ډاکټر محمد فرید بزګر: تر اوسه مو د پنځه ميلونو پورې کتابونه چاپ او په ټول افغانستان کې وړيا ويشلي دي

0 2,410

د کور د موسسې مشر ډاکټر محمد فرید بزګر د دعوت سره په مرکه کې:

 

تر اوسه مو د پنځه ميلونو پورې کتابونه چاپ او په

ټول افغانستان کې وړيا ويشلي دي

دعوت میډیا: که د کور د موسسې په باره کې معلومات راکړۍ چې کله جوړه شوې او فعالیتونه یې څه دی؟

ډاکټر محمد فرید بزګر:  ختيځ بیارغونې موسسې (کور) په ۱۹۹۲ عيسوی کال په پېښور کې په فعاليت پيل وکړ، زموږ د کار پيل د ماشومانو لپاره د سندباد نومې کتاب ژباړه او خپرول وو، چې بيا مو د کابل پوهنتون، طب محصلينو، روغتيايي کارکوونکو، د ښوونځيو زده کوونکو او نورو لپاره ډول ډول ټولنيز، ساينسي، علمي، تاريخي کتابونو په څنګ کې ناولونه او قصې هم چاپ کړل. د ټولنې د پوهاوي لپاره مو د مخدراتو او ايچ ای وي/ايډز ډيرې خپرونې وکړي. په کال ۲۰۰۳عيسوي کې مو خپل فعاليت ته په افغانستان کې پراختیا ورکړه. د جي ټی زيډ په مرسته مو په کابل کې د مخدراتو او ایچ ای وي او ايډز د معلوماتي منابعو مرکز جوړ کړ او د مخدراتو او ايډز مجلې خپرول مو پيل کړل. د مخدراتو او ايډز څخه د پوهاوي لپاره مو تقريباً ټول افغانستان ته تبليغاتي مواد د ليفليټ، پوستر، کتابګوټي، د سړک د غاړې لوحو او نورو ممکنه وسایلو په ذريعه ورسول. په لومړيو کلونو کې مو د پوليسو لپاره د مخدراتو د پوهاوي او د هغوی چلند د روږدو (معتادينو) سره روزنيز پروګرامونه ډير اغيزمن وو.

د کور د موسسې مشر ډاکټر محمد فرید بزګر

د نورو فعاليتونو تر څنګ مو په کال ۲۰۰۵ کې د معتادينو د درملنې پروګرامونه پيل کړل، چې تر اوسه مو هم دغه فعاليتونه دوام لري. چې له دغې جملې څخه د دايکنډي په ولايت کې د معتادينو د درملنې ۲۰ بستريز روغتون چې د ۲۰۰۷ع کال څخه يې فعاليت درلود او د ۲۰۱۵ په اخير کې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ته تسليم شو. د معتادينو د درملنې ۵۰ بستريز روغتون د کابل په خيرخانه مينه کې، د معتادينو د درملنې ۲۰ بستریز روغتون روغتون د پروان ولايت په چهاریکار ښار کې او د معتادينو د درملنې يو ۲۰ بستريز روغتون د کابل په شاه شهيد سيمه کې.

د دې ترڅنګه مو خپل خپرنيز پروګرامونه و نه درول او تر اوسه مو تر ۹۰ ډير کتابونه په مختلفو برخو کې خپاره کړي دي.

موږ د ټريننګ يا روزنې ۶ مجهز هالونه لرو چې عبارت دي له: ۱-د پوهاند مجروح هال، ۲- رابعه بلخی هال، ۳- امانیه هال، ۴-پوهاند رشاد هال، ۵- کاتب هزاره هال او ۶- بزګر هال. دا هالونه په نړيوال سټنډرد د ټريننګ لپاره جوړ شوې دي چې زموږ يوه د عاید لاس ته راوړنې پروژو څخه ده.

دعوت میډیا: که په ځانګړی ډول راته د کور د موسسې له خوا د ادریس شاه د کتابونو د خپریدو په اړه ووایاست چې تراوسه مو د غو کیسو څو بیل بیل کتابونه خپاره کړی دی او د خپرو شوو کتابونو ټول شمیر به مو څومره وي؟  دا کتابونه په څه ډول او چاته توزیع کوئ او تر اوسه په چا ویشل شوي دی؟ او له دې کتابونو له ماشومانو پرته لویان هم ګټه اخیسلای شی؟ او ولې له دې لویه کاره چې شاید د افغانستان په تاریخ کې په دې کچه بېمثله وي چې دومره ډیر او په ښه بڼه  چاپ او په وړیا ډول ویشلی وی خو بیا هم ډیری عام افغانان ستاسو له دې فعالیتونو خبر نه دي ولې؟ دا کتابونه به تر څه وخته چاپوئ او په دې کار کې د څه ډول ستونزو او خطرونو سره مخامخ شوي یاست؟ د افغانستان ګوټ ګوټ ته د دې کتابونو رسول په خپل سر لوبې کول دی، نو تاسو او همکارانو مو څنګه دا کار تر سره کړی دی؟ د حکومت له مسئولینو څومره خوښ یا ناخوښ یاست چې په دې ستر کار کې مو ملاتړ کوی او که ستونزې جوړوی؟ د کتابونو د لوستونکو غبرګون مو څه دی؟ که په یوه پوښتنه کې مو ډیرې پوښتنې ځواب او زموږ سره مو ځواب شریک کړئ؟

ډاکټر محمد فرید بزګر:  د ماشومانو لپاره قصی يا د ادريس شاه د کتابونو چاپ او ويش موږ له ۲۰۰۹ څخه پيل کړی دی، چې تر اوسه مو د پنځه ميلونو پورې کتابونه چاپ او په ټول افغانستان کې وړيا ويشلي دي. له دغو کتابونو تر اوسه ۱۲ عنوانه يې هر کتاب په دوه ژبو پښتو او دري د هوپو بوکس په مالي او تکنيکي مرسته چاپ شوي دي. دغه کتابونه په نړيوال سټنډرډ برابر ټول رنګه د ماشوم په ژبه ليکل شوي، ټول يې د پوهنې وزارت هم تائيد کړي دي. دغه کتابونو د ماشوم د عمر او ټولګي مطابق ليکل شوي دي. د کتابونو رسامي هم مسلکي رسامانو تر سره کړې ده. د دې په څنګ کې د لسو عنوانو لپاره په پښتو او دري د لارښوونکې لارښود هم چاپ شوی دی. د شپږو کتابونو پښتو او دري غږيز شکل هم د ماشومانو، کورنيو او هغوی چې د لوست کچه يې ټېټه ده په سي ډي او کسيت کې ترتيب شوي دي.

کتابونه موږ د مختلفو لارو څه پخپله، څه پخوا د پي ار ټي له لاري، د معارف وزارت د لارې وويشل. اوس زموږ همکاران د قلم لار، د موسکا ګرځنده کتابتون او ښاغلی صابر حسيني زموږ د کتابونو په ويش کې فعاله ونډه لري.

دغه کتابونه د نړۍ په نورو ژبو لکه انګليسي، فرانسوي، هسپانيوي او نورو هم چاپ شوي دي. په پاکستان کې يې اردو او انګليسي او د سرحدي سيمو لپاره يې پښتو-اردو او اردو- بلوڅي هم خپاره شوي دي.

موږ به په ډیر نږدې وخت کې دغه ټول کتابونه د افغانستان د لږکيو په ژبو هم ولرو: لکه پښتو-بلوڅي، پښتو- نورستاني، پښتو-کاتي، دري-ازبکي، دري- ترکمني، دري-هزارګي، دري- شغني، پښتو- پشه يي، …هم ولرو. د ټولو ژباړي بشپړې د ډیزاين چارې يې روانې دي.

له دغو کتابونو د ماشومانو په څنګ کې هغه لويان چې د لوست کچه يې ټېټه وي هم استفاده کولای شي.

موږ کار کوو او پرېږدو چې زموږ کار خپله وغږېږي، په رښتيا هم په دې کچه کتابونه به چا د ماشومانو لپاره تر اوسه نه وي چاپ کړي، خو له نيکه مرغه لکه چې مې مخکې وويل د مختلفو لارو مو هڅه کړې چې کتابونه ماشومانو ته ورسېږي.

هر څوک چې کار کوي ستونزې هم ورسره وي. په ځينو ځايو کې ليږل شوي کتابونه تري تم شوي دي، په ځينو ځايو کې يې بيا د ښوونځيو مسوولين یې خرڅوي. له دې درکه مو ټول سټاف ته ډير اخطارونه رسېدلي دي چې ماشومانو ته عکس لرونکی کتابونه توزيع کوئ د دې پر ځای ولي ديني کتابونه نه چاپوئ او داسې نور.  

د کتابونو چاپ د تمويلونکو پورې اړوند دی، تر هغو چې موږ د چاپ لپاره پیسې ولرو د کتابونو چاپ به دوام ولري.

اکثراً کله چې کتابونه په ماشومانو ويشو، ډیر ماشومان ګورو چې د ښوونځي د کتابونو تر څنګ د لومړي ځل لپاره داسې کتابونه ويني، په شوق يې لولي. د ځينو خو بيخي خوراک څښاک پاتې وي او د کتابونو لوستلو ته اړم وي.

د مسوولينو د خير څخه تير خو چې په تکليف مو نه کړي، دا غټه خبره ده.

دعوت میډیا: اوس چې د دعوت خپرونې ۲۹ کلیزه ده کولی شې د دعوت خپرونې په اړه راسره خپل نظر د یوه لوستونکي، قلمي همکار

ډاکټر محمد فرید بزګر:  له وخت نه په ګټې اخیستنې د دعوت چلونکي او ټولو همکارانو او لوستونکو ته د دعوت د ۲۹مې کليزې مبارکي وايم.  زه له همغه پيل څخه د دعوت لوستونکی او همکار يم، رښتيا هم دعوت ډيرې سختې ګاللي او په ډيرو سختو شرايطو کې يې د افغانانو او افغانستان غږ پورته کړی دی. همېشه يې ملي دريځ درلود او لري يې. ما ته د دعوت ستونزې له هر چا ښې معلومې دي ځکه چلونکي يې په يوازې ځان او ډيرو کمو امکاناتو دې ستر کار ته اوږه ورکړه او دعوت يې تر دې وخته ژوندی وساته او تر دې ځایه یې راورساوه.

دا مرکه د دعوت په ۲۳۴-۲۳۵ ګڼه کې خپره شوې ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply