پايتخت نېشين طالبان / سمير

0 757

له وختونو راهيسی د طالب وياندان او مببليغين په کابل کې د ديموکراسۍ دښمن خو دډيموکراسۍ نه په ګټې اخيستنې سره د بيان ازادي خپل حق ګڼي او خپل مشخص اهداف تعقيبوي،دوي سره چې کله مخامخ شې نو لومړي تذکره به‌درته د سولې درفرښتې معرفي کوي چې ګواکي دوی خو په دواړو طرفونو کې په مړه کیدونکو افغانانو خفه دی او دوي د سولې لپاره کار کوي.

هو سوله موږ غواړو او سوله يو ضرورت دي خو سوله به کله راځي؟
د طالب سوله به هغه وخت راځي چي د وطن ځمکه د هديرو نه ډکه شي او بيا به راشي او وايي به چې ستره پروسه مو بريالي کړه او ستر جهاد مو هم کړي دی،دوي به داسې په ډېره خوږه معامله خلاصه کړي او کوم افغانان چې مړه دي‌هغوي خو ددوي په اند يا کافر و او يا په جنګ کی خو دا خبري وي يا به وايي چي موژ نه دي مړه کړي.

خو دې نقطي که وګورو چې آيا طالب په سوله ارځي؟ د طالب سوله څه ډول سوله‌ده؟ طالب څه ته ژمن دی؟
د طالب سوله به د چاسره کېږي داهم معلومه نه ده، ځکه د طالب په وينا خو د دوي مخالف د‌الله ج مخالف‌دي‌او بايد قتل شي،هغه خلک چې نن زاړه، واړه، ښځې او نران پکې و کوم چې ددوي په حمله کې مړه شول نو آيا‌ دوي چې هيڅ ډول نظامي دندي يي نه درلودی د طالب سره سوله کوي ؟طالب ته خو د افغان وګړي وژل يو جشن دی، پرون چې کابل يي د بی ګناه وګړو په وينو رنګ کړ دوي يو‌بل ته مبارکياني ويلي، نو دداسی طالب سره سوله څنګه شونې ده؟

کابل ناستي طالبان د يو طرف نه شپه او ورځ د طالب په ګټه تبليغ کوي او د بل طرف نه دولت محکوموي ،دا سمه ده چې ځيني نيمګړتياوي به هم دولت هم طالب لري خو کوم چي بد دي هغه ته بايد بد‌وويل‌شي خو دوی که د حکومت ګناه وي هغه ته خو هسې ډول وهي او‌که طالب قتل وکړي نو په هغه هم دولت ملامت ګڼي چي ولي امنیت نشي نيولي حال دا چی قاتل ليوه ته يي سترګی ټيټي دی ځکه هغه په قطر کی ورباندې چکرې وهی.

دولت بايد‌ په جدي‌ ډول د‌ هغه تبليغاتو مخه ونيسي چي د کابل نيشينو طالبانو په مټ کېږي، دوي د دولت منابع‌ د دولت په ضد‌ کاروي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply