د بې ګناهۍ ثبوت/محمد روښان ښاد

0 626

له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې موږ په رسنیو کې وینو چې هر ځل په هېواد کې د تروریستي ډلو له لارې په ترسره شویو بریدونو، چاودنو، جنایتونو او وحشتونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ عام هېوادوال شهیدان او ټپیان کېږي، نو ځینې افراد او اشخاص د هغوی په اړه د تاسف او تاثر څرګندولو پرمهال د هغوی د بې ګناهۍ ثبوتونه وړاندې کوي.

دوی په خپلو لیکنو، څرګندونو او تبصرو کې دلیل راوړي چې دا معصوم ماشومان وو، یا ملکي وګړي وو، یا ښځې وې او همداسې نور دلایل او ثبوتونه وړاندې کوي. مګر دوی خپل دغه د بې ګناهۍ ثبوتونه هغه چاته وړاندې کوي چې هغوی نه پر خدای باور لري، نه یې په رسول لري، نه اسلام ته درناوی لري او نه هم قران مني. حتی د انسانیت او شرافت په نوم هم څه نه پېژني.

که چېرې دوی پر اسلام، خدای، قران او بې ګناهۍ باور لرلی او یا یې ملي او انساني ارزښتونه پېژندلی، نو په ژوند کې به یې هم دغه ډول وحشتونه او جنایتونه نه وای ترسره کړي، نو له همدې امله ښایي چې خلک له ترهګرو ډلو او تروریستي ګروپونو سره د منطق، استدلال او عاطفې پرځای بالمثل عمل وکړي.

یانې په کلیو، ښارونو او لویو لارو کې چې کله ترهګر او شکمن کسان ویني ودې وژني، یادې ونیسي او امنیتي ځواکونو ته دې تسلیم کړي، له خپلو سیمو دې وشړي او چېرې چې تګ راتګ کوي، نو حکومتي ارګانونه دې په جریان کې کړي، تر څو هغوی له منځه یوسي او زموږ هېواد او خلک د دوی له شر او جنایتونو څخه په امان شي.

له ترهګرو او تروریستي ډلو سره استدلال او له هغوی سره عاطفي چلند خپل وخت ضایع کول او ځان ستړی کول دي، ځکه هغوی دومره سخت زړي او حیوان خصلته دي چې هیڅ زړخوږی او ترحم نه لري او چې څنګه یې پر بې دفاع خلکو وس او زور بر شي، نو همغسې په سختۍ او وحشت یې وژني.

هغوی چې ترهګرو او تروریستي ډلو ته د خپلو عزیزانو، خپلوانو او دوستانو د بې ګناهۍ ثبوتونه وړاندې کوي د دې پرځای دې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټینګ ملاتړ وکړي. داسې ملاتړ نه چې یوازې په خوله ووایي چې دوی د خپلو ځواکونو تر شا دي، بلکې عملاً دې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ودرېږي.

د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ هغه مهال صادقانه او ګټور وي چې کله هېوادوال د هېواد په هر ګوټ کې چې په خپلو سیمو کې شکمن او تروریستان وویني، نو سملاسي دې د هغوی په اړه امنیتي او دفاعي ځواکونو ته خبر ورکړي، تر څو زموږ مېړني ځواکونه د هغوی په ځپلو پسې ورشي.

کلیوالو او د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته ښایي چې د وېرې او یا هم خواخوږۍ له مخې ترهګرو ډلو او تروریستانو ته په خپلو سیمو او کورونو کې ځای ورنه کړي، لارې او ګودرې ور ونه ښیي او د هغوی د منفي تبلیغاتو تراغېزلاندې رانشي، ځکه دوی د دې هېواد هغه قسم خوړلي دښمنان دي چې په هیچا یې هیڅ ډول رحم نه راځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply