د قبايلي سيمو په اړه د پاکستان نوی پلان د افغانستان لپاره څه ګټه او تاوان لري؟

0 892
اسماعیل زاهد
د انګلستان نه په  ١۹۴۷م کال کښې د پاکستان د ازادۍ د ترلاسه کولو وروسته قبائيلي سيمه چې فاټا هم ورته ويل کيږي د پاکستاني حکومت لخوا نيمه خود مختاره سيمه وبلل شوه او د ايف سي ار قانون هلته نافذ شو.
چې کله پاکستاني حکومت په فاټا کښې د نړيوالو په غوښتنه د تروريزم ضد عمليات پيل کړل نو د فاټا د سيمې ګڼ شمير خلک د پاکستان نورو سيمو ته او يا هم افغانستان ته کډه شول. فاټا ته د توجه اوښتلو نه وروسته د ځينو سياسي کړيو لخوا د ايف سي ار د قانون دختمولو غوښتنه وشوه او په ۲۰۱۴ م ميلادي کال کښې بيا د يو شمير پاکستاني چارواکو او سياسيونو لخوا د فاټا په خيبر پښتونخوا ايالت کښې د ورګډولو په وړومبي ځل وړانديز وشو او څه موده وړاندې د پاکستان ولسي جرګې د يو بل په ذريعه د پېښور د اعلی محکمې ( هائي کورټ ) او د دغه هيواد د سترې محکمې (سپريم کورټ) واک تر فاټا د غزولو منظوري ورکړه.
 د مسلم ليګ (ن) واکمن ګوند دعوه لري چې دغه اصلاحات به دوي ټول په ټوله عملي کوي اؤ دفاټا اولس ته به خپل ټول حقونه ورکوي.
په پاکستان دننه پښتانه سياستوال د فاټا په خيبر پښتونخوا کښې د ورګډولو په اړه سخت اختلافات لري. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وايي چې د فاټا د مرجر merger يعنې د قبايلي سيمو په خيبر پښتونخوا کښې د ورګډولو په هکله دې د افغانستان رايه هم واخيستل شي او د سيمې د  يو بل سياسي او مذهبي ګوند مشر ملا فضل الرحمن غوښتنه لري چې قبائيلي سيمې يا خو ازادې پاتې شي او يا ځانته ايالت (صوبه) شي.
خو د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان بيا غواړي چې فاټا په خيبر پښتونخوا کښې ضم شي ځکه کچيرې قبائيلي سيمې په خيبر پښتونخوا ورګډې شي نو په پاکستان کښې د دوي د ګوند اثر رسوخ نور هم زياتيږي.
کۀ د فاټا اصلاحات ټول په ټوله عملي شي نو د افغانستان لپاره  ددې واضحه نقصان دا دی چې د دواړو هيوادونو لپاره به د اوسني وخت د يو بفر زون سيمه به د لاسه ورکړي او د ډيورنډ په کرښه به حالات نور هم کړکيچن شي. ياده دې وي چې څو مياشتې مخکښې چمن کښې ددواړو ملکونو د پوځونو ترمينځ نښته هم شوې وه چې پکښې دواړو خواؤ ته مرګ ژوبله اوښتې وه، خو يوه خبره ده چې کۀ فاټا دپښتونخوا برخه شي نو  دلته به هم باقاعده قانون نافذ شي، پوليس به راشي اؤ د امنيت وضعيت به نسبتاً ښه شي، د امن وامان د صورتحال د ښه کيدو سره په افغانستان کښې هم حالات ښه کيداي شي.
که څه هم په يو وخت د پاکستان لخوا د ډيورنډ په فرضي کرښه ازغن تار لګيږي او د فاټا په خيبر پښتونخوا کښې د ورګډلو خبرې هم روانې دي خو افغان حکومت تر اوسه پدې اړه يو ډول خاموشي اختيار کړې ده. زه په اوسني وخت کښې افغان حکومت ته دری وړانديزونه لرم:
 اول دا چې کچيرې د افغان دولت دغه خاموشي د لويو اهدافو لپاره وي نو دغه مسئله دوي د پوليټيکل بارګيننګ په طور استعمالولي شي او د بندو دروازو تر شا د پاکستاني چارواکو سره دغه مسئله د فشار د آلې په توګه کارولۍ شي ځکه چې افغانستان هم په دغه مسئله کښې يو سټيک هولډر دی.
دويم داچې که د افغان حکومت دغه پاليسي نه وي نو د نړيوالې ټولنې د تړونونو مطابق دې دغه مسئله په واضحه او مدلله توګه نړيوالې ټولنې ته وړاندې کړي او ووايي چې دغه کار صحيح ندی چې پاکستان يې پخپل سر کوي.
دريم دا چې د نظامي قوت د کموالي په نتيجه کښې که داخلي موضوعاتو کښې کله نارضائيت زيات وي او د حکومت داخلي محبوبيت کم وي د افغانستان حکومت د اولس د يوالي لپاره هم دغه مسئله کارولۍ شي.
نوټ : دليکنې ټول حقوق د ليکوال اسماعيل زاهد توتاخيل سره دي او کاپي پيسټ او د ليکوال له اجازې پرته له بل ادرسه نشرول يې جدأ منع دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply