له اسلام څخه د وسلې او وسیلې په توګه استفاده/ اېمل پیاوړی

0 654

اسلام هغه الهي او اسماني دین دی چې لارښوونې، سپارښتنې او ارشادات یې له کومې استثنا او توپیر پرته پر ټولو یو ډول تطبیقېږي. د اسلام مبارک دین د وګړو تر منځ توپیر او تبعیض ته اجازه نه ورکوي.

مګر پاکستان له همدغه مبارک دین څخه د وسلې او وسیلې په توګه استفاده کوي. طالب وسله وال او نورې ډلې د اسلامي ارشاداتو د ناسم تعبیر څخه په ګټه اخیستنې د شخصي منافعو لپاره کار اخلي.

پاکستاني علماو په دې وروستیو کې یو ځل بیا فتوا ورکړه او وې ویل چې په پاکستان کې انتحاري او ځانمرګي بریدونه حرام دي، مګر دغه ډول فتواو ته سړی فکر یوسي چې دوی په څومره سپین سترګۍ د اسلام د مبارک دین ارشادات تحریفوي، ځکه د اسلام په  مبارک دین کې به هیڅ داسې څه ونه موندل شي چې د یوې سیمې یا یو قوم لپاره دې حرام وي او د بلې سیمې او قوم لپاره دې حلال وي.

پاکستان په ټوله سپین سترګۍ او بې شرمۍ اسلامي ارشاداته یوازې تر خپل ځان پورې محدودي، په پاکستان کې انتحاري بریدونه حرام بولي، خو بیا برعکس د ترهګرو پالنه کوي، هغوی ته پټنځایونه او وسلې ورکوي، هغوی ترهګریزو بریدونو ترسره کولو ته لمسوي، هغوی د جنایتونو او تروریستي بریدونو لپاره افغانستان ته استوي او هلته بې ګناه خلک ورباندې شهیدانوي. جوماتونه او عامه تاسیسات په نښه کوي.

د پاکستان له علماو څخه باید دا وپوښتل شي هغه عظیم ملت چې د اسلام د مبارک دین او د خپل هېواد د دفاع لپاره یې یو نیم میلیون شهیدان ورکړل، هغوی چې د نړۍ په کچه تر ټولو بهترین اسلامي اساسي قانون لري، هغوی چې لا هم تر بل هر چا اسلامي ارشاداتو ته زیات پیرو دي، نو ولې پر هغوی جنګ او تروریستي برید روا دی، خو برعکس په پاکستان کې چې د اسلام پالنې په برخه کې په هیڅ ډول د افغانستان د سیالۍ نه دی، مګر دلته بیا انتحاري برید حرام دی.

اسلامي نړۍ باید د پاکستان د دغه بې شرمانه اقدام پر وړاندې جدي غبرګون وښیي او د دې اجازه ورنه کړي چې د اسلام مبارک دین څخه د خپلو شومو او شخصي موخو لپاره د وسلې او وسیلې په توګه ګټه واخلي، ځکه د دوی دا او دېته ورته نورې کړنې په نړیواله کچه د اسلام د مبارک دین عظمت متضرر کوي.

دا د ټولو اسلامي هېوادونو ګډ مسوولیت دی چې دغسې یو اقلیت ته باید د هغه عظیم او الهي دین د ارشاداتو د غلط تعبیر او توجیه اجازه ورنه کړي، ځکه دا د اسلام مبارک دین، انبیاو، صحابه، تابعینو او تبع تابعینو او لنډه دا د ټولو مسلمانانو له سرښندنو او قربانیو سره جفا ده چې د دغه مبارک دین د احکامو د تطبیق په برخه کې یې ګاللې دي.

په ځانګړي ډول د افغانستان علما دې د پاکستان د دغه بېشرمانه دریځ پر وړاندې راپورته شي او نور دې نو دغه سکوت مات کړي، ځکه چې د دوی سکوت د دوی د رضایت  په مانا دی او بله دا چې علما تر ټولو دروند مسوولیت لري او که چېرې دوی خپل مسوولیت ته پام ونه کړي، نو باور دی چې د قیامت په ورځ به له سخت حالت سره مخ شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply