“پلاټو” د خبریال د پای لاسلیک / زاهد صديقي

0 1,062

د ژورناليزم په نړۍ کې داسې ډېر نوي او پخواني مفاهیم، موضوعات او ژانرونه تر سترګو کېږي چې په وروسته‌پاتې هېوادونو کې د ډېری ژورنالیسټانو او خبریالانو له لوري په رسنیز ډګر کې په اکاډمیک او علمي بڼه نه کارېږي. د ژورنالیزم ډېری معیارونه د خبریالانو او ژورنالیسټانو له لوري وژل کېږي او په هغه سبک خپل رسنیز فعالیتونه پر مخ وړي چې یي په ناسمه بڼه او پرته له مطالعې يې له نورو انځور کړي وي. په دې لیکنه کې هغه موضوع راسپړل شوې ده چې د افغانستان ډېری خبریالان یې هره ورځ په انځوریزو رسنیو کې په غیر اکاډمیکه توګه په خپلو خبري راپورونو کې کاروي او د راپور تشه ناسمه پرې ډکوي.
دا به د انځوریز راپور کومه برخه وي؟ “پلاټو”.

د دې کلمې په اړه څومره پوهېږئ؟
که څه هم خبریالان د خبریالۍ پر مهال د “پلاټو” چاره ډېره تر سره کوي، خو بیا هم ښایي ځینې له دې کلمې سره نااشنا وي.
پلاټو، سټنډپ ((Stand up او یا(P.T.C) PIECE TO CAMERA مترادفې کلمې دي.
پلاټو یا سټنډپ د ټلوېزیوني راپور هغه سیکونس یا برخه ده چې خبریال کمرې ته مخامخ له لیدوونکو سره مستقيمې خبرې کوي. پلاټو یا سټنډپ کېدای شي په انځوریز راپور کې د خبریال د پای لاسلیک وبلل شي.

پلاټو معمولاً د خبري راپور په پیل، منځ او یا پای کې ځای پرځای کېږي. پلاټو یا سټنډپ په حقیقت کې هغه وروستی چانس دی چې خبریال یي د راپور د ایډیټ پر مهال د پیغام د لېږدولو په موخه ترې ګټه اخلي؛ نو له دې امله د خبرې راپور اړینه او مهمه برخه باید پکې ځای پر ځای شي.
په پلاټو کې معمولاً درې لنډې او مهمې جملې ویل کېږي او هغه ټکي باید پکې وویل شي چې په تصویر کې له سترګو پناه وي. په خبري راپور کې د پلاټو وخت کابو ۲۰ ثانیې وي، خو هېره دې نه وي چې د وخت له ډېرېدو یې باید په کلکه ډډه وشي.

پلاټو په هغه ځای کې کېږي چې په راپور کې مهمه ونډه ولري، یانې لیدوونکي د راپور د لیدو پر مهال له هغه ځای او مکان سره اشنا شوي وي.
لکه “د مجلس له لوري وزیرانو ته د باور رايه ورکول.” له دغه ځای «مجلس» سره ټول لیدوونکي او مخاطبان اشنا دي چې یوازې مجلس وزیرانو ته د باور رايه ورکوي؛ نو دلته باید د پلاټو چاره تر سره او په خبرې راپور کې ورته ځای ورکړل شي.

که کوم خبریال غواړي چې له یوې مطبوعاتي غونډې راپور جوړ کړي، د غونډې تر پای ته رسېدو وړاندې یانې «مخکې له دې چې میکروفونونه ټول شي یا خبریالان له هغه ځایه ولاړ شي» باید د پلاټو چاره تر سره کړي.
ډېری افغان خبریالان به مو لیدلي وي چې په پلاټو کې د پېښې تر بیانولو وروسته د خپل نوم، تخلص، د ټلوېزیوني چینل نوم او د پېښې ځای یادوي. مثلاً «پلانی خان، اې بې سي ټلوېزیون، کابل.» په پلاټو کې د ورته ټکيو یادول له یوې خوا د لیدونکيو پام بل لوري ته اړوي او له بلې خوا د خبري راپور رنګ او خوند له منځه وړي. په پلاټو کې باید یوازې او یوازې د پېښې مهمه او اړینه برخه په دریو جملو کې وویل شي او بس.

دې ټکي ته باید ډېر پام وشي چې لیدوونکي د خبرې راپور د لیدو پر مهال غواړي، پېښه د خبریال له لاس‌وهنې پرته وګوري. په بله وینا، په خبري راپور کې د لیدونکيو ټول پام د پېښې پر چاپېریال ورټول وي، دلته د خبریال موجودیت نه خوښوي چې په اړه یې مالومات ورکړي. که په خبري راپور کې هر څومره د خبریال شتون لږ او سونډ افیکټونه (Sound effects) ډېر وي، په هماغه اندازه د لیدونکيو د پام وړ ګرځي.

خبریال د پلاټو د تر سره کولو پر مهال د ټلوېزیوني شبکې اړوند مایک چې پرې د اړوندې شبکې لوګو وي پر لاس ولاړ وي. د پلاټو د تر سره کولو پر مهال باید مایک له اوږې ښکته وي. د خبریال د بدن د زاویې او کمرې تر منځ واټن باید (۴۵) درجې وي. دا چاره مرسته کوي چې لیدوونکي په اسانۍ سره د خبریال تر شا هغه ټول چاپېریال «بګروانډ» وګوري چې خبریال ولاړ وي.
پلاټو یا سټنډپ د لاندې موخو له‌پاره تر سره کېږي؛
• د پېښې له ځایه حقیقي او مستند انځور وړاندې کول.
• د ټلوېزیوني چینل یا شبکې پېژندنه.
• د خبریال مشهورېدل.
• د تصویري موادو کموالی.
• د مسوول کس نه حاضرېدل.
• د ارقامو وړاندې کول.
• خبري راپور ته ښه پای ورکول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply