېریو ډېری پېښې د عامل، قرباني یا د دواړو د ناپوهۍ له امله رامینځ ته کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply