پریانکا اوس په شاه‌رخ کبر کوي

0 1,040

د هندي سېنما وتلې ستورې پریانکا چوپړا هالیووډ ته څه ولاړه چې دا ورځې دومره کبرجنه شوې چې حتا له شاه‌رخ خان سره یې هم کار کولو ته زړه نه کېږي.

یوې هندي فلم جوړونکې کمپنۍ له عامر خان څخه غوښتي و چې د هندي فضانورد راکش شرما پر ژوند جوړېدونکي فلم کې کار وکړي، خو عامر خان د ځینو بوختیاوو او د فلم جوړوونکې له‌خوا د ده له وړاندیز سره سم په سکرپټ کې د نه بدلون له کبله په فلم کې له کار کولو انکار وکړ.

کمپنۍ د عامر خان ځای شاه‌رخ خان ته ورکړ، خو کله چې شاه‌رخ هوکړه وکړه، پریانکا چوپړا وویل، نه غواړي په دې فلم کې کار وکړي.
لا تر اوسه مالومه نه ده چې ولې پریانکا نه غواړي له شاه‌رخ خان سره یو ځای وکړي، خو تر دې وړاندې دوی دواړو د ډان او بلو فلمونو په ګډون په ډېری نورو فلمونو کې کار کړی دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply