کابل که د انسانانو مسلخ‌خانه/ جلیل احمد

0 753

 

کابل که د انسانانو مسلخ‌خانه:

په کابل کې د تېرو اتو ورځو په جریان کې په سلګونه کسان مړه او ټپیان شول؛ د دلوې میاشتې په لومړی نېټه د شپې په نهو بجو باندې په انټرکانټېنېنټل هوټل باندې ډلیز برید وشو، چې ۱۴ ساعته یې دوام وکړ تر سلو ډېر داخلي او بهرني وګړي پکې مړه او ژوبل شول، او مسؤولت یې هم طالبانو په غاړه واخیست. او د پنځو ورځو په تېرېدو سره د چهارراهي صدارت، د کورنیو چارو وزارت د پخوانۍ ودانۍ په مخ کې له انفجاري موادو ډک امبولانس یې د خلکو په مخ کې چاودنه ورکړه ، چې په پایله  کې یې تر دریو سوو ډېر کسان مړه او زخمیان شول ددې تروریستې او زړه بوږنوونکې حملې مسؤولیت هم طالبانو په غاړه باندې واخیست. او حکومت یې هم په تړاو په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان، او ورسره یې نن ورځ په کابل کې عمومي رخصتي اعلان کړه او وېره یې خپره کړه، چې شاید په راتلونکو ۴۸ ګړیو په جریان کې په کابل کې نور خونړي بریدونه هم تر سره شي.

د چا په مرسته دا حمله شوې؟

د کابل په یوه داسې محفوظه ساحه کې، چې هلته پیاده تګ او راتګ هم مشکل دی داسې زړه بوږنوونکې حمله تر سره کیږي، ولې او د چا په مرسته؟ دا خو واضح ده، چې له انفجاري موادو ډک امبولانس، د وزارت دفاع مربوط امبولانس دی داسې ساحې ته داخلیږي؛ جوته ده، چې په داخل کې ورسره پوره همکاري شوې او د حکومت په داخل کې داسې کړی شته، چې د دولت له مخالفینو سره اړیکه لري او ددې ډول پېښو په تر سره کېدو کې ورسره همکاري کوي. تر اوسه پورې د برید موخه نه ده معلومه شوې چې موخه څوک وو، خو داسې ویل کیږي، چې د برید موخه به د سولې عالي شورا دفتر او یا هم د کورنیو چارو وزارت مربوطه اداره وه، چې هلته شتون لري.

طالبان ولې داسې حملې کوي؟

له تېرو ۱۷ کلنو راهیسې د ډېرو داسو ړندو حملو مسؤولیت طالبانو اخستی. طالبان هم په خپلو کړنو او کارونو کې پوره واک نلري نو د داسې حملو تر سره کول او بیا یې مسؤولیت منل واضح ده، چې طالبانو باندې هغه څوک، چې پر خپلو پښو ولاړ  افغانستان نشي زغملی واک لري او دا کارونه د طالبانو په واسطه په افغانستان کې تر سره کوي، چې ددې کار د تر سر کولو لپاره په هېڅ دین او قانون کې د توجیه کولو لپاه دلایل نشته دي. او چې طالبان دا کار کوي دا یې دې د افغانستان د عامو خلکو د وژلو نه نور بل هېڅ نه دي، چې نن یې په زرګونو کورنۍ د غم په ټغر کېنولې او د دا ډول حملو په تر سره کولو سره د افغانستان د عامو خلکو کرکه د طالبانو پر وړاندې زیاتیږي.

 

د ملي یووالي حکومت د څه لپاره:

د یو هېواد په پایتخت او بیا د پایتخت په هغه محفوظه ساحه کې، چې هلته په پښو تګ او راتګ ډېر سخت دی داسې حملې تر سره کیږي او په پایله کې په سلګونو کسان مړه او زخمیان کیږي نو حکومت د څه لپاره چې د داسو حملو مخنیوی نشي کولی. او ددې حکومت په نظامي امبولانس کې حمله تر سره کیږي  واضح ده، دری کاله کیږي، چې د ملي یووالي حکومت منځته راغلی هر کال په زر ګونو کسان مړه او زخمیان کیږي همدا اوس د فرا ولایت له سقوط سره مخ دی، په ننګرهار، هلمند، کندهار او فاریاب کې عملآ جګړې روانې دي هره ورځ په سلګونو کسان پکې مړه او زخمیان کیږي. ولې د ملي یووالي حکومت چارواکې په سیاسي ناندریو سره مصروف دي. او هغه کسان، چې اوس  د لوړو دولتي نظامي ادارو سرپرستي په غاړه لري د تېر حامد کرزي د وخت چارواکې دي په هغه حکومت کې هم په فساد او په ناکامه اداره باندې پېژندل شوي نو اوس ضرور دی، چې په پراخه کچه تغیرات راشي د وړتیا او تجربې په اساس کسان مربوطه ادارو ته معرفي شي او تېر چارواکې د سمې نه کارکردګی په اساس عدلي او قضایي ادارو ته ورپېژندل شي.

د دې ډول حملو تر شا د چا لاس دئ؟

که چېرې د ملي یووالي د حکومت پر مهال امنیتي وضعیت ته کتنه وشي، نو دا جوتیږي. چې د افغانستان په هر ګوټ او خاصتآ په کابل کې د خونړیو بریدونو تر شا د همسایه ملکونو او امریکا لاس دی کله، چې د شاه شهید پېښه وشوه هېچا یې مسؤولیت هم ونه مانه داسې ویل کیږي، چې هغه موټر بم برید نه بلکې بمبارد وو له هغه وروسته، د ننګرهار په اچین کې د بمونو د مور بم استعمال او د امریکا د لوړ رتبه چارواکو خبرې، چې د بم د استعمال  نه مو موخه ایران او شمالي کوریا ته د سېګنال ورکول وو. او د کابل د جرمني سفارت په وړاندې د موټر بم برید او اوس  د کورنیو چارو وزارت په پخوانۍ ودانۍ برید هغه څه دي، چي بهرنیانو لاس درلودل پکې ښيي.دلته ددې خبرې ذکر کول، چې که چېرې طالبان د داسې لویو حملو توانایي په تنها سره لري نو بیا د بهرنیو ځواکونو شتون او دا ۱۷ کاله مبارزه د څه لپاره خو داسې معلومیږي، چې طالبان د بهرنیو په مرسته دا کارونه تر سره کوي.

افغانانو ته څه کول پکار دي:

ټول دا نارې وهو، چې جګړه پردی ده پر افغانانو تپل شوې ګټه د نورو؛ مالي او ځاني تاوانونه د افغانانو. که طالب وژل کیږي هم افغان دی او که عسکر وژل کیږي هم افغان دی او د دواړو لوریو( افغان حکومت+ طالبان) تر منځ جګړه کې عام خلک وژل کیږي هغه هم افغانان دي او جګړه هم د افغانانو په کورونو کې ده. بهرنیان راته د خیر په غونډی ناست دي سیل مو کوي. نو افغان حکومت او طالبانو ته په کار ده، چې په یو غږ سره ووایي، چې موږ په افغانستان کې سوله غواړو، جګړه نه غواړو او د بهرنیو ځواکونو شتون په افغانستان کې راته د منلو نه دی او که چېرې بهرنیان موږ ته د عامه المنفعه کارونو او داسې کارونه، چې د افغانستان د اقتصاد د پښو درېدو سبب کیږي؛ همکاری ته راځي زموږ دروازې د دوی پر مخ خلاصې دي که نه نور موږ په افغانستان کې جګړه نه غواړو سوله غواړو نو ددې لپاره دې یو بین الافغاني میکانېزم باندې په ګډه کار وکړي سولې ته دې لاره هواره کړي.

په درناوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply