علما دې خپل سکوت مات کړي/محمد بشیر یوسفزوی

0 818

د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس د خدای تعالی د رضا او د هېواد د دفاع په برخه کې تر بل هر چا زیاته قرباني ورکړې او لا یې هم ورکوي، خو  په یو حساب له تېرو څلوېښتو او په بل حساب له تېرو شلو کالو راهیسې زموږ هېوادوال هره ورځ شهیدانېږي، کورونه یې ورانېږي، جایدادونه یې لوټ کېږي، ځورول کېږي او ډول ډول نادودې ویني.

د دې ټولو ناخوالو باوجود لا هم د هېواد په داخل کې دیني علماو سکوت اختیار کړی. د دوی سکوت پر روان بهیر د رضایت مانا ورکوي، علما دې خپل غږ لوړ کړي تر دې زیات سکوت د جنایت په مانا دی.

علما دې لطفاً په افغانستان کې د روان بحران په اړه خلکو ته خپل دریځ په ډاګه کړي. هغه وسله والې او تروریستي ډلې چې هره ورځ په جوماتونو، عامه تاسیساتو، روغتونونو، لویو لارو، ښارونو، ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو، علمي او فرهنګي مرکزونو باندې تروریستي بریدونه کوي هغوی دې وغندي.

دا د ټول ولس لپاره یو سوال دی چې ولې علما د دوی پر وړاندې خپل اعتراض نه کوي، دوی ولې په خپلو وعظونو کې دغه اعمال په سختو ټکو نه غندي؟ ولې دوی ولس ته په دې اړه واضح لارښوونه نه کوي تر څو د دغو تروریستي ډلو او ګروپونو پر وړاندې راپورته شي، ملي پاڅون وکړي او هغوی له خپلو سیمو او کلیو څخه وشړي؟

د افغانستان علما باید دا درک کړي چې د دوی مسوولیت د ټولنې د بل هر وګړي په پرتله دروند دی، ځکه دوی ځانونه د انبیاو وارثان بولي، نو له همدې امله باید دوی خپل سکوت مات کړي او خپل ورسپارل شوی اسلامي او انساني مسوولیت په ښه توګه ادا کړي.

د افغانستان علما په ټولنه کې فوق العاده نفوذ لري، ځکه په جوماتونو او کلیو کې ټول خلک د دوی درناوی کوي او د دوی په لارښوونو عمل کوي، نو هیله ده چې دوی له خپل دغه نفوذ څخه د ملي او اسلامي ګټو او د خلکو د ژوند د ژغورنې، د ظلم، وحشت او جنایت د مخنیوي لپاره وکاروي.

که چېرې خدای مکړه علما دا کار ونه کړي، نو باور دی چې هم یې د ملت پر وړاندې غاړې بندې دي، هم یې د خدای د هغو سپېڅلو بندګانو پر وړاندې غاړې بندې دي چې دوی یې ځانونه وارثان بولي او هم به یې د خدای تعالی پر وړاندې غاړې بندې وي.

که علما په هېواد کې د روان وحشت، جنایت او ظلم پر وړاندې خپل غږ پورته نه کړي او خپل غبرګون ونه ښیي، نو باور دی چې په دغه هر ظلم، وحشت او قتل کې چې ترسره کېږي دوی په مستقیم ډول په کې شریک او خدای تعالی ته مسوول دي.

د اسلام د مبارک دین صریح لارښوونه او د حدیث شریف امر دی چې هم له ظالم سره مرسته وکړئ او هم له مظلوم، له ظالم سره مرسته دا مانا چې له ظلم یې منع کړئ، ځکه له ظلم څخه منع کول په حقیقت کې له ظالم سره مرسته ده او له  مظلوم سره مرسته دا مانا چې د ظالم پر وړاندې د هغوی پر سر لاس ونیسئ او د ظالم له ظلم څخه یې خوندي کړئ، نو د افغانستان ولس چې نن سبا د ظالم تر تېغ لاندې دي دا د علماو مسوولیت دی چې د هغوی پر وړاندې لاس ونیسي او د ظالم له ظلمه یې وژغوري.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply