کمالزی سهاک/ افغانستان د ملکوالطوایفی په لور

0 694

د اشرف غني واک ته رسېدو سره سم افغانستان له ولسواکۍ څخه د دېکتاتورۍ او ملکوالطوایفي په لور روان شو، هېواد له سترو ناخوالو او ننګوونو سره مخ شو، چې مهارول یې حکومت ته ډېر ګران پرېوځي.

له هېواد څخه د لوستو او ځوان کهول تیښته بهرنیو هېوادونو ته، ناسم اقتصاد او ډېر نور لاملونه دي ، چې اشرف غنی یې له لویو ستونزو او کړاو سره مخ کړی ده.

ددې سره  هېواد یې په څو لویو برخو وېشلی ده ، لکه د ایالتي حکومت چې هرڅه چاري د ایالتي چاروواکو له خوا په مخ وړل کېږي، همدارنګه افغانستان یې په څو مهمو برخو ووېشه، چې دې چارې مرکزي حکومت چار یې لا پسې ټکنۍ کړي دي.

د هغو له ډلې څخه ننګرهار، کندهار، بلخ، هرات، خوست او مرکزي سمیې په څو سیمو وېشل دي، چې هر یو یې ځان ته مشر او حکومت لري، مرکزي چارواکي یې په مهارولو کې ډېر کمزوري شول، له دغو کمزوریو څخه د حکومت ضد کړیو په پوره کچه ګټه پورته کړه، له هغو څخه په لنډ ډول ویلای شو، چې د طالېبانو په لاس د کندز ولایت پریوتل ، په ننګرهار کې د بمونو د مور کارول، د زنبخ څلور لارې زوره او مرګوني چاودنه، د کندهار ولایت مقام کې دننه نه هېرېدونکی چاودنې، د میدان د پولیسو په بس موټر نه هېرېدونکی برید، د کابل د اېنټرکانټیننټل غلچکي بریدونه، د ننګرهار  د ماشومانو د خوندیتوب په بنسټ مرګونی برید، همدارنګه د صدارت څلورلاری بمي چاودنی د یادوونې وړ دي، چې تر اوسه یې په مرکزي حکومت کې د کورنیو لانچو او کړکېچونو په وجه د ستونزو په حل او مخنیوي کې پاتې راغلي.

ددې ستونزو او چاودنو اصلي سرچینه د ولس او حکومت ترمنځ واټن او په حکومت کې کورنۍ ستونزو شتون ده، چې څو لنډو او روښانه ټکو کې یې لیکوو.

 

۱ –  د مرکزي حکومت یا د اشرف غنی امر په دولتي ادارو کې نه پر ځای کول دي:

د مرکزي حکومت یا د اشرف غنی امر په دولتي ادارو کې نه پر ځای کول دي ، ښه ساری یې د بلخ والي، د کندهار امنیه قومندان ، په شمال کې د شاهین قولو اوردو قومندان د غني امر ته غاړه نه اېښودل دي.

۲ –  عطا محمد:

عطا محمد د بلخ امپراتور ځان د شمال لوی واکمن ګڼي، تر مرکزي حکومت په شمال کې د عطا امر سم پرځای کېږي.

۳ –  د دوستم لرې کول:

د سیاسي لوبې څخه د دوستم لرې لویه تېروتنه وه ، ځکه چې غني دې سره کولای شو چې خپل ډېر په کور دننه دښمنان له منځه یوسي، خو ډېر لویه تېروتنه یې وکړه چې له واک یې لرې کړ، ښه ساری یې د عطا په ګوښه کولو، شمال  او جمیعت په مهارولو کې ښه کار اخیستلای شو خو ویې نه کړل .

۴ – د کندهار سردار او شاه جنرال رازق:

همدارنګه د کندهار سردار او شاه جنرال رازق، چې ځان ورته تر اشرف غني لوړ ښکاري او د مرکزي حکومت امر ورته یوه ټوکه ښکاري، دا د اشرف له پاره بل لوی سرخوږی ده.

۵ – خوست کې ورته ډېرې ستونزې همایون او دده مافیایي ډلې له خوانه:

خوست کې ورته ډېرې ستونزې همایون او دده مافیایي ډلې، د اشرف غنی د حکومت او ولس ترمنځ ستر واټن رامنځ ته کړی ده.

۶ – ننګرهار کې:

ننګرهار کې یاسیني،حضرت علی، مسلیمیار او ظاهر قدیر ستونزې او کړکېچونه رامنځ ته کړي دي، هر یو یې د خپل شخصی، حزبي، قومي ژبني ګټو له پاره حکومت ګواښي، چې حکومت کورنۍ کمزوري او ناڅرګند سیاست دې ستونزو ته ډېره لاره حواره کړې ده.

۷- ورته ستونزه په هرات:

په ورته وخت کې ورته ستونزه په هرات او هرات ته نږدې ګاونډ ولایتونو کې اسماعیل خان ځان ته د پاچاهۍ لویه ماڼۍ او د واکمنۍ دایره جوړه کړې ده.

۸- په مرکزي سیمو کې د حزب خپل منځي کړکیچ:

په مرکزي سیمو کې د حزب خپل منځي کړکیچ لا ستونزه لویه کړې ده، ددې تر څنګ د حزب، او دعوت یا سیاف غوښتنو حکومت ته یو لوی سرخوږی جوړ کړی ده، خو بیا هم سیاف یو څه غلی برېښی تر نورو، لا تر اوسه یې لامل روښانه او څرګند، ښه خبره خو لا داده چې کله نا کله د حکومت د پلوي نارې هم وهي.

۹-  ناقانونه ولسي جرګه او مشرانو جرګې:

ناقانونه ولسي جرګه او مشرانو جرګې تر هر چا حکومت ته ډېر سرخوږی جوړ کړی ده، کله یې وزیرانو ته رایه نه ورکوي، په دېرو قاچاقي، غصب او تروري پېښو کې لاس لری.

۱۰- حکومت کې د فساد لوی شتون :

په حکومت کې د فساد لوی شتون او سیمې پالنې، ژبپالنې، حزبپالنې لوی زیان اشرف غنی ته اړولی ده، اشرف غنی تر اوسه خپل ملکري او دوست په روښانه ډول نه پېژني، دغه چاره ستونزې لا ډېرې زېږوولي دي.

۱۱-  د غنی او دده د ډلې ناڅرګند سیاست :

ه کور دننه د غنی او دده د ډلې ناڅرګند سیاست خپله غني او حکومت یې له لویو ګوتښنو سره مخ کړی ده چې له عني او حکومت څخه یې د حوارولو لاره ورکه کړې ده.

۱۲- د حکومت د بهرنیو چارو کمزوری سیاست :

د حکومت د بهرنیو چارو کمزوری سیاست ددې لامل شوی، چې هر بهرني شوم هېواد خپلې شومې موخې په هېواد کې په اسانۍ سره پلې کړي او ډېرې د ملګري په نوم هېوادونو افغانستان ته یې ناڅرګند او څرګند سرخوږی جوړ کړی ده.

۱۳ – نړیواله جګړه او سیمیزه جګړه :

نړیواله جګړه او سیمیزه جګړه له سوریې او نورو هېوادونو افغانستان ته راوړل شو، غني او د غني کاري ډلې ونه شو کړی ، چې په افغانستان کې شته ستونزې حوارې کړي او د جګړې لمنه له افغانستان څخه ټوله کړي، بلکې بهرنۍ جګړه په افغانستان کې نوره هم توده شوه، له سوریې څخه د سیمې د هېوادنو جګړه افغانستان ته تر ناڅرګند وخته راوړله شوه، چې ډېری زیانمن به یې افغان بې وسه ولس وي.

۱۴ – کمزوری اقتصاد:

کمزوری اقتصاد ددې لامل شوی چې، ډېر سوداګر د خپلې پانګې له افغانستان بهر یوسي او د هېواد اقتصاد نور هم کمزوری شو، وزګاري ډېره شوه، چې دې سره غلا، وژنه ، ترور، غصب، رشوت او فساد خپل اوج ته ورسېږي.

دغو لویو ستونزو د مرکزی حکومت حیثیت ته لوی زیان اړولی ده ، چې طالېیبان ، هقاني شبکه همدارنګه داعش په ښه ډول خپلې موخې پلي او مرکزي حکومت کمزوری کړي.

په درنښت کمالزی سهاک

افغانستان، میدانښار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply