غزل/ نظیر قریشي

0 994

ته مې شه مطرب زه به ستار شم ستا په غېږه کې
ګوندې دماشوم غوندې کرار شم ستا په غېږه کې

ته راته دخپلې خوږې مينې قيصې وکوه
زه به لږ دمه په دې ګفتار شم ستا په غېږه کې

ماپه نصيب وموندله شپه دوصل پرې مې ږده
بل به لکه ستورى تر سهار شم ستا په غېږه کې

مه کوه علاج مې اشنا خيردى پرېږده مړ دې شم
دابه مې طالع وي که بيمار شم ستا په غېږه کې

نن دې کړم نشه،نشه جانانه په يوه نظر
پرې مې ږده تر هاغې چې خمار شم ستا په غېږه کې

ته مې شه صحرا زه به د مينې رمې درولم
شپون يمه اشنا چې يکه زار شم ستا په غېږه کې

وايم زه”نظير” ژوندون تېرېږي رپ دسترګو کې
څه کېږي اشنا که لږ حصار شم ستا په غېږه کې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply