۱۲ زورور امریکایان؛ د دوستم، طالبانو او د مزار د جنګ فلم

0 1,292

د جمعې په ورځ په امریکا کې د 12 Strong یا ۱۲ زورورو فلم په سېنماګانو کې خپور شو.
فلم د اسونو سرتېري د کتاب پر بنسټ جوړ شوی چې د ۲۰۰۱۱ کال په وروستیو کې د امریکا په مرسته د شمالي ټلوالې او طالبانو تر منځ د جګړې د یوې څنډې انځور وړاندې کوي.

دوولس زورور هغه ۱۲ ځانګړي امریکايي ځواکونه ښوول کېږي چې د یوولسم ډسمبر له بریدونو وروسته، پر افغانستان د امریکا د پوځي یرغل په لړ کې د ازبکستان له لارې افغانستان ته راننوځي او د جنرال دوستم له ملېشو سره اوږه پر اوږه د طالبانو پر ضد جګړه کوي.

د دغو سرتېرو تر راتګ وړاندې، د امریکا د استخباراتي ادارې یا CIA اجنټان د شمالي ټلوالې له مشرانو او قوماندانانو سره اړیکې ټینګوي او د پیسو، ودکا او نورو تحایفو په بدل کې یې له امریکايي ځانګړیو ځواکونو سره همکاري ته رابولي.
د هالیووډ د نورو ورته فلمونو په څېر، دا فلم هم د امریکايي پوځیانو د زړه‌ورتیا، وطندوستي او سرښندنې داستان بیانوي چې د طالبانو له ظالمو منګولو نه افغانستان ازادوي. د امریکا پوځ د دې فلم په جوړولو کې تخنیکي مرسته کړې ده.
پر دې فلم ۳۵۵ میلیونه ډالر لګښت راغلی او شوټنګ یې د امریکا په نیو مکسیکو ایالت کې شوی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply