لالا وطن ته راشه! ای راشه کنه، لالا مور درته نارې وهي!

0 1,072

شیرین اغا جهانګیر

لالا وطن ته راشه! ډارېږه مه! موږ تر تا ډېر پخوا راغلي یوو. هغه وخت چې موږ راغلو، قدم په قدم او کوڅه په کوڅه د بم او بارود ډار و، د کورونو دېوالونه مو نړېدلي وو او موږ د UNHCR خیمې په خپل وطن کې بیا ځان ته ودرولې. د کور په انګړ کې مو ازغي شنه شوي وو او د جومات مناره مو ړنګه پرته وه. موږ پوره یوه میاشت د ویالې اوبه وڅښلې، کوهی مو ډک شوی و.
زما یاد شي، مشرې خور مې له مور سره یو ځای په ګډه د کلا په منځ کې کوهی وکینده او پلار به مې د کلا له ړنګو دېوالونو لوخې او د ازغو بوټي تاوول. زه لا وړوکی وم، مور به لېرې نه پرېښودم، ویل يې لېرې مه ځه! قدم په قدم بم دی. لالا! هره شپه به مو په شمار سل تر یو سل او پنځوس لړمان وژل.

لالا هغه وخت هیڅ نه و، هغه وخت هر څه له منځه تللي وو، نظام نه و، قانون نه و، ښوونځی نه و، روغتون وران و، په پوهنتونو او ښوونځیو کې «په اصطلاح» مجاهدین دېره وو، پلونه نیم وران وو. درګرده خلک مصروفه وو او زموږ پر کلي د تېر شوي ټلیفون لینونه يې را ټولول او پايې يې خرڅولې. سوځېدلي ټانکونه او دولتي موټر د سړک غاړو ته پینچر ټایرونه ولاړ وو. زموږ د کلي قوماندان کاکا ټول اره اره کړ او په کباړ کې يې خرڅ کړ.

لالا موږ هغه وخت هم په خپل راتګ پښېمانه نه وو او نن هم ویاړو چې تر تاسې لږ وړاندې راغلي یوو، نوی نسل مو دومره بدل شوی چې اوس په وړکتون او په نرسري کې د افغانستان ملي سرود زمزمه کوي او د افغانستان بیرغ سینې ته کلک نیسي او لکه د مور د لوپټې ورته درناوی کوي. زموږ نوی نسل اوس «ټ – ټوپک» نه وايي، اوس مو بچي «ټ – ټال» زمزمه کوي.

لالا اوس هر څه بدل دي، اوس پوهنتونونه فعاله دي، دولتي او خصوصي ښوونځي په لوړ معیار زده‌کړې وړاندې کوي، هر کال په زرګونه محصلان خارج ته د زده‌کړو له‌پاره ځي. په روغتونو کې تخصص پروګرامونه روان دي. پوهنتونونه مو د دوکتورا تر کچې پروګرامونه لري، په ټلوېزیون کې کارټون خپرېږي، په راډیو کې زلمي زمزمې کوي، اخبارونه چاپېږي او د کتابونو د چاپ خو سمه سیالي جوړه ده.

لالا اوس مو ځوانان په کارونو بوخت دي، څوک زده‌کړې کوي، څوک د وطن سرحدونه ساتي او څوک بیا د ښار لارې کوڅې. زموږ کريکټ ته نړیوال ګوته په غاښ دي. د کلي ځوانان وايي چې نبي او راشد په فوم کې دی، سږ کال ۱۲ تنه زموږ له ټیمه د IPL لوبو کې بولۍ ته وړاندې کېږي. هغه بله ورځ مو تر ۱۹ کالو کم عمره ځوانانو پاکستان مات کړ او اوونۍ لا تېره نه وه چې سریلانکا مو هم ماته کړه. زموږ لوبغاړي د نړۍ په غوره لیګونو کې لوبېږي.
لالا منو چې دلته لا د بم او د توپک ډزې اورېدل کېږي، یا په پوله جنګ دی یا په ډېران، اوس هم ستاسې د زمانې په شان یوه ډله بې‌لارې شوې او بنسټونه نړوي، خو لالا! له دې به نه يې خبر چې په زرمت کې یوه حاجي صاحب په خپلو پیسو ښوونځی جوړ کړ. تک سپین ښوونځی، چېرې چې به انسان د ځان د پېژندلو هڅه کوي.

لالا! اوس موږ له چا پاپړ نه غواړو، اوس موږ تر ډېره خپل تولیدات کاروو، همدا تېره میاشت مې د خپل نوي کور تشنابونو ته د کابل جوړ پایپونه له بازاره را ونیول، پیډلو يې راته کابلی راکړ، غوري سمنټ مې هم تر سترګو شوو او مرمر خو همدلته صیقل کېږي. زما د کار د دفتر تر څنګ د مینچې جوړولو فابریکه ده، شل دېرش کسه کار پکې کوي، هر سهار ترې دوه درې موټره بارېږي او د بازار پر دوکاندارانو يې پلوري.

لالا! موږ اوس یوازې غنم او جوار نه کرو، په پټيو کې مو اوس بې‌موسمه بادرنګان او رومیان په ارزانه بیه پیدا کېږي، د کندهار انار ډیلي ته ځي، زعفران مو په نړۍ کې د کیفیت له نظره لومړی مقام خپل کړ، جلغوزو ته د پروسس خونې جوړېږي، په ښېوه کې د ګلابو د پروسس مرکز لرو او دا پرون په سرخرودو کې د ماهیانو یو ستر فارم افتتاح شو. لالا ګلبهار ایسکریم ان له هراته راځي، که دې يې یو ځل خوند ولید، بیا به يې هر وخت خورې، ما خپله خوړلي. د صدر Joni Cone به دې هېر شي.
لالا په بازار کې وړې غرفې لګېدلي او د «وطني لبنیاتو» په نامه شیدې، مستې، کوچ، پېروی او پېریني عرضه کوي. د ننګرهار عسل تر ټولو باکیفیته دي، سږ کال مو د زیتونو تولیدات ۱۲۰۰ ټنو ته رسیدلي وو او د مالټو باغونو په لومړي ځل د خلکو خولې خوږې کړې.

لالا موږ د شپې په لس بجې کامې ته په شیریخ پسې ځو. څه؟ باور دې نه کېږي؟
نه لالا! باور وکړه، موږ د شپې کامې ته د شیریخ خوړلو ته ځو، تا خو د ګمبیري ډاګ نوم اورېدلی و؟ اوس په یوه شنه سیمه بدله شوې، هرې خوا ته باغونه او ویالې هرې په مخه راځي، یوه لوېشت ځمکه به وچه پیدا نه کړې. اوس د بهسودو پر پول بیر و بار هم کم شوی، دويم پول يې افتتاح شو او وايي چې د بهسودو سړک هم دوه لینه کوي.

لالا په تېرو څو کلونو کې یوازې په ننګرهار کې تر ۳۰۰ زیاتې شنې خونې جوړې شوې، ته پوهېږې؟ په یوه شنه خونه تر «۱۵۰۰۰۰۰» یو نیم میلیون افغانیو زیات لګښت راځي، یوه بسوه شنه خونه د دوو جریبو په اندازه حاصل ورکوي، ښه خبره پکې دا ده چې د اوړي فصل په ژمي کې هم پکې کرل کېږي.
لالا ته به هر سهار د پولیسو له ډاره کار ته وختې ځې او ماښام چې راځې ستړی به يې، وخت به درسره نه وي چې خبرونه واورې، دلته اوس موږ د برق له لوډ شیډنګه زیات ډار نه لرو، د هر کور پر بام سولر تختې لګېدلې، خو دولت وايي چې په پنځو کلونو کې به د برېښنا له نظره خودکفا شو. همداسې ده.

د سلما بند افتتاح شو، د کجکي او د میدان‌وردګ د برېښنا پر بندونو کار جریان لري، د مجلغو بند بودیجه هم منظوره شوه او ډېر زر به پرې کار پیل شي. بله دا چې اسیايي پراختیايي بانک د کندهار ډالې ډیم جوړولو ته هم پیسې منظورې کړې.
لالا دا هم واوره! ملګري مې راته نقل راکړ چې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې تر ۱۱۳۳ میلونه ډالرو زیات دوې د برېښنا پروژې منظورې شوې.
لالا موږ که په کور کې څه و نه لرو، د ګاونډي پټي ته ماشومان لېږو، سابه راټولوي او ښه په خوند يې خورو، خو د شپې راباندې د پولیسو د ناڅاپي چاپې ډار نه وي، سهار کار ته د تګ پر مهال راسره دا وېره نه وي چې په تهاڼه کې به مو راکښته کړي او حوالات ته به مو بوځي.

لالا نور ځان مه تېرباسه! نور دا بهانه راته مه کوه چې هلته جنګ دی او دلته موږ د سکون ژوند تېروو، ته راته ووایه چې دا نو څنګه د سکون ژوند دی؟ هره ورځ درپسې په کوڅه کې نارې نه کېږي چې؛ «کله به ځې؟» پاپړ يې درپسې چاپ نه کړ چې «ټایم يې راکړو»؟ ولې لالا دا هره ورځ موږ نه وینو چې له خپلو دوکانونو مو راکښته کوي او د ډاټسنو شا ته مو جګوي او په بې‌شرمۍ مو را کاږي؟

لالا دلته به ستونزې وي، خو تر هغه ډاره ډېر کم دی چې د شپې خوب در نه‌شي چې خدای مه کړه پر کور راته فوجیان وا نه وړي او زنانه راته یو له بل سره له وېښتانو و نه تړي. دا ډار به درسره نه وي چې ناروغ دې په روغتون کې پاتې شي او تا لاس تړلی له تورخمه واړوي. دلته چې زموږ ټیم جام وګټي سړک ته ووځه او اتڼ وکړه، ځوانان او سپین‌ږیري به هم درسره اتڼ وکړي او پولیس به دې پهره کوي، دا ډار به درسره نه وي چې څوک دې غږ وکړي چې «د هندو زامنو!» .
لالا ته خبر يې؟ ته يې قربانۍ ته ساتلی يې چې کله پرې زور راشي، بیا تا تر ستوني رانیسي او ملنډې درباندې وهي. لالا داسې هم نه ده چې ته هلته تر ما ښه ژوند لرې، زه پوهېږم چې یا په بورډ بازار کې په کراچۍ مېوه خرڅوې او یا په کارخانو کې دې د سبزیو لاس‌ګاډی درولی، یا په کوهاټ او لنډي‌کوتل کې د کباړو کار کوې او یا په پنډۍ کې د سیمسارۍ دوکان لرې، تر دې ګمان نه کوم چې کوم ښه کار و بار ولرې، بیا د نه راتګ فیصله ولې؟

لالا! زه نور درپسې ځورېږم او درباندې خپه کېږم، ته پوهېږې چې مور څومره خپه ده؟ له اوښکو سره يې له سترګو وینې څاڅي. هلته چې تا ډاټسنې باډۍ ته پورته کوي، دلته زه نینې نینې شم او خو هیڅ مې له وسې بر پوره نه وي. لالا هره ورځ نوي نوي فرمانونه خپروي، دا تېره اوونۍ يې بیا درته یوه میاشت وخت درکړ او ورپسې يې اعلان وکړ چې د مهاجرو مالونه او دوکانونه به هم ضبط کېږي. لالا هر څه دې په بلا ولګي، خو زه له هغې ورځې ډارېږم چې وریندار په نیمه شپه په کور کې یوازې پاتې شي او تا په تورخم راواړوي، په دې خلکو باور نه دی په کار، دوي له بنګالیانو سره څه و نه کړ او همدا اوس له بلوڅو، وزیرستانیانو سره څه نه کوي او ته خبر نه يې چې د سوات د پتمنو پېغلو د حیا لوپتې بې‌ستره شوې؟

لالا راشه! په اوچکان او چمتله په دښته کې يې درته نومرې بېلې کړي، برق به نه وي خو په ایمان يې درته وایم چې تر کارخانو او کچه ګړۍ ډېر پاک دی. لالا نور بس دی. راووځه! او که داځل هم را و نه وتې، قسم درته کوم چې که درته اجازه درکړي چې د وریندارې کمیس له تنابه يې را ایله کړې.
لالا! چې کله راتلې ما ته احوال راکړه! نور مو که څه په وس کې نه وه، د نارنجو د ګلانو ګېډۍ په لاس به درته په تورخم کې ودرېږم او ستا مخې ته به د ګلو ګېډۍ وغوړوم.
لالا وطن ته راشه!
لالا مور درته نارې وهي!
لالا!
مونږ به خپلې ځوانۍ لو کړو خو د وخت تیارې به لمر کړو
د دې نوي ژوند په راز به دا رنځور وطن خبر کړو

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply