څنګه د ترافیکي پیښو او د موټرو د غلا مخه ونیسو؟/ اغا ملکو سهار

0 979

په افغانستان کې له جنګ نه وروسته ډیره مرګ ژوبله له ټرافیکي پیښو څخه ده. د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې ما د ټرافیکو عمومي ریاست ته د ټرافیکي سیستم د کنټرول، د موټرو د څارولو او د پیښو په وخت د راپور ورکولو لپاره د درک په نوم په یو سافټویر جوړ کړ. چې وروسته د مخابراتو او نړیوال بانګ د ډيوې (DEWAE) جایزه هم وګټله او کورنیو چارو وزارت هم تایید کړ. دوه میاشتي مخکې به دی اړه زه ولسمشر او میرمین یې هم وروغوښتم. خو له دي ټولو سره سره، دوی دا کار تر اوسه عملي  نکړ.

له دي وروسته ما تصمیم ونیو چې د ټرافیکي پیښو د مخنیوي او د موټرو د غلا کیدو څخه د مخنیوي او د موټرو د پلټنې لپاره باید زه شخصي کار وکړم. اوس شکر له ملګرو سره په ګډو هڅو مو دا کار وکړ، چې شاخوا سلګونو موټرو او اشخاصو ته مو د ردیابي یا پلټنې خدمتونه وررسولي. پرون مو د دوه ښوونځیو له مدیرانو سره  هوکړه وکړه چې ددوي ټولو زده کوونکو ته واړه جي پی ایسونه ورکړو ترڅو مور پلار او اداره یې وڅاري. موږ غواړو دا خدمتونه پراخ یې کړم،اوس غواړم زموږ د سیستم د کار په څرنګوالي معلومات درکړم.

اوس زموږ کار دوه برخې لري یو یې سافټویرونه دي، چې موږ یي روغتونونو،شرکتونو او ښوونځیو او پوهنتونونو ته د هغوي د کارونو د مدیریت او اسانتیا په خاطر جوړوو. یا ویب سایټونه  او بل یې هارډویرونه یا هغه جي پي اس ټرکیننګ آلي نومیږي.

باید ووایم چې دا آلي چې د موټرو، زده کوونکو یا کارمندانو د ردیابي لپاره یي موږ کار وو. په افغانستان کې نه جوړیږي، موږ یې له پرمختللي هیوادونو د خپل اړتیاوو په اساس را وارد وو، له خپل سافټورونو سره یې عیار وو.

په دي وروستیو کې په ما درک سافټویر کې پراخ تغیرات راوستل، چې د عملي کیدو لپاره دولت ته اړتیا نلري،،نور هم په لګیا یم، پښتو ته مې ژباړلي او د دري کار یې لږ پاته دی .

د پلټني(ردیابي) لپاره موږ په لاندې دري برخو کي کار کوو:

۱: د موټرو پلټنه یا ردیابې:

موږ د جي پی ایس دا آله د موټر په یو پټ ځای کې نصب وو. چې هیچا ته نه معلومیږي چې دا آله چېرته نصب سوي. ځکه د عیارولو په وخت کې هیڅوک نژدي نه پریدو، او له خپل سیستم سره وصل وو، او د موټرو خاوند په موبایل کې  اپلیکشن انسټال وو، او له خپل موټر سره یې ورته وصل وو. چې د موټر سرعت، موقعیت، د حرکت لوری، په ژوندي بڼه حرکت او  نور ډیر څه ورته معلومیږي، د اړتیا په وخت کې موږ او خاوند یې کولای سي، خپل د موټر انجن، د برق سیستم ددي اپلیکشن یا اس ام اس کود له لارې چالاند یا بند کړو، نور که غل کلې هم ولري هیڅ نسي کولاي. موږ او د موټر خاوند د موټرو چالاندیدو او بندیدو او لوړ سرعت،خطر په وخت د اس ام اس او اپلیکشن له لارې خبرتیا ترلاسه کوو.

۲: د وسایلو پلټنه:

که تاسو جنراتور لري یا د کارټینر،زیرمه یا بله داسې بل غواړم پوهه سي څنګه او چېرته دي.  مثلاً جنراتور د موبایل اپلیکشن له لارې بند او چالاند کولای سي، یا پوهیږم کله چالاند سوی، کله بیرته  ګٌل سوي، څومره تیل یې مصرف کړي،… یا کارټینر یا سودا لیږي بل ځاي ته پوهه سي چې اوس چېرته دي.

۳: د زده کوونکو پلټنه:

که میندي او پلرونه غواړي پوهه سي چې ماشومان یې ښوونځي ته ځي یا نه، یا اوس چېرته دي او څه کوي، نو دا واړې آلي جي پی اسونه کارت ته ورته دي. هغه په کمربند،غاړه یا د کالو په یو ځای کې نصب وو، هغه اپلیکشن چې میندو او پلارونو ته یې په موبایل کې ورکوو، ورسره عیار وو. نور یې میندو ته معلومیږي چې ماشوم چېرته دي او د حرکت لوري یې کومي خوا ته دي، څومره وخت یې چېرته تیر کړي او اوس چېرته دی، که غواړي غږ یې واورې نو هغي سیم کارټ ته چې په دي واړه جي پی اس کې دي زنګ وهي، له اته ثانیو نه وروسته اوتومات وکي کیږي، د ماشوم له خوا  غږ راځي، د میندو له خوا غږ نه وروځي او ماشوم  نه پوهیږي چې زما خبرې څوک اوري یا زما جې پي اس  ته زنګ راغلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply