نړیوال دې زموږ احسان ومني/محمد روښان ښاد

0 582

دا سمه ده چې د بین المللي تروریزم اصلي قربانیان  موږ یوو، خو یوازې موږ یې هدف نه یوو ګرځولي، بلکې هغوی غواړي چې ټوله سیمه او نړۍ نارامه کړي. دوی له موږ سره نه کومه علاقه او لېوالتیا لري او نه هم کومه شخصي بدبیني او دښمني.

 بین المللي تروریستي شبکې او سازمانونه یوازې غواړي چې زموږ خاوره ناامنه وساتي، د حکومت د واک منګولې محدودې کړي او په دې ډول ځانته دا زمینه برابره کړي چې زموږ پاکه خاوره د خپلو ورانکاریو، جنایتونو او پر نورو د تروریستي بریدونو لپاره وکاروي.

 موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لرو، ځکه خو یې تر نورو موږ ډېر زیان وینو، خو که موږ هم د پاکستان په څېر خدای مکړه له ترهګرو سره لاس یو کړ او پر نورو د بریدونو مخه مو ورکړه، نو باور دی چې د سیمې هېوادونه او د نړۍ ولسونه به هم قتل عام کړي او د جنګ په لمبو کې به یې وسوځوي.

 نو نړۍ باید په دې برخه کې زموږ د مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو احسان ومني، ځکه چې زموږ د هېواد اتل او زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه یوازې د خپل هېواد او خلکو د دفاع نه، بلکې د نړۍ د امنیت او ثبات لپاره جنګېږي او دغه برحقه مبارزه په مېړانه او زړورتیا پرمخ بیایي.

 په افغانستان کې روان جنګ هم داخلي او بهرني بعدونه لري، خو بهرني بعدونه یې قوي دي. مثلاً بین المللي سازماني شبکې چې له څو هېوادونو را اوړي او بیا دلته زموږ ملکي وګړي شهیدانوي او تاسیسات ویجاړوي، نو باید چې د سیمې هېوادونه هم په دې برخه کې خپل مسوولیت جدي وګڼي او پرځای یې کړي.

 د جنګ بل بهرنی بعد دادی چې په ګاونډ کې ځینې هېوادونه د ترهګرۍ ضد ټلواله کې د همکارۍ پرځای ترهګر روزي، هغوی ته پټنځایونه او د روزنې مرکزونه ورکوي، ټپیان یې تداوي کوي، په موټرو کې یې له خپلو پولو را اړوي او بیا دلته ورباندې ورانکاري فعالیتونه ترسره کوي. هغوی له تروریستي شبکو څخه د فشار د وسیلو په توګه کار اخلي او په دې ډول خپلو شومو موخو او پلانونو ته ځان رسوي.

 هغوی باید زموږ تېر تاریخ ته په کتو یو ځل بیا په دقت دا درک کړي چې افغان ولس د هیڅ زبرځواک، زور، دسیسې او توطیې پر وړاندې نه یوازې دا چې سر نه ښکته کوي، بلکې خنثی کوي یې، دفعه کوي یې او دسیسه جوړونکي هم نابودوي. خو هغوی چې موږ ته یې د دوستۍ لاس راکړی، نو تر پایه یې موږ هم لاس نیولی او هم مو دوستي ورسره ان د ورورۍ تر کچې پاللې ده.

 افغان مېړني ولس د تاریخ په اوږدو کې هیڅ وخت او له هیڅ کوم ګاونډي او یا د سیمې هېوادونو سره خپل مناسبات، دوستي او وروري په دښمنۍ نه ده بدله کړې او نه یې هم د چا بې خیري غوښتې، ځکه چې موږ هیڅ وخت هم د نورو په بې خیرۍ کې خپل خیر نه لټوو، بلکې موږ له نورو سره په دوستۍ او ملګرتیا کې د دواړو غاړو خیر لټوو او له هر هېواد سره د دواړو هېوادونو او ملتونو د ملي ګټو په اساس نېک او دوستانه روابط او مناسبات غواړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply